تکل… بره

بره ټکے په پښتو ژبه کښې ډیر استعمالېږی..چې معنا ئې..پورته یا اوچت ده..او اپوټه ئې ښکته ده
بره ته په انګریزۍ کښېup وائې
په پاکستان کښې چې کوم خلق دَ صدر ایوب خان دَ وختو نه بره وو..نو اوس هم دَ هغوی اولاد هغه شان په اعلا عهدو یعنی بــره ناست دی.زمونږ په ملک کښې دَ ښکته خلقو په نسبت دَ بره خلقو ډیرې مزې وی..بره خلق دَ خپلې تنخواه نه علاوه نور هم ډیر مراعات ترلاسه کوی..او ښکته خلق همیشه دَدوی محکوم پاتې شوې دی..دَ اردو ژبې مشهور افسانه نګار سعادت حسن منټو چې خپله افسانه….اوپر نیچے.درمیان….کله شایع کړه..نو په سبا له دَ بره خلقو په نوټس کښې راغله او هم دغه افسانه ئې دَ عوامو لاسو ته رسولو نه مخکښې مخکښې دَ کتابونو دَ دکانونو نه ضبط کړه..او منټو باندې ئې مقدمه شروع کړه..دَ بره خلقو لاسونه اوږده وی..ځکه چې کله هم غواړی نو دَ ښکته خلقو ګریوانونو ته ئې اچولې شی..او دَ بد قسمتۍ نه دَ ښکته خلقو لاسونه دومره واړه وی چې دَ بره یعنی غټو خلقو ګریوانونو ته نه شی رسیدې..بره خلق اکثر بره ناست وی او دَ هغوی ماتحتان دَ هغوی کارونه سرته رسوی..داسې بره افسران هم لیدې شی..چې دَ خپلو نوکرانو نه نه صرف په دفتر کښې کار اخلی بلکې دَ کور زیات کارونه هم په هغوی کوی..بره خلق په اعلا عهدو او منصبونو ناست وی نو ځکه اوچتې اوچتې خبرې کوی. هم دغه وجه ده چې دَ بره خلقو غلطۍ چاته هم نه ښکاری..اوچت یا بره خلق که چرته غم ښادۍ له لاړ شی نو هم خپل ځان دَ نورو نه لږ په فرق ثابتوی..که عوام یعنی ښکته خلق یؤ ځائې راجمع وی نو دوی ترې لــږ جدا کینی…زما ملګرے الف خان وائی چې بره خلقو کښې یؤ کس وزیر تعلیم شو..زه ورله دَ نوکرۍ د پاره ورغلم..ځکه چې زمونږ یؤ ګاونډی یې نوکر کړې وـ..چې ورغلم وزیر صیب تپوس وکړو څه له راغلې؟ ما وئیل که نوکری مو راله وه کته..وئیل څومره تعلیم دې دے..ما وئیل ..ایف.اے..وئیل په دې تعلیم نوکری نه کېږی..ما وئیل خان تاسو خو هغه فلانے په میټرک نوکر کړے دے..وئیل نو ته هم میټرک وه کړه کنه…ورته مې وئیل بره خلقو پسې خبرې مه کوه..وئیل ولے؟ ما وئیل تا دا متل نه دے اوریدلې….چې دَ دوی اوبه په لوړه خېژی..ورته مې وئیل ماته دې دَ هغه ابۍ قصه رایاده کړه..وئیل کمه….ما وئیل یو ابۍ دَ دریاب غاړې نه اوبه راوړې خپه ئې وه خوئیده..او اوبو ځان سره لاهو کړه..ځامنو ته ئې چا خبر ورکړو هغوی راغلل..او دَ دریاب په بره بره ئې دَ ابۍ لټون شروع کړو..خلقو ورته وه وئیل چې ابۍ به اوبو په ښکته وړې وی..تاسو ئې بره ولې ګورئ..زامنو ئې جواب ورکړو..خبره مو ټیک ده خو زمونږ مور څه ضدی غوندې وه..هغه به پکښې بره تلې وی..بره خلق دَ خپلې عهدې او رتبې ډیر خیال ساتی..همیشه دَ عوامو نه په فرق ژوند تیروی دا خلق که جمات ته مانځه له هم لاړشی نو همیشه په وړومبی صف کښې ځان ځایوی..امام صیب هم دَ جمعې په خطبه کښې دَ دوی دَ نیکو او دَ سخاوت ذکر کوی.او که بیمار شی نو ورځ کښې درې ځله تپوس له هم ورځی..زما ملګری الف خان راته وئیل خبر ئې دَ بر کلی معتبر خان خپل نوکر وشړلوـ..ما وئیل په څه وجه؟وئیل ما ترې تپوس وه کړوـ خان دا ولے؟..وئیل شیرے زما نوکر وحجرې کار به ئې کوه..سود سودا او څارو خصمانه به ئې هم کوله..ما به ورله زکات پیسې ورکولې مست شو وئیل ماله به تنخواه راکوې..ما وئیل ځه ورک شه..دا دوه ټایمه روټۍ او دا زکات لږ دې څه…چې لا تنخواه هم غواړې…خلق وائی چې پخوا به مالدار خلق بره په کټونو کښې کیښناستل او غریب خلق به ورته لاندے په اُلټه کټونو تشریف فرما وو…الف خان وائی یا هلکه دا سوال کوه چې الله دې پاکستان دَ مصیبتونو نه وه ساتی..ماوئیل امین…وئیل یو ځل زه یو میډیکل ټیم سره غرئیزې علاقې ته تلے و غالبا دَ زلزلې افت په دغه علاقه ډیر نقصان کړې وو.مونږ چې هلته کیمپ ولګولو نو خلق رامات شو..خو یوخبره مونږ نوټ کړه..چې دَ زیاتو کسانو سرونه مات وو.وینې ترې بهیدې..مونږ حیران شو چې دَ دې ټولو دَ نورواندامونو په ځائې صرف سرونه ولے مات دی..اخر مونږ سره ډاکټر ملګری دَ یو سر ماتی زخمی نه تپوس وکړو هغه جواب ورکړو..وئیل دا خو دا هیلی کاپټر نه امدادی سامانونه ئې راته راغورځول نو مونږ کښې هریو دا کوشش کولو چې ډیر څه ترلاسه کړی..هغې سامانونو کښې دَ غوړو ټیمان هم وو…نو سرونو له مو راغلل…ما وئیل یره دا په اوچتو کُرسو ناست بره خلق هم ډیره نااوزګاره وی نو کیدیشی دَ وخت دَ کمی دَ وجې د بره نه امداد تقسیموی..وئیل هغه خو صحیح ده خو دَ ښکته خلقو خو ئې وینه توئې کړه..ما وئیل ډیر بره بره مه ځه…..دا دَ خوراک څیزونه لږ دی چې په بره روان دی..او په دې ملک کښې چې یو ځل یؤ څیز په بره وخیژی نو بیا ئې دَ چا پلار هم نه شی راکوزولے..

2 thoughts on “تکل… بره

  1. ډير اعلا سر
    د استعماريت نخښې نخښانې لا هم هغسې دي بس شکلونه او مذهبونه ئي بدل شوي دي مونږ د غلامانو غلامان يو
    بله خبره دا ده چې زه کله هم د محکمه تعليم دفتر ته د خپل کار د پاره ورشم نو زمونږ د بره والا افسرانو بابوګان خو لا پريږده چې د هغوي غلامان يعني کلاس فور نظر هم زمونږ په جيبونو وي چې د دې استاذ د جيب نه به څومره پيسې بوډ کړم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!