د ايران اسرائیل شخړې په تناظر کښې د امريکي نو استعماريت

د ایران او اسرائیل تر منځ شخړه یوازې د دواړو ملکونو جیوپولیټیکل اختلاف نه دے بلکې دا د یو ژور تاریخي، تمدني، او فکري شخړې تسلسل هم دے  چې د استعماري تیروتنو، تشدد، او استعمار ضد مزاحمت نه زیږیدلے دے . د دې شخړې د درک  لپاره، د پسااستعماري مفکرینو فکرونه او نظریات نه یوازې ضروري دي، بلکې دا موضوع د هغوی د تیوریو ژوندي ثبوت وړاندې کوي

1- ایډورډ سعید: استعمار د فکر د استعماري کولو پروسس

ایډورډ سعید په خپل شهکار

 کښې دا استدلال کویOrientalism (1978) 

“The Orient was almost a European invention… a place of romance, exotic beings, haunting memories and landscapes, remarkable experiences.”

(Edward Said, Orientalism, p. 1)

سعید وائي چې «مش ق» د مغرب لخوا د یو “غیرتمدن”، “ناعقله”، او “نیمه وحشي” تصور په توګه وړاندې شوے دے څو مغربي استعمار د “تهذيب راوړونکي” حیثیت خپل کړي. د اسرائیل د تاسیس پس منظر ته وکتل شي، نو دا هم د همدې اوریېنتالست تخیل یوه نمونه ده، چې فلسطین ته د “خالي وطن” په توګه کتل کيږي او یهودي دولت ته جواز ورکړل کيږی. دا یو کلاسیک استعماري چل دے چې پکښې د اصلي اوسېدونکو نه یوازې موجودیت انکار کيږي ، بلکې هغوی ته د “شورشګرو”، “ترهګرو”، او “د تمدن ضد” په توګه لیبل ورکړل کيږي

2- فرانز عمر فانون: استعمار ضد تشدد د نجات یوه لاره ده

فرانز فانون چې خپله تجربه ئي  د فرانسوي استعماري ظلم لاندې کړې وه، وايي:

“Decolonization is always a violent phenomenon… It transforms spectators crushed with their inessentiality into privileged actors.”

(The Wretched of the Earth, p. 35)

فانون وائي چې استعمار د انسان د ارادې، کلتور، ژبې، او ذهن اشغال دے، او له دې اشغال نه خلاصي تشدد غواړي. د ایران له لوري د فلسطین، حزب‌الله، او حماس ملاتړ د فانون په پس منظر یوه ضد-استعماري تشدد دے، نه چې  ترهګري ده . دا هغه مزاحمت دے چې د مغرب  د استعماري ادارو (لکه اسرائیل، ناټو، او امریکا) خلاف د تاریخ د ماتېدلو ښکار انسانان کوي

۳. هو مي کے  بهابها: هایبرډيټي، مزاحمت او د شناخت جګړه

هومي بهابها د پسااستعماري فکر یو ډېر اهم نوم، هغه وایي:

“Hybridity is the sign of the productivity of colonial power… but also the site of resistance.”

(The Location of Culture, p. 112)

د ایران اسلامي انقلاب، او د هغې له برکته رامنځته شوي فکري شناخت، د بهابها له تیورۍ سره سم یو هایبرډ مزاحمت دے  چې نه خالص شرقي دی، نه غربي؛ بلکې د استعمار له خاورې نه یو نوی فکري موجودیت دے، چې هم مذهبي دے او هم سیاسي. ایران، د بهابها له تعبیر سره سم، د مزاحمت یو “ثالث فضا” جوړ کړي چرته چې مغربي سلطې ته د فکري او نظریاتي متبادل حیثیت لري.

4- پاول ګیلروي: ضد-استعماري مبارزه یو نړیوال وجدان غواړي

پاول ګیلروي  په The Black Atlantic (1993) کښې دا استدلال کوي چې د افریقایي غلامانو تجربې د یو “transnational identity” برخه ده:

“The Black Atlantic culture is marked by its hybridity and its refusal of any simple dichotomy between black and white, colonizer and colonized.”

(Gilroy, p. 2)

د ایران موقف د همدې فکري تسلسل برخه ده. ایران فلسطین، شام، عراق، او یمن ته یوازې د مذهبي عینکو له مخې نه ګوري، بلکې دا یې د یو نړیوال، استعمار ضد مزاحمت برخه ګڼي. د غزه محاصره، د عراق قبضه د یمن کړکېچ – دا ټول د استعماري نظام برخې دي، او ایران د همدې نظام خلاف یو پراخ فکر او موقف وړاندې کوي

۵. اسلامي ضد-استعماري نظریات: افغاني، اقبال، مودودي نظرونه

سید جمال الدین افغاني په العروة الوثقى کښې لیکي:

“هو الاستعمار الذي یفسد العقل والدین، ویستلب الحریة، ویذل الأمة، ویجعلها تحت سیطرة القوی الأجنبية.”

افغاني استعمار یوازې نظامي زور نه ګڼي، بلکې دا د فکري تباهۍ، ذهني غلامۍ، او د دین تحریف لړۍ ګڼي. د ایران د انقلابي فکر بنیاد هم د همدغسې یو اسلامي ضد استعماري مزاحمت نه راپورته شوے دے.

علامه اقبال په خطباتو کښې وائي:

“یورپ د عقل خدايي کړې ده، او زمونږ زړونه ترې ویرېږي… خو د ایمان زور تر عقل هم لوړ دی.”

(خطبات، خطبہ سوم)

ایران، د اقبال په څېر، د ایمان او مزاحمت د یووالي تمثیل کوي. د اټومي طاقت په خلاف د ایران موقف، د مزاحمت عزم، او د فلسطین لپاره موقف د اسلامي مزاحمت یوه ژوره فلسفه ده.

مولانا مودودي په الجهاد فی الاسلام نومې کتاب کښې لیکي:

استعمار د الله د بندګانو نه د بندګۍ حق اخلي، او دا شرک دے”

د ایران مزاحمت ته که د مودودي له تعبیر سره وکتلے شي، نو دا نه یوازې سیاسي ضرورت دے، بلکې دیني فریضه هم ده.

 د مزاحمت، تمدن او شناخت جګړه

د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه باید د پسااستعماري ژور نظر له مخې مطالعه شي. دا شخړه، د وسله والو تضادونو نه زیات، د فکري استعمار، شناختي نفي، او تمدني عزت تر منځ یوه جګړه ده. ایران، که هرڅومره تنقید پرې کېږي، خو د دې تمدني مزاحمت نماینده حیثیت لري – داسې حیثیت چې یرغمل شوې نړۍ ته دا پیغام ورکوي:

استعمار پای ته نه دی رسېدلی، فقط شکل ئي بدل کړے دے.

 حوالې:

1. Edward Said, Orientalism, Vintage Books, 1978

2. Frantz Fanon, The Wretched of the Earth, Grove Press, 1961

3. Homi K. Bhabha, The Location of Culture, Routledge, 1994

4. Paul Gilroy, The Black Atlantic: Modernity and Double Consciousness, Harvard Univ. Press, 1993

5. سید جمال الدين افغاني، العروة الوثقى, 1884

6. علامه محمد اقبال، خطباتِ اقبال، شیخ غلام علی، 1930

7. مولانا سید ابو الاعلی مودودي، الجهاد فی الاسلام، ترجمان القرآن، 1927

error: Content is protected !!