تیراه یې پرېنښوده، خو د لاشونو په صورت کښې واپس راستانه شول

د جنورۍ په اوومه سهار، ۳۵ کلن محمد شاه د کور ټول سامان په یوه کوچني ټرک کښې بار کړل او له خپل ورور انس خان، او خپلو دوو زامنو ۱۵ کلن قاري عنایت الله او ۱۴ کلن اسرافیل سره یې سفر پيل کړو د کور ښځې او ماشومان یې د  سفر لپاره په یوه وړوکی موټر کښې د راوستلو نیت لرلو  او هیله یې دا وه چې بېرته به راستانه شي؛ خو محمد شاه او د هغه دواړه زامن عنایت او اسرافیل خپل سفر نیمګړی پرېښود، خو د ژوند سفر یې مکمل کړو او د خپل پلرني کلي پر لور بېرته راستانه شول—خو د جنازو په صورت کښې.

محمد شاه د تیراه درې د پیرمیله سیمې اوسېدونکی و. د سیمې د نورو خلکو په څېر، ده هم د کډوالۍ په لړ کښې د کور سامان سره او وروسته د کورنۍ د خلکو سره د علاقې پريښودو پرېکړه کړې وه. خو دا هر څه هغه وخت نیمګړي پاتې شول، چې د جنورۍ په اوومه سهار له کوره روان شو او شاوخوا لس بجې د تیرا باړې په مرکزي سړک، د نري بابا په سیمه کښې، د یوې تیز رفتار موټر د بریک فیل کېدو له امله موټر د خاورې له لوی ډيری سره ټکر شو. په پېښه کښې محمد شاه او د هغه دوه زامن شهیدان/مړه شول، او کشر ورور انس خان سخت زخمی شو.

د محمد شاه تره زوی لعل شاه وایي، د شپې لس بجې یې انس ته زنګ وواهه څو د سفر احوال واخلي. کله چې انس تلیفون پورته کړو، لعل شاه واورېدل چې انس کلمه وایي، بیا ناڅاپه د یوې زورورې چیغې/غږ سره زنګ پرې شو. دې حالت هغوی ته د یوې سترې پېښې  نښه ورکړه، نو هغوی سمدستي له کوره ووتل او د پېښې ځای ته روان شول.

هغه وایي:

“مونږ د شپې شاوخوا دوه بجې هلته ورسېدو. موټر چې د کور سامان پکې بار و، د سړک په غاړه د خاورې له لوی ډيری سره ټکر کړی و. د محمد شاه او د هغه د دوو زامنو عنایت الله او اسرافیل مړي د پاینده چینې چیک پوسټ ته انتقال کړل شول، او انس خان چې سخت زخمی و، ځواکونو د علاج لپاره حیات میډیکل کمپلکس ته ولېږل شو . د امنیتي ادارو لخوا د درېیو جنازو د انتقال لپاره دوه امبولانسونه او د موټر کرایه هم ورکړل شوه.”

د سهار په وخت، د درې واړو جنازې د پیرمیله سیمې په خپل پلرني هدیره کښې خاورو ته وسپارل شوې. محمد شاه له اوله  دا خبره کوله چې بیا به هېڅ صورت کښې کډوالي نه کوي. ښایي ده په خپله اراده عمل وکړو—او له خپلو دوو زامنو سره یې د تل لپاره په خپل پلرني کلي کښې پاتې کېدل عملي کړل، ځکه په هماغه پلرني قبرستان کښې یې خاورو ته وسپارل شول.

محمد شاه د کور یوازینی سرپرست و. له یوې خوا د سیمې د کډوالۍ بهیر کښې ګڼې ستونزې دي، او له بلې خوا د ښځو او ماشومانو له سر څخه د پلار سیوری پورته کېدل یوه ډېره دردونکې او سخته پېښه ده. د دې پېښې وروسته پاتې کورنۍ داسې ښکاري لکه په ژوندي حالت کښې هم مړې شوې وي، ځکه په کور کښې چوپتیا خپره ده، او لکه پخوا خلک په ګډه د ډوډۍ خوړلو دودونه هم ختم شوي دي.

کلونه کلونه بدامني، او د کډوالۍ دروند قیمت

له تېرو څو کلونو راهیسې په تیراه درې کې د ناامنۍ څپه روانه ده. د ځایي خلکو لخوا د دویم ځل کډوالۍ نه منل هم په داسې وخت کښې د یوه دروند قیمت په بدل کښې ومنل شول، چې په درې کښې سخته یخني ده، بې نظمه طریقې دي، او په لارو کښې خلک مجبور دي چې په موټرو کښې له ماشومانو، ښځو او بوډاګانو سره د رجسټرېشن لپاره اوږده انتظارونه وباسي.

د موسم سختوالي د تیراه برقمبرخېل، د بھوټان شریف سیمې ۴۰ کلن قیوم خان څلور میاشتنې لور “مروه” ژوند هم له لاسه ورکړو

د جنورۍ په اتمه ماسپښین، قیوم خان خپل کورني سامان په موټر کښې بار کړو او له خپلې کورنۍ سره یې سخت سفر پيل کړو. د “دو توئي” تر ځایه، چې هلته بې کوره کورنیو ته د رجسټرېشن ټوکن ورکول کېږي، له کور څخه یوازې پنځوس دقیقې لاره ده، خو هغوی دا لنډه فاصله په اته ساعتونو کښې په داسې حال کښې وواهه، چې د هغه لور سخته ناروغه شوې وه.

قیوم خان د حالت په لیدلو رجسټرېشن پرېښود او د باړې پر لور روان شو، او د شپې شاوخوا یو نیمه بجې د خپلوانو کور ته ورسېد.

هغه وایي:

“د سختې یخنۍ له امله د ماشومې حالت دومره خراب شو چې ساه یې بندېدله. مونږ ته هېڅ نه معلومېده چې څه وکړو، ځکه له یوې خوا د رجسټرېشن ستونزې ، او له بلې خوا د موټرو اوږد قطارونه. کله چې د هغې تکلیف را یاد کړم، خبرې مې بندې شي، ځکه هغه په داسې درد کښې وه چې تصور یې هم سخت دی. له کوره د وتلو پر مهال بلکل روغه وه، خو په لاره کې سختې یخنۍ ناروغه کړه.”

سبا سهار، مروه د دې هیلې سره حیات آباد میډیکل کمپلکس ته یووړل شوه چې ژوند یې بچ شي، خو ډاکټر له معاینې او څو ابتدایي ټېسټونو وروسته قیوم خان ته وویل چې ماشومه په نمونیا اخته شوې وه او ژوند یې بایللی دی. وروسته د ماشومې جنازه په سیمه ییز قبرستان کې خاورو ته وسپارل شوه.

قیوم خان وایي:

“په لاره کښې هېڅ طبي مرسته یا اسانتیا موجوده نه وه. یوازې زه نه، بلکې د درې ټول بې کوره خلک له تکلیف سره مخ وو. زما کورنۍ له یوې خوا خپل کاروبار او کور پرېښود، او له بلې خوا د ماشومې دا دردونکې پېښه داسې غم دی چې ما په ژوند کښې لومړی ځل ولید. د مروه د قبر پرته، زما سره د هغې د یاد لپاره بله هېڅ نښه نه ده پاتې.”

قیوم خان اوس په باړه کښې د شینکو په سیمه کې د خپلوانو په کور کښې، په یوه زړې خونې او برنډه کښې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره اوسیږي. په دې سخت یخ موسم کښې لوی ماشومان په برنډه او دی خپله له مېرمنې او کوچنیو ماشومانو سره په خونه کښې ویده کېږي. خونه دومره زړه ده چې د اوسېدو وړ نه ده، خو مجبوري ده او دوی یې زغمي.

موټر وسوځېد، بدن وسوځېد—خو مسؤلیتونه پاتې دي

۲۵ کلن ضابط خان، چې د تیراه درې اوسېدونکی دی، د خپل پک اپ موټر په بدل کښې د کرایې په نیت کورنۍ بلې سیمې ته انتقالوله. خو د کډوالۍ په دې سفر کښې نه یوازې د ده د ګټې یوازینۍ وسیله (موټر) له منځه لاړو، بلکې خپله  هم سخت وسوځېد.

هغه وایي، تېره ورځ تیراه ته روان و چې د “دو توئي” په ځای کې ناڅاپه په موټر کښې اور ولګېد.

هغه وایي:

“اور دومره شدید و چې له څوکۍ څخه وتل راته ممکن نه وو. ځایي خلکو ډېره مرسته وکړه او زه له مرګه بچ شوم، خو د کور د ګټې یوازینۍ وسیله مې له لاسه ورکړه او زما علاج هم ژر ممکن نه دی. زما لاسونه ډېر سخت سوځېدلي دي. څه موده مخکې زما د مشر ورور ګرده فیل شوه او کشر ورور ورته ګرده ورکړه. د مور و پلار او د دواړو وروڼو د کورنیو کفالت زما پر اوږو دی.”

ستونزې زیاتې شوې، خو د مرستې وعده شته

د کډوالۍ د روان بهیر پر مهال، له یوې خوا د رجسټرېشن په عمل کښې ستونزې، او له بلې خوا د خلکو د ګڼ شمېر لپاره د بنيادی اسانتیاوو نشتوالی، د بې کوره کورنیو مشکلات څو چنده زیات کړي دي. د سیمې د صوبایي اسمبلۍ غړي عبدالغني آفریدی وعده کړې چې د هغو کورنیو سره به مالي مرسته کېږي، چې د کډوالۍ په جریان کښې د پېښو ښکار شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!