ليک: ډاکټر انور داوړ
| شمالي وزيرستان غرونه د قيمتي معدنیاتو څخه ډک دی لکه اوسپنه، کرومايټ، ګرينايټ، سافټ، سټون، تېل، ګېس او سره زر پکښې شتون لری |
شمالي وزيرستان د پښتونخوا یوه تاریخي ولسوالۍ ده چې د کال 2018 پورې اېجنسي وه چې د تور قانون اېف سي آر لاندې وه. دغه ولسوالۍ بیا په 2018 کې د خېبر پښتونخوا ولايت برخه وګرځېده.
شمالي وزيرستان د بنو له ولسوالۍ څخه لوېديځ ته په څلوېښت کيلومترۍ کې پروت دی، شمالي وزیرستان د داوړ حیدر خېلو او اېپي زرخیز کلیو څخه پیل کېږي، چې یوې خوا ته د توچۍ سیند او بلې خوا ته شنه دره یا شنه لګډ شتون لري. حیدر خېل د شمالي وزیرستان د ولسوالۍ دروازه بلل کېږي او د دروازه د “باب اسلام” په نوم هم یادېږي، چې خجوري هم ورته وايي. په شمالي وزیرستان کې دوې لويې قبيلې اوسېږي داوړ او وزير ، او درې نور وړې قبيلې په کې هم شتون لري ، چې ګوربز ، سېدګي او خرڅين په نوم یادېږي.
د دوه زره اوولس 2017 د سرشمېرنې تر مخه د شمالي وزيرستان ولسوالۍ ابادي پینځه لکه څلوېښت زره پينځه سوه شپږ څلوېښت حساب شوې ده.


