په پښتون قامي سیاست کښې ځینې ځایونه یواځې ودانۍ نه وي، بلکې د تاریخ حافظې وي. بلور هاؤس هم له همدغسې نښو نه و چې د یوې کورنۍ د سیاسي رول، کړو وړو، د یوې دورې مزاج، د مبارزې ژبه او د اعتماد فضا ئې تمثیلوله. د باچاخان له فکري میراثه تر اېمل ولي پورې، او د وطن د ګڼو سیاسي مشرانو تر قدمونو پورې، دا کور د سیاست د تودو بحثونو، پرېکړو او نظریاتي روزنې یو ژوندے مرکز پاتې شوے و.
همدا وجه ده چې کله خبر خور شو چې مشر بلور د خپلو شخصي/ذاتي او ترخو یادونو تر څنګ له پېښوره کډه وکړه او بلور هاؤس نور د هغه پخوانی سیاسي حیثیت نه وتروړلے شو، نو دا یوازې د یوې ودانۍ معامله نه وه؛ دا د ښار د حافظې نه یوه ټوټه جدا کېدل وو. پېښور چې تل د سیاسي شعور او تاریخي تسلسل ښار پاتې شوے دے، لازمه وه چې دا بدلون به یې د زړۀ پرهر ګرځېدو.
بلور خاندان تل په دې پېژندلے شوے چې د جبر، استبداد او سیاسي دباوونو مخې ته یې سر نه دے ټیټ کړے. د دوی سیاسي قد او قامت د اصولو له هغه درنو تيګو وزن نه جوړ و چې په بازار کښې ئې قيمت نه شو لګېدے. خو د وخت مجبورو ذاتي/ شخصي دردونو او سیاسي بدلونونو څه داسې فیصلې راوړې چې هضمول ئې د هر چا د وس کار نه و.
دلته اصلي سوال دا راولاړېږي: که د بلور هاؤس خرڅول حتمي وو، نو آیا دا د قامي ګوند ذمه واري نه جوړېده چې دا ځای د یو سیاسي ورثې په توګه وساتي؟ سیاسي ګوندونه یوازې د انتخاباتو مشینونه نه وي؛ هغوی د حافظې امانتداران هم وي. که ګوند دا وس نه لرلو، نو په ګوند کښې موجود هغه شتمن او په کلتور مئین ملګري ولې مخې ته رانغلل چې دا ځای یې د یوې تاریخي نښې په توګه خوندي کړے وے؟
سیاسي تاریخ ښايي چې ځایونه/ودانۍ کله ناکله د نظریو نه هم زیات اهميت لري. چې کله یو تاریخي کور په بله نامه یاد شي، نو دا یوازې د تختې بدلون نه وي؛ دا د سیاسي سمبول د معنې بدلون وي. پوښتنه دا ده چې که سبا بلور هاؤس په نوې نامه یاد شي، نو د عوامي نېشنل ګوند د ورکرانو او د پېښور د سیاسي حافظې په نفسياتو به د دې څۀ اثر وي؟ ایا دا به یوازې د يوې نامې بدلون وي، که د یوې اوږدې سياسي دورې د اختتام اعلان؟
زما په نزد مسله یوازې د یوې ودانۍ نه ده؛ دا د سیاسي روایت د تسلسل مسله ده. که سیاسي تحریکونه خپلې نښې ونه ساتي، نو تاریخ یې ورو ورو د کتابونو حاشیو ته ځي. بلور هاؤس که د یوه کورنۍ ملکیت و، خو په معنوي لحاظ دا د یوې سیاسي دورې ګډ میراث و.
اوس چې څه شوي، هغه د وخت برخه شوه. خو راتلونکے سوال دا دے چې آیا زمونږ سیاسي ګوندونه به له دې تجربې زده کړه وکړي او خپل تاریخي ځایونه به د ادارو، آرشیفونو او سیاسي میوزیمونو په بڼه وساتي؟ که نه، نو مونږ به تل خپل تاریخ د خبرونو په ژبه لولو، نه د ژوندو نښو نښانو په بڼه.
بلور هاؤس به که په هره نامه یادېږي، خو د پښتون قامي سیاست په حافظه کښې به د یو داسې ځای په توګه پاتې وي چرته چې سیاست یوازې قدرت نه، بلکې اصول، ملګرتیا او فکري جرأت هم وۀ.