د ترکی پوځی الوتکه

د ترکي پوځی سامان وړونکی الوتکه د ګرجستان (جارجیا) او آذربايجان پوله کښې راغورزېدلې ده،

د  ګرجستان د کورنيو چارو وزارت او د ترکيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د ترکي پوځ يوه C-130 بار وړونکې الوتکه د نومبر په ۱۱مه نېټه له آذربايجان څخه د الوتنې وروسته د ګرجستان په خاوره کښې رالوېدلې ده۔

د ګرجستان د کورنيو چارو وزارت ويلي: «د ترکي پوځ الوتکه د سيغناګي (Sighnaghi) په ولسوالۍ کښې د دولت له پولې شاوخوا پنځه کيلومتره فاصله کښې راغورزېدلې ده۔ د لومړنيو معلوماتو له مخې، الوتکه له آذربايجان څخه ترکيې ته روانه وه.»

وزارت زياته کړه چې د پېښې پلټنې د ګرجستان د جزا قانون د ۲۷۵مې مادې د څلورمې فقرې له مخې پيل شوې دي، چې د «هوايي ترانسپورت د خوندیتوب د اصولو د سرغړونې له امله د انسانانو د مرګ» په اړه ده۔

د ترکيې د دفاع وزارت هم د پېښې پخلی کړی، ويلي يې دي چې الوتکه د پوځ يوه C-130 بار وړونکې الوتکه وه۔ وزارت زياته کړه: «د آذربايجان او ګرجستان له چارواکو سره په همغږۍ د لټون او ژغورنې عمليات پيل شوي دي.»

د ګرجستان د حکومت پلوي ټلوېزيون ايمېدي (Imedi) يوه ويډيو خپره کړې ده ،چې پکې ښکاري يوه الوتکه په تادئ سره ښکته کېږي او د زمکې له لګېدو وروسته اور اخلي، چې له سيمې څخه لوګی پورته کېږي۔

د کورنيو چارو وزارت ويلي: «د پېښې په اړه به ورو ورو تفصيلي معلومات له ولس سره شريک شي.»

د آذربايجان د بهرنيو چارو وزارت د خواشينۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې دوی د دې پېښې له امله «ډېر غمجن» دي۔ په اعلاميه کښې راغلی دی: «په دې غمجن حالت کښې مونږ د ورور هېواد ترکيې له خلکو او پوځ سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د شهيدانو کورنيو ته د زغم دعا کوو۔ آذربايجان به تل د ورور ترکيې تر څنګ ولاړ وي.»

د ځينو غيررسمي راپورونو له مخې، الوتکه کښې شاوخوا ۲۰ کسان سپاره وو، خو تر اوسه رسمي تاييد نه دی شوی۔ کله چې نور رسمي معلومات تر لاسه شي، تاسو به خبر وساتو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!