Skip to content
ليک: ګل اکبر خان
د ناول بدلون نهم باب د شروع کولو نه وړاندې دا مناسبه ګڼم چې په دې باب کښې د افريقې قبيلو څه دودونه او رواجونه او څه توهمات بيان شوي دي . د هغې په حقله لږه تفصيلي رڼا واچوم نو ناول به ستاسو په پوهه کښې راشي.
ابا ( Iba ) :
د اېبو ( افريقې قبيلو ) په دود او روايت کښې دا سخته شېبره بيماري ياديږي چې د قبيلې خلک ئي عامه تبه نه ګڼي بلکې دا د هغوي په نظر کښې يو خطرناکه او روحاني نوعیت لرونکي بيماري ده د کوم علاج او درملنه چې په ديسي طريقې سره د جرړو او بوټو په مرسته کيږي . د اوکونکو لور ايزنما هم په دغه ډول مرض کښې نښتي وه .
اوګبانے ( Ogbanje ) :
د ايبو قبيلو د عقيدې مطابق کوم بچي چې بار بار پيدا کيږي او زر زر مري نو هغوي ورته بار بار پيدا کيدونکي بد روحونه وائي چې د اوګبانے په نوم ياديږي . د هغوي د عقيدې مطابق داسې ماشومان بار بار د مور په خيټه کښې پيدا کيږي ځکه د هغوي پيدايښت او مرګ د شيطاني اثرات لامله وي .
نښې : داسې ماشوم يو څو مياشتې يا يو څو کلونه ژوند کوي بيا ناګهانه مړه شي او څه موده وروسته بيا نور پيدا شي . ايزنما په بابله هم دغه قبيلې د اوګبانے عقيده لرله .
ايئی آوا (Iyi Uwa ) :
دا يو کوت کاڼے يا کوم پټ شے وي چې د اوګبانے ماشوم د “روحونو دنيا” سره د تړون نښه ګڼل کېږي. که دا شے وموندل شي او له منځه يووړل شي نو د اوګبانے د مرګ او راتلو چکر ختمېږي. ایزنما چې کومه ايياُوا لرله هغه يو هوار کوت کاڼے راووت.
(Afa Oracle) آفا نومې غېبي مخلوق
دا د اِېبو قوم يو ډول جوتش يارفال ګر او مذهبي مشاورتي نظام دے.
د آفا پجاريان د قسمت خبرې کوي . د ناروغۍ اصلي وجه ښائي . اوګبانے پېژني . اوکونکو هم د دې افا نه تپوسونه کړي و .
Evil Forest — سپېره ځنګل
د کلي په روايت کښې دا داسې ځنګل و چې بدروحه ماشومانو مړي پکښې خښولې شي . لعنتي او ناپاک څيزونه پکښې غورځولې شي . هغه لاشونه چې پاک نه ګڼل کېدل پکښې ښخېدل . دا يو عام ځنګل نه و بلکې بد، خطرناک او په روحاني توګه ناپاک ځاے بلل کېده.
د اوګبانے ماشومانو مړي به ورته په زور وړل کېده چې بېرته دنيا ته راو نه ګرځي .
(Obi )اوبي
د اېبو قبيلو د نارينه و ذاتي کمرې ته اوبي وئيل کيده . په اِبو ټولنه کښې نارينه و ځانله اوبی لري خو ښځې او اولادونه ئي ځان له بيلې جونګړې لري.
په دې باب کښې حکيم ورته ويلي و چې
“بي بي تر خپل اوبي کښې اوده کړه چې ماشوم بېرته را و نه ګرځي.”
(Market-day ) د بازار ورځ
د اِېبو په روايت کښې په هفته کښې څلور د بازار ورځې وي . . . اوایې ، افو ، نکو او ايکې .
د ماشوم د پيدا کېدو او مړ کېدو ورځې دې بازار ورځو سره تړلې اهمې ګڼل کېږي. په نهم باب کښې ويل شوي دي چې جينۍ په هغه ورځ مړه شوه چې په کومه ورځ پيدا شوې وه .او دا د اوګبانے يوه اهمه نښه ده.
اوګبانے او جديد نفسيات :
په افريقايي دودونو کښې اوګبانے هغه ماشوم و چې وار وار پيدا شي او بيا مړ شي.
جديد نفسيات وائي چې دا عقيده دوه لويو حقيقتونو نه را پيدا شوې ده:
د ماشومانو مسلسل مرګونه (repeated infant mortality)
په افريقايي قبيلو کښې د دې وجوهات د خوراک کمي ، ملېريا
ویکسين نه شتون کيدل ، پيدانشي کمزوري ماشومان
ماشومان زر زر مړه کېدل او د مور پلار سخته ټراما (trauma) ليده.
د مور او پلار غم يوه عقيده جوړېدل (myth formation)
نفسيات وائي چې هر ځاے چې غم زيات وي او علم کم وي نو هلته افسانوي توجيهات او توهمات پيدا کېږي .
مور او پلار د خپل زړه د درد د کمولو لپاره يو روحاني يا شيطاني دليل جوړوي لکه
“دا ماشوم بدروح ؤ او بيا راغے.” دغسې عقيده پخه شي .
دفاعي نفسياتي عمل (defense mechanism)
دا هم يو نفسياتي دفاعي عمل دے .
“دا هر وار حادثه تصادفي نه ده . شاته ئې کوم لامل شته.”
دا د غم تاثير کموي .
ایئیاُوا عصري نفسياتي تشريح:
د ائيي آوا هغه تيګه يا ورکوټې شے وه چې د اوګبانے د “روحاني تړون” نښه ګڼل کېده.
جديد نفسيات ئې داسې تشريح کوي چې دا يو علامتي او رواج-درملنه (ritual-symbolic therapy) ده. يعنې چې کله دا شے په خاوره کښې پيدا شي نو خلک وائي چې
“ګورئ، د بدروح تړون ختم شو.”
خو په نفسياتو کښې دا درې مفاهيم لري لکه
placebo effect
symbolic closure
cathartic relief
Placebo effect:
کله چې مور باور وکړي چې خطره ختمه شوه نو هغې ته سکون راځي. د ماشوم پاملرنه ښه کوي دغسې ماشوم روغ پاتې کېږي.
د ايګويفي د ماشومانو مسلسل مرګونه → Post-traumatic stress
يوې مېرمنې نهه ، لس ماشومان له لاسه ورکړل. دا د لانديني نفسياتو له نظره سبب کېږي
بې وسۍ
دائمي غم (chronic grief)
learned helplessness (Seligman)
د ايزنما د ژوند له اړه زياته ويره او ساتنه چېoverprotection بلل کيږي .
کله چې ايزنما روغه پاتې شوه نو مور پرې بې اندازې مهرباني او اندېښنه دواړه لرل . دا هغه حالت دے چې د مسلسل ماشومانو د مرګ په پيښو کښې رامنځته کېږي.
د ايزنما ناروغۍ د جديد نفسياتو په رڼا کښې :
په نهم باب کښې ايزنما ډېر ناروغه ښودل کېږي خو نه مري.
جديد نفسيات وائي چې
Psychosomatic tendencies
(جسم د جذباتو دباو اثر محسوسول)
attachment-based stress
(مور چې ډېر اندېښمنه وي، ماشوم هم دباو محسوسوي)
کمزوري غذا او خراب روغتيائي چاپېريال :
قبيله دا روحاني علت ګڼي خو جديد علم دا جسماني او جذباتي عوامل ګڼي .
اوکونکو. .. د نارينهوالې وېره (Male Anxiety Complex)
اوکونکو تل غصه، سخت او ويرونکے ښکاري خو جديد نفسيات وائي چې دا
د نارينه والې بېباوري
د کمزورۍ له ويرې ځان ډېر سخت ښکاره کول (overcompensation)
کمزور پلار له کبله د ماشوموالي جذبې پالل . د “زورور سړي” جنون په اصل کښې د خپلو داخلي کمزوریو پټول دي . کله چې ايزنما ناروغه شوه نو د اوکونکو بېصبره کېدل د هغه داخلي ويره ښکاره کوي.
د اوګبانے د مړي ټوټه کول :
په قبيلوي رواج کښې د اوګبانے د مړي ټوټه کول دا هدف لري چې بيا را نه شي خو جديد نفسيات دې ته ګوري چې دا د
غم د عمل په وسيله بهر کول (grief externalization)
د ټولنې ګډ احساساتي ملاتړ (communal coping)
او يو علامتي عمل چې کورنۍ ته نوې اميد ورکوي . يعنې د دې رواج اصلي نفسياتي مقصد دا دے چې مور و پلار ته دا باور ورکړي چې
“اوس به راتلونکی ماشوم مړ نه پيدا کېږي .”
error: Content is protected !!