په جارجیا کښې سیاسي کړکېچ لا پسې ژور شوی، چیرته چې حکومت د اپوزیشن په اته مهمو کسانو، چې پکښې د پخواني ولسمشر میخائل ساکاشویلي نوم هم شامل دی، د حکومت پر ضد د کودتا، تخریب او له بهرنیو ځواکونو سره د مرستې په څېر سخت تورونه لګولي شوی دي.
دغه قضیې په داسې وخت کښې راپورته شوې چې تېر کال د لانجمنو پارلماني ټاکنو وروسته لا هم سیاسي تاوتریخوالی روان دی. اپوزیشن دعوه کوي چې په انتخاباتو کې د واکمنې ګوند “جارجین ډریم” په ګټه کښې درغلي شوې، خو حکومت دا تورونه ردوي.
د څارنوالۍ عمومي مشر، ګيورګي ګواراکیدزې، له مخې تورن سیاستوال په دې تورن دي چې هغوی د “بهرنیو هېوادونو د دښمنانه فعالیتونو ملاتړ” کړی او د هېواد د امنیت او اساسي قانون خلاف کارونو کښې ښکېل پاتې شوي دي. د دغو تورونو سزا تر ۱۵ کلونو بند پورې رسېږي.
څارنوال زیاتوي چې ځینو مشرانو د انرژۍ او دفاع په اړه حساس معلومات لویدیځو هېوادونو ته لېږلي، چې په نتیجه کښې یې د جارجیا پر چارواکو بندیزونه لګېدلي دي.
پخوانی ولسمشر میخائل ساکاشویلي، چې دا مهال د فساد په تور ۱۲.۵ کلن قېد تېروي، الزام پرې دا دی چې خپل ملاتړي یې د خفيه ايجنسو له لارې د حکومت پر ضد لاریونونو او احتجاج ته هڅولي دي.
د اپوزیشن مشرانو دغه تورونه سیاسي بدل اخستنه بللې ده.
نیکا ګوارامیا دا “دیموکراسۍ پر ضد د جګړې اعلان” وباله او ویې ویل: “دغه تورونه یوازې سیاسي ډرامه ده.”
همدارنګه زوراب جاپاریدزې الزام ولګوو چې حکومت “د آمریت وروستۍ کرښې نه اوریدلی دی.”
د “ډروآ” ګوند مشره ایلینې خوشټاریا وویل: “مونږ په دباو نه ویريږو ؛ هېڅوک نه شي کولې زمونږ د اروپايي راتلونکي د دفاع مخه ونیسي.”
اروپايي ټولنې د جارجیا د ډیموکراتیکو ادارو پر کمزورۍ او د اپوزیشن پر وړاندې د حکومت پر اقداماتو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د یادونې وړ ده چې “جارجین ډریم” ګوند له ۲۰۱۲ کال راهیسې په واک کښې دی. په پیل کښې دغه ګوند ځان د اروپاپلوي او ازاد دریځ لرونکی معرفي کوو، خو په وروستیو کلونو کښې نیوکو کوونکو ویلي چې ګوند ورځ تر بلې روسیې ته نږدې کېږي، چې له امله یې جارجیا د اروپايي اتحادیې غړیتوب ته د رسېدو چانسونه کمزوري شوي دي.
حکومت وايي چې دوی د هېواد واک ساتي او د بهرنیو لاسوهنو پر ضد اقدام کوي، په ځانګړي ډول د روسیې د اوکراین پر جګړه وروسته رامنځته شوې نازکه سیمهئيز حالات په پام کښې نیسي.