تعليم په مورنۍ ژبه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښه تعلق د وخت ضرورت دے!!

د پاکستان او افغانستان تعلق د تاریخ، مذهب، کلتور او ژبنۍ ورورولۍ په ستنو اډاڼه دے خو له بده مرغه، دغه تعلق تل د بې‌ثباتۍ، بې‌باورۍ، او بے امنۍ په کړکېچونو کښې راګیر پاتې شوے دے . دواړه ملکونه که څه هم د یو بل نه ، نۀ بېلیدونکی جغرافیه، مشترک دین، او قبیلوي تړونونه لري، خو د سیاسي بې‌ثباتۍ، بهرنۍ لاس‌وهنې، او د متقابل شک و شبهو له امله د دوو مسلمانو او ګاونډیو ملکونو ترمنځ یو بشپړ باور جوړ شوے نه دے . افغانستان او پاکستان نه یوازې مشترک سرحد لري، بلکې ګڼ شمېر قومونه لکه پښتانه، بلوڅ، ازبک او داسې  نور د دواړو ملکونو په منځ کښې مېشته دي. پښتو ژبه، مشترک

تاریخ، او د دین مشترکه بنيادونه یو داسې طبعي پل دے چې د دواړو ملتونو زړونه په خپلو منځ کښې نښلوي. دا هغه سرچینې دي چې که په اساس یې يوه مضبوطه تګلاره جوړه شي نو د ښېګڼې یو نوے باب به پرانیستلے شي

دواړه ملکونه بايد د سياسی اختلافاتو حل د مزاکراتو او ډيپلوماټک چينلونو د لارې ولټوي د بهرنو دباو په ځاې، بايد خپلمنځی درک او درناوی ته وده ورکړی

د ترهګرۍ، کډوالۍ، بې‌وزلۍ، مخدره موادو، او اقتصادي بې‌ثباتۍ ستونزې دواړه ملکونه ځپلي دي. که څه هم هر ملک خپل خپل‌واک موقف  لري، خو حقیقت دا دے چې د دې ستونزو ریښې او اغېزې سرحدونه نه پېژني. د مثال په توګه، د افغان کډوالو ستونزه یوازې د افغانستان نه ده، بلکې د پاکستان لپاره هم یو اوږد بار ثابت شوے دے .  همدغسې د ترهګرۍ هر عمل که په یو ملک کښې وشي، اغېز یې په بل ملک هم حتما غورځيږي نو که دواړه ملکونه مشترکه پالیسۍ، استخباراتي همکاري، او اقتصادي تړونونه رامنځته نه کړي، نو نه به پاکستان د امن خوند واخلي، او نه افغانستان

یوه له مهمو ستونزو نه چې د دواړو ملکونو ترمنځ تعلق خرابوي، هغه د دریم قوت مداخله ده . ستر طاقتونه تل هڅه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ فاصلې زیاتې کړي، ځکه چې د دوي د استعماري ګټو دوام په همدې تقابل کښې نغښتی وي چې د دې ترڅنګ، د یو بل خلاف تورونه لګول، د عدم مداخلې ژمنو نه مراعت کول، او د ډیپلوماټک اړیکو بې‌ثباتي هم هغه عوامل دي چې د باور فضا له منځه وړي

د دواړو ملکونو ترمينځه چې تعلق خرابوی هغه د دریم قوت مداخله ده ستر طاقتونه تل هڅه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ فاصلې زياتې کړي

د ښه تعلقاتو د پاره لازم ګامونه

1-سیاسي مکالمه او دوامداره تعلق : دواړه ملکونه باید د سیاسي اختلافاتو حل د مذاکراتو او ډیپلوماټیک چینلونو د لارې ولټوي. د بهرنیو دباو په ځای، باید خپلمنځي درک او درناوی ته وده ورکړي

2-اقتصادي همکاري: د سوداګرۍ لارې، مشترکه  منډۍ، او د ترانزیټ اسانتیاوې نه یوازې اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د متقابل باور لپاره بنياد هم برابروي

3-تعلیمي او کلتوري تبادلې: د محصلینو تبادله، ادبي غونډې، او مشترکه فرهنګي پروګرامونه کولی شي چې د دواړو ملکونو ترمنځ د عوامو تر سطحې یو مثبت تاثر رامنځته کړي

4-د ترهګرۍ په ضد همغږي: د ترهګرۍ په ضد مشترک میکانېزم، استخباراتي  همکاري، او د پناه‌ ورکو مخنیوی، د دواړو ملکونو د امنیت لپاره ډير ارزښت لري

لنډه دا چې افغانستان او پاکستان که له تېرو ناخوالو زده‌ کړه وکړي، د یو بل په وړاندې په درک او اعتماد ولاړ ګامونه واخلي، نو نه یوازې به د دواړو ملتونو مستقبل روڼ شي، بلکې دا به د ټولې سیمې د ثبات، پرمختګ، او امن زېری هم وي. دواړو ملکونو ته پکار دي چې له تاریخي ورورولۍ نه یوه ژوره د امن تګلاره جوړه کړي، او د مشترکه ګټو په بنياد د امن او سوکالۍ یوه نوي دروازه پرانيزي

error: Content is protected !!