د افغان هنرمندانو د جبري ایستلو اندېښنه؛ په پېښور های کورټ کښې دوېم رِټ داخل شو

د پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو روان بهیر په ځانګړي ډول هغه افغان هنرمندان متاثره کړي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د سیاسي پناه یا درېیم هېواد ته د تلو په غرض پاکستان ته راغلي وو.  پاکستان کښې د قانوني پاتې کېدو او جبري ایستلو پر وړاندې د پېښور های کورټ د حکم له مخې وفاقي حکومت ته د افغان هنرمندانو سل کسیزه لېسټ واستول شو چې په هغه کښې د دوی د پاتې کېدو او خونديتوب د تضمین سپارښتنه شوې وه. دا ټول حقوقي بهیر د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو د ټولنې “هنري ټولنه” له لوري پرمخ وړل شوی و، خو د ټولنې په وینا په دې لېسټ کښې د ګڼو هغو هنرمندانو نومونه شامل نه دي چې دا وخت په پاکستان کښې له سختو ستونزو سره ژوند کوي. د پاتې نورو افغان هنرمندانو د شاملولو لپاره سينئر وکیل جابر خان له لوري دوېم رِټ عدالت ته وړاندې شوی دی،  په کښې غوښتنه شوې ده چې د مخکني حکم له مخې دې پاتې هنرمندان هم په رسمي لېسټ کښې شامل شي. د جابر خان په وینا د فنونو له خلکو سره په افغانستان کښې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نه یوازې د کار اجازه بنده شوه، بلکې هغوی د مرګ او وهلو ډار هم ګواښل. له همدې امله دوی مجبور شول چې پاکستان ته د پناه لپاره راشي، خو اوس د مهاجرینو د ایستلو په اعلان سره دوی دې اندېښنې ته مخامخ دي چې هسې نه پولیس یې ونیسي او جبراً افغانستان ته ې ولېږي. په رِټ کې غوښتنه شوې چې پاتې هنرمندان دې هم په لېست کې شامل شي

د افغانستان مشهور هارمونیم‌نواز استاد رضوان منور د نورو هنرمندانو سره یو ځای پېښور های کورټ ته راغلی و. هغه وویل چې له لومړۍ ورځې راهیسې په پاکستان کښې له ستونزو سره مخ دي، او د افغان مهاجرینو د ایستلو اعلان یې مشکلات زيات  کړي دي. هغه وویل چې په لومړني لېسټ کښې له سل څخه زیات هنرمندان شامل وو چې ورسره د هغوی ستونزې لږې شوې، خو لا هم ګڼ شمېر هنرمندان پکې نه وو، چې ځینې یې پولیسو نیولي او جبراً افغانستان ته لېږلي دي. د هنري ټولنې په مرسته اوس نوی رِټ داخل شوی چې پاتې نومونه هم پکې شامل شي.

ګل اکبر راهي، چې د هنري ټولنې مهم غړی دی، وویل چې د رِټ مقصد دا دے چې په خیبر پښتونخوا کښې مېشت افغان هنرمندان له موجوده ستونزو خلاص شي. د هغه په وینا دا هنرمندان د پولیسو له ډاره محفلونو ته هم نه شي تلی، چې له امله یې د هغوی اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي. دوی وایي چې د هنرمندانو نیول یو عادي کار ګرځېدلی او د ټولنې غړي د شپې ناوخته د پولیسو اډو ته منډې وهي تر څو نیول شوي هنرمندان خلاص کړي. د هغه په وینا د طالبانو له ویرې پاکستان ته راغلي هنرمندان د هنري ټولنه، د کلتور او سیاحت محکمې او UNHCR سره راجسټر دي، نو تصدیق یې واضح او شفاف دی.

د وکیل جابر خان له لوري عدالت ته ورکړل شوی لېسټ کښې ۳۹۴ نومونه شامل دي چې په پخواني لېسټ کښې یې د شاملېدو غوښتنه شوې ده. په دې کې ۱۸۶ ښځې او نجونې هنرمندان شامل دي. رضوان منور وویل چې د ښځینه هنرمندانو ستونزې د نارینه‌وو په پرتله څو چنده زیاتې دي، ځکه خلک یې کار ته نه رابلي او کال کښې یو نیم محفل د هغوی د کور لګښت نه شي پوره کولی.

جابر خان ایډوکیټ وویل چې قانوني دریځ یې روښانه دی، ځکه عدالت مخکې حکم کړی او دوی یوازې د پاتې هنرمندانو نومونه ورزیاتول غواړي. د قانون او نړیوالو تړونونو له مخې که یو څوک په خپل هېواد کښې د وژنې یا ځورونې له خطر سره مخ وي، نو بل هېواد ته د پناه حق لري.

پنځوس کلن هنرمند باچا خان چې د لغمان ولایت اوسېدونکی دی، وویل چې د پولیسو له لوري د مهاجرینو په نیولو کښې ګڼ هنرمندان جبراً افغانستان ته لېږل شوي، هلته تشدد پرې شوی او ژوند یې په خطر کښې دی. هغه وویل چې د فنونو خلکو ته بېرته افغانستان ته ستنېدل ناشوني دي، نو له پاکستانه غوښتنه کوي چې تر درېیم هېواد ته د لېږلو پورې دې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

رضوان منور وویل چې دوی UNHCR سره د درېیم هېواد لپاره نوم‌لیکنه کړې، خو اوږد وخت تېر شوی او هېڅ پرمختګ نه ليدل کېږي. دوه میاشتې مخکې UNHCR یوازې دا پوښتنه کړې وه تصديق ې کولو چې تاسو لا اوس هم پاکستان کښې موجود يي که نه.

پاکستان پرېکړه کړې چې ټول افغان مهاجرین ـ حتی هغه چې د پاتې کېدو اسناد لري ـ خپل هېواد ته واستوي. سخکال د جنورۍ په ۱۱ نېټه پېښور های کورټ له سل څخه د زیاتو افغان موسیقارانو جبري ایستل بند کړل او وفاقي حکومت ته یې د دوو میاشتو دننه د هغوی د کېسونو د حل حکم ورکړے ؤ. تر هغې مودې پورې امنیتي ادارو ته وویل شول چې هیچا ته ځورونه او نیونه ونه کړي. عدالت حکم وکړو چې که د دوو میاشتو په دننه کښې پرېکړه ونه شي، نو وزارت داخلې دې هغوی ته د لنډ وخت لپاره د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

په تېرو اوو میاشتو کښې له شپږ نیم لکه څخه ډېر افغان مهاجرین بېرته افغانستان ته لېږل شوي. د UNHCR په وینا حکومت د POR کارډ لرونکو ته د بېرته تګ خبرداری ورکړی، او یوازې په سپتمبر او اکتوبر کښې درې لکه څلور دېرش زره کسان بېرته تللي چې ډېری یې د POR کارډ لرونکي وو. UNHCR یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کښې د بشري حقونو خراب وضعیت د افغانانو د جبري ایستلو خطرناک پایلې لرلی شي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.

پاکستان او افغانستان تر ۱۲ اکتوبر راهیسې پنځه سرحدي لارې تړلې دي چې تجارت او تګ راتګ پکې بند دی، خو له لومړي نومبر څخه بېرته ستنېدونکو ته اجازه ورکړل شوې. د دواړو هېوادونو خرابو اړیکو په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!