ليک : سرير يوسفزے
ســړے چې مــړ شی کــور پرې وران شی
په بعضې بعضو باندې وران شی وطنــونه
اتــوېشتمه جنــورۍ دوه زره یــوېشتم دَ پښــتو ژبې دَ لوئے ادیب، شاعــر، نقــاد، متــرجم، لغــت نـوېس، مــاهــر لسانیات منفــرد تکل نګار، خــاکه نګار محتــرم مشــتاق مجــروح یوسفزی دَ وفات نېټه ده

مشــتاق مجروح یوسفزے دَ مــردان ضلعې په مایارو کلی کښې په څلورم اپریل نورلس سوه څلور پنځوسم کښې دَ مایارو په یوه معززه کورنۍ صدیق خیلو کښې پېدا شوے ؤـ..ابــتدائی تعلیم ئې خپل کلی کښې او نورې ذدکړې ئې مردان کښې تر سره کړې
ګرېجـوېشن او مــاسټر ئې دَ پېښور یونیورسټۍ نه ترسره کړو دَ هــغوی دَ وینا مطابق مجــروح صاحب دَ شاعرۍ آغــاز دَ نورلس سوه درې اویایم نه کړے وۀ
دَ هغــوی وړومبے نثـری کتاب
“یارانه په شلتالو “ؤچې په ۱۹۸۰ کښې چاپ شوے ؤـ..او په وړومبی کتاب هغوی دَ رائټر ګلډ انعام هــم اغستې ؤ”
هغــوی تر څه وخته پورې په مختلفــو سرکاری نوکرو کښې پاتې شو ے ووـ..
چې کله مرحـوم قــلندر مومند صاحب دَ پښتـو ډکشنـرۍ براجیکټ شــروع کــړو نو دغه وخت مشتاق مجــروح صاحب هــم ورسره په دغه عظیم کار کښې خپله برخــه کار وکړو.
اؤ بیا دغــه شان دَ ســاهــو لیکونکیـو مرکې ســر ګرم رکن شو..قلــندر صاحب دَ هغــوی دَ علمی بصیرت او تبحـربېعلمی دَ وجې خپل جانشین مقــر کړو
مرحــوم مشتاق مجروح دَ عــمومی سیکتــر په حیث خپل دغه فرائض په اِحسنه طریقه تــر مــرګه پورې ســر ته وۀ ورسول.
دَ نوے کُل دَ تربیت او ادبی روزنې دپاره د خپلـو قلیلو وسائلو باوجـود به په باقاعدګۍ سره دَ ســاهـو لیکونکیو مرکې اجلاسونو له
تلو، دې نه علاوه هغــوی په وحــدت اخبار کښې هــم څۀ مــوده کالمــونه لیکلی دی
دَ هغــوی دَ نثــر دویمه مجمــوعه “تکل دسته”ده
………………………………..
باباجــان… د لفظونو امانتګر
غالبا” دا دوه زره شلــم اخری ورځې وې تاریخ راته یــاد نه دے خـــو یــؤ سحـــر چې دَ خــوبه راپاسېدم نـــو دَ شپې لېدلے خوب راته رایاد شـــو… خوب داسې ؤـ چې زـ یــؤ ســړی ســره په کمره کښې ناست یم اوخبــرې کوم…خـــو دَ کمرې چهت نېشته…بس صرف دیــوالونه دی…..اکثــر خــوبونه دَ بنــده نه سحـــر هېر وی خـــو دا خـــوب داسې ؤچې مــا ته یــاد هــم ؤاو زه ئې په یؤ نامعلـــومه ویــره اؤ کــرب کښې هـــم ګرفتار کړے وم…دَ خـــوب دَ تعبیـــر ضرورت مې ډیــر محســوس کړو….په داسې موقعــو زه اکثــر ځلان صاحب ته رجــوع کوم..دَ هغوی دَ تعبیــر رویا باره کښې راته باباجان وئیلےؤ.ځــکه زه پــه هغــوی مطمئن وم… خوب مې هغوی ته په فون ووې ځلان صاحب زمــا خــوب واورېدو او رانه ئې استفسار وکړو

مشــتاق صاحب څنګه دے ؟
مــا جواب ورکړو..ښــه دے
دغــه وخت باباجــان پرلت وهلے ؤ ناست ؤ
ورغلـــم وې مې ځلان صاحب ســره خبــرې وکړئ.هغــه زمــا نه موبائل واخست ..خپلـــو کښې دواړو خبــرې اترې ؤ کړې…باباجان ماته مـوبائل واپس کړو
میاشت نیمه پس دَ هاغه خوب تعبیــر واضحــه شـــو…دَ کرونــا عالمی وبا ټوله دُنیا خپله ولقه کښې ؤنیــوله…په لکــونو خلق دَ دغې مصیبت ښکار شو
دغې وبـــا زمـــونږ نه هـم زمــونږ دَ کـــور هغــه چهت، هغه سائبان واخست چې کمې ئې چرې هــم نشی پوره کېدې
دَ ذهن په پــرده مې هغــه ټول زاړه یــادونه او واقعــات لکه دَ فلــم دَ پردې په مخــه تېر شــو….زه پـــه پرائمرۍ کښې وم..چې باباجــان دَ دُشمنۍ دَ لاســه کله په اما او کله په کما ؤ.دَ کلی حالات ټول کړکیچن وو…هــر خــوا دَ دُشمنــو وریځې خــورې وې…
پرائمرۍ نه پس چې زه مایار هائی سکول کښې داخل شـوم..دغــه ورځـــو کښې بــابا دَ جیــل نه راغلے وو.ورپسې څــه وخت پس روغــه ؤ شــوه او دُشمنی ختمــه شــوه..بابا جان دَ روزګار دَ حصــول دپــاره بیا دَ پېښــور مخــه ؤ نېوه..دا ځل په تاج کتب خانه کښې دَ مشهــور عالم ډاکټــر محمد دین ســره ملازم شـــو..پېښــور کښې دېره شـــو. هفــته پس به اتــوار له کلی ته راتلـــو…پـــه کلی کښې اوس دَ مخکښې غُنــدې ملګــری نه لـــرل…بس لیک لُست یـــا دَ هغــوی خــوښ عمل خــوب ؤ
پـــه خوب هغـــوی هېڅ کمپرومائز نه کــولــو…دَ خــوب پوره کــولــو دپــاره دَ خــوب ګولۍ دَ هغـــوی عادت ګرځېدلے ؤ .یــؤه ورځ ئې راته ووې
چې که زه خبــر شـوم چې مرګ به ماله لس بجې راځی..نو زه به بیا هــم دَ پینځهـ منټه کم لســـو پورې په کښې خپــل خوب پوره کـــړم
باباجــان په ظــاهــر او باطن دواړو باندې حسین وجمیل ؤـ
نفاست، وجاهت او علمیت ئې دَ شخصیت خاصه وه. صاف او سیدها ساده ؤ
ښــکلے لباس به ئې همیشه اغـــوستـــو …په ژمی کښې به ئې دَ واسکټـــو اؤ بلاوزونــو لویه ذخیــره ســاتله. دَ پیســـو لګــولو باره کښې دَ هغــوی قــول دا ؤ چې خلق وائی چې پیسه دَ لاس خېرې دے …دا لا څنګه خېرې دے زمــا خــو پرې هــډو لاس خیرن نه شو …. ډیــره زمانه ئې دَ لېدر بلاوزونه هــم استعمــال کړی وو..دَ هغــوی دَ جمــال ســره به هــر رنګ کپړو مــزه کــوله…که په اوړی کښې ئې سپینې دیروچۍ ټوپۍ په سر کوله نـــو ژمی کښې به ئې سپینه یــا خــړه چتــرالۍ ټوپۍ پســروله.
خــوراک کښې دَ بــابــاجان هــر هغه څیز خوښ ؤکــوم چې به دَ هغـــوی په خــوښه پوخ شوے.ؤ..اکثـــر به ئې غـــوښه په خپله خوښــه پخــوله..وئیل به ئې ” هــر څیــز چــل غــواړی”
دَ خــرچ په معــامله کښې دویم خاتــم طائی ؤ..چې په بازار کښې به ئې څــه نوے څیــز ولېدو…سمدستی به ئې اخســتو…هغــه به که د خوراک ؤاو که د نــور استعمال زمــونــږ کــور کښې دَ هغــوی دَ لاس چاقــوان، چاړې او بلهــا نور څېزونه اوس هــم شتــه
څه مــوده مخکښې چې ســولــر څیزونو لا رواج نه وو موندلې ..بابا جان یؤ ســولــر انغرې دَ پېښــور نه ځان ســره راوړو..بس بیا څه وو..دَ نمــر په رنــا به مــو په کښې څیزونه پخــول
دَ عطــرو اؤ پرفیــومونو ئې هــم ډیــر شــوق لــرلــو…دَ لباس نه به ئې مختلف قسمه خوشبویانې محسوسېدې.. ځان ســره به ئې دَ مختلفــو خوشبویانو پوره ذخیــره ســاتله..
ژمې چې به شــروع شــو نــو دَ غنمــو په روټۍ به ئې دَ جــوارو روټۍ له ترجیح ورکوله
وئیل به ئې چې ژمی کښې که څوک درې وخته دَ جــوارو روټۍ راکوی نــو هــم به ئې خــورم
دَ پالک ساګ ؤ او که دَ شــړشمـو دواړه به ئې ډیــر خوښ وو
اکثـــر به کور ټی وی ته یــو ځائې ناست وو..په ټی وی خبــرونو یــا ډرامه کښې به داسې څــه نوے لفظ یا ټکے دَ هغــوی مخې ته راغے
زر به ئې زمــونږ نه تپوس ؤ کــړو….دَ دې لــفظ څه معــنــا ده؟
مــونږ ســره به جواب نه وو…نو وئیل به ئې عجیبه خلق ئې دا ټکے ستاســـو مخې ته راغے په معــنا ئې نه پوهېږې او تپـــوس هـــم نه کوئ….
یــوه ورځ مې خبرو دوران کښې دَ خُلې نه وختــل” غټ اختــر” وئیل غټ اختـــر نه لــوئے اختــر…دَ غټ متضاد “نرے “دے
یــؤ ته وړوکے اختــر وائی بل ته لــوئے اختـــر…مــا عــرض وکړو دا خــو ټول خلق وائی وئیل خلق به غلط وائی نـــو تاســو به هــم غلط وایئ
بــیا ئې ووې د خلقــو نه خــو به تاســــو دَ” لړې ” په ځائې “لــوړه “هـــم اورئ
“لـــړه”دَ fog دَ پاره استعمــالېږی او ” لــوړه”دَ ژورې متضاد ټکے دے
دَ لفــظــونو مــونډ معلــومــول دَ بابا جــان خاص خوبی اؤ کمال ؤ. که چـــرته څه نوې ټکې یــا خبــره به دَ هغــوی علــم کښې راغــله نــو هغــه به ئې زر تر زره نـــورو خلقــو ســره شریکوله..څه مـــوده زمــا دا عادت جوړ شوے ؤ چې رېډیـــو به مې اورېدو
یو ځل کور ناست وم رېډیو مې اورېدو په رېډیـــو یــوه پخــوانۍ سندره غــږېده ….چې مصــــرعه څــه داسې وه………اُوبه دې وړېنه پـــاسه لالیه مــازیګــر دے…..اوبه دې وړېنه ..
دَ اورېدو ســره مې زر ووې چې دا لالے بــه دَ دریاب په غــاړه ملاست ؤ چې دا ورته وائی….چې پــاسه لالیه….


