ايټمی برید

یو سوپر پاور ته په ښکاره توګه ماتې ورکړل شوې ده، د بحرین
باچا تښتېدلی دی. عربي دولتونه په دې فکر کښې دي چې خپل سرمایه له امریکا څخه وباسي. اسرائیل دا مهال داسې وهل کېږي لکه غزه. نیتن‌یاهو تښتېدلی دی او د اټومي برید ګواښونه کېږي.

اوس درې انتخابونه شته:

۱. امریکا دې د جګړې د پای اعلان وکړي او د واپسئ تیاری دې ونیسي. د دې معنا به د اسرائیل پای وي، ځکه چې دومره نفرت سره هغه ژوندی نه شي پاتې کېدی. دا به د امریکا رسمي ماتې وي او د هغې د سلطنت پای به وي.

۲. چې جګړه روانه وساتي او ځمکنۍ فوځونه واستوي. د دې معنا دا ده چې لږ تر لږه له پنځه لکه پوځ سره به جګړه وکړي. د ایران جغرافیه دا کار نزدې ناممکن کوي، او دومره هلاکتونه به وي چې امریکايي فوځ به هېڅکله نه وي لیدلي. د ویتنام تجربه به ورته د دې په نسبت د ګلونو بستر ښکاره شي، یعنې دا به داسې ژؤر دلدل وي چې سلطنت به پکې ډوب شي.

۳. ايټمي برید وکړي. که داسې وشي، نو د روسیې او چین لاسونه به خلاص شي، په ځانګړي ډول د روسیې.

د انساني تمدن د پای خطر به رامنځته شي او اوږد ايټمي وريځ به جوړه شي چې د هغې باران به ټوله سیمه، په شمول د اسرائیل، له منځه یوسي. خو بیا هم د امریکا سلطنت نه شي بچ کېدی، ځکه دا د دویمې نړیوالې جګړې وخت نه دی چې امریکا به په جاپان ايټمي بم وغو زو او سوپر پاور شوه.

نن خو یوازې شمالي کوریا هم دا وړتیا لري چې پر امریکا
ايټمی برید وکړي، یعنې دا یوازې ګواښ نه دی. که دا ځل ايټمي بم وکارول شي، نو یوازې پر ایران به نه وی ، او دا خبره ټول پوهېږي — حتی د ټرمپ په څېر یو بې‌پروا او ډرامه باز هم په دې پوهه دی

نو که له دې دریو انتخابونو څخه یو باید وټاکل شي، نو هر څوک به څه وکړي؟

اوس تاسو ته د ټرمپ او اسرائیل د لیونۍ کړنې حماقت معلوم شو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!