ليک: سليم شاه کاکاخېل
دا د يونان د متهالوجی ٫٫مزهب،، بله قيصه ده چې يوه جينئ خدايانو څنګه سزا کړه او دا سزا تراوسه د انګازې په شکل کښې روانه ده، اصل کښې د ښځې د اظهار په حق پابندی ده، چې زمونږ ټولنه کښې موجوده ده، ښځه به څه نه وای،بس خو څه وای زمونږ خبره به انګازه کوی،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ د غرونو، ځنګلونو او پټو درو کې نيمفی وادئ ابادی وې هغه نه خدایان وو او نه انسانان، خو د سيندونو، ونو، ډبرو او بادونو روحونه ؤ. د فطرت د نغمو سره به يې خوځښت کوو، ښکلي، او لنډه شېبه ښکاره کېدونکي، خو له ځمکې سره تل تړلي. له بهېدونکو اوبو سره به يې خندا کوله، د سيورو سره به يې ګډا وه، او د پاڼو د شرنګ سره به يې پټې خبرې کولې.
په دوی کې، اېکو ، چې کله هم بلل کېده ، د ښکلا له امله نه، که څه هم هغه ښکلې وه، او نه د زور يا تېزۍ له امله، که څه هم هغې د سيورو په څېر تند حرکت درلود — بلکې د خپل غږ له امله مشهوره وه. د هغې له خولې به خبرې لکه اوبه بهېدې. غږ به يې غونډۍ، درې او ځنګلونه ډک کړل. د هغه غږ کې د زمکې کيسې وې، د باد اوبو قیصې، د خندا او غم سندرې. ژبه د هغې نعمت، د هغې شوق او د هغې ازادي وه.
د ټولو نه پورته د آسمان او طوفان بادشاه، زيوس واکمن و. هغه به زمکې ته راکوزېدو، د نيمفانو او د انسانانو ښځو په تکل کې به ؤ، د مينې، شوق او خوښۍ پسې به لېواله ؤ د هغه د بې وفايۍ قيصې ډېرې مشهورې وې او د هغه مېرمن، هېرا، د خاوند په بدکارئ پوهه وه، هغه د غصې او حسد څخه ډکه ملکه، تل د هغه شا ته ګرځېده. چې هغه په دغه حرکت ونيسی
په همدې ګرځېدو کښې،يوه ورځ هغه په زمکه په ښکلې ښځه مئين شو،
زيوس ځنګل ته راغلے ؤ، د هغو فاني ښځو د ښکلا لور ته، چې ژوند يې لنډ خو ځلا يې ډېره وه. هېرا شکمنه شوه، راغله چې زيوس ونیسي. هماغه وخت اېکو د خپل طبعيت سره سم خبرې پیل کړې — ډېرې خبرې. د غرونو قيصې يې وکړې، پوښتنې يې زياتې کړې، هره خبره يې اوږده کړه، تر څو هېرا د زيوس له نیولو پاتې شي. نه يې دروغ ووېل، نه يې د بد نيت کار وکړ — یوازې يې خپل صلاحيت پکار راوستو،چې دهېرا پام واړوي او زيوس بچ کړی ،خو چې هېرا حقيقت ته ورسېده، نو ډېره غصه شوه د خدايانوانتقام نرم ښکاری خو ډېر زخم درد ورکونکي وی او ژور وی. هېرا د اېکو آواز باقی پاتی کړو خو اختيار ې ترې واخستو،



