ليک : اعزاز علی خان ګوهر بيجنګ چاينا
| په ۲۰۲۵ کال کښې يو ځل بيا د نړيوال جرنلزم پی ایچ ډی دپاره د چين رينمين پوهنتون له غوره شوم |
کله چې د پلار سيوری له انسانه لرې شي، نو د ژوند په قاموس کښې يو نوی ټکی ور اضافه کېږي، او هغه ټکی دی “يتيم”. که څه هم د لغت له مخې دا کلمه يوازې د نابالغ لپاره کارول کېږي، خو حقيقت دا دی چې انسان د هر عمر په پړاو کښې د مور او پلار د جدايۍ له غمه ځان نه شي خلاصولې. ايا دا ممکنه ده چې د ځوانۍ په لومړيو ورځو کښې، چې ګامونه لا د ژوند له پورته ـ ښکته نه وي خبر، د پلار له تلو زړه زخمی نه شي؟ ايا يوازې د بالغ کېدو وروسته انسان له دې غم څخه خوندي پاتې کېږي؟ هېڅکله نه! د مور او پلار سيوری چې لرې شي، انسان که د عمر په هر پړاو کښې وي، د زړه يو کونج تلپاتې خالي پاتې کېږي.
په ۲۰۰۴ کال کښې د پلار له وفات وروسته، ما ته د عملي ژوند په ډګر کښې د خپلې پېژندنې لپاره بې شمېره ستونزې مخې ته راغلې. داسې ستونزې چې که يې بيان پيل کړم، الفاظ به راسره کم شي. په دې دوران کښې زما مور صاحبې د خپلو سترو قربانيو له برکته زموږ روزنه وکړه. هغې خپل وخت او وسايل تر وروستۍ شيبې پورې مونږ ته وقف کړل. هغه د غر په څېر کلکه ودرېده، خو بالاخره په ۲۰۲۱ کال کې کورونا د هغې هم ژوند له لاسه ورکړو.
| ماته د دپاکستان له حکومته د بيجنګ د کميونيکېشن پوهنتون په نړيوال جرنلزم کښې د ايم فل د زدهکړو موقعه په برخه شوه |
د مور تر تلو مخکې به ما فقط پلار يادولو، خو کله چې دواړه لاړل، راته د لومړي ځل لپاره د “يتيمۍ” حقيقي احساس پيدا شو. هغه احساس چې اوس په ژوند کښې هغه دوه څېرې چې تر ټولو ډېر باور پرې کېده، د تل لپاره رخصت شوې.
خو د مور او پلار دعاګانې هېڅکله ضايع نه ځي. د مور تر تلو وروسته، ما ته د پاکستان له حکومته د بيجنګ د کمېونيکېشن پوهنتون په نړيوال ژورنالېزم کښې د ايم.فل د زده کړو موقع په برخه شوه. دا شېبه زما لپاره د دې خبرې ژوندۍ ګواهي وه چې د مور او پلار له خولې راوتلې دعا تر عرش پورې رسېږي او يقيناً قبليږي. د سند تر بشپړېدو وروسته چې د مور او پلار پر مزار ورغلم، سندونه مې په لاس کښې نيولي وو، سترګې مې له اوښکو ډکې وې، د هغوی په قدمونو مې بوسه ورکړه، نو په شدت مې احساس وکړو چې دوی په دې دنيا کښې نشته، خو د هغوی خبرې او دعارښتيا ثابتېږي.

| ٫٫ځينی خوبونه داسې وی چې انسان ې هر وخت د ليدو ارمان لری؛؛ |

