رپورټ : اسلام ګل افريدی
عبدالغني له تېرو پنځه ویشت ورځو راهيسې د پاک ـ افغان سرحد په تورخم کښې د خپلې موټر د افغانستان څخه د بېرته راتګ لپاره انتظار کوی، خو د دومره اوږد انتظار باوجود هم نه ده معلومه چې موټر ته به کله پاکستان ته د راتګ اجازه ورکړل شي. د هغه په موټر کښې له پېښوره جلال آباد ته د افغان کډوالو درې کورنۍ تللي وې. هغه وويل چې نن پوره پنځه ويشتمه ورځ ده چې موټر سرحد نه اخوا په افغانستان کښې ولاړ دی او تراوسه نه دی راغلی. د هغه په وينا، هره ورځ دوه زره روپۍ ډرايور ته ورکوي او دلته په هوټل کښې د خوړو او استوګنې مصرف هم کېږي.
| د سرحد اخوا درې زره نه زيات او د پاکستان په خاوره کښې شاوخوا شپږ سوه موټرې خپلې وارې ته ولاړې دي |
شپږ مياشتې کېږي چې د تورخم سرحد په دواړو غاړو کښې د مال وړونکو او خالي موټرو تګ راتګ سخت اغېزمن شوی دی. حاجي عظیم الله د ټرانسپورټ د اتحادیې مشر دی. د ده په وينا د پخوا په نسبت اوس کار ډېر شوی دی او دوی هڅه کوي چې د ډرايورانو ستونزې حل کړي. نوموړي وويل چې د سرحد اخوا درې زره نه زيات او د پاکستان په خاوره کښې شاوخوا شپږ سوه موټرې خپلې وارې ته ولاړې دي. هغه وائس پی کے ته وويل چې د سرحد اخوا د لنډي خېبر په سيمه کښې د موټرو اته کيلومتره اوږده قطارونه ولاړ دي. د هغه په وينا، د سکرو او سوپ سټون راوړونکو موټرو ته هېڅوک پام نه کوي او لږ تر لږه پنځه دېرش ورځې پرې تېرېږي تر څو راشي. هغه زياته کړه چې په سرحد کښې هره ورځ درې سوه موټرې تګ راتګ کوي، خو زمونږ غوښتنه دا ده چې دا شمېر شپږ سوه ته لوړ شي. نوموړي وويل که ستونزې همداسې پاتې شي نو د موټرو مالکانو او سوداګرو ستونزې به لا زياتې شي او دوه مياشتې کښې به يو ټرپ يوازې د ډرايور لګښت پوره کوی

اوس مهال په افغانستان کښې د سبزۍ او مېوو موسم دی. سوداګر او د موټرو مالکان وايي چې په سرحد په اوږدانتظار سره مالونه خرابېږي. سوداګر او د پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو وړونکو موټرو کرايې ډېرې شوې دي، خو د موټرو مالکان دا د سرحدي ستونزو زياتوالي ته اړوي.
کامران يو افغان ټرک ډرايور دی چې د اوږد انتظار وروسته پاکستان ته داخل شوی دی. هغه وويل چې ستونزې د سرحد په دواړو غاړو ډېرې دي، او د سبزۍ او مېوو موټر شپږ ورځو کښې کليئر کېږي چې له امله يې ټول مال خرابېږي. هغه له پاکستان او طالبانو چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په سهولتونو کښې زياتوالی راولي.
| د افغانستان نه د سبزي او مېوو د موټرو د زياتوالي او له پاکستان نه د مال وړونکو موټرو سره د افغان کډوالو د ستنېدو له امله د موټرو کلېئرنس کښې وخت اخلي |
د تورخم په سرحد کښې د مال وړونکو موټرو د ستونزو له امله په پاکستان کښې د ټماټر، بادرنګ، انګورو او انارو بيعې لوړې شوی دي.



