ايران او ايټمی وسلې

د Donald Trump له خوا د جګړې د ختمولو خبره شوې ده او د اختر په ورځ یوه ښه خبر هم ترلاسه شو، خو زه دا اندېښنه لرم چې د لوې سولې پر ځای به په نزدې راتلونکې کښې حالات لا خراب شي.

د دې وجه دا ده چې د ايران سره د یورانیم لویه زخيره شته، او هغوی نه غواړي له دې څخه لاس واخلي.

د International Atomic Energy Agency (IAEA) د اندازې له مخې، ایران نزدې لس ټنه یورانیم لري، چې له دې جملې څخه ۴۴۰ کیلوګرام تر ۶۰٪ پورې استعمال شوی دی.

که ایران ته وخت ورکړل شي، نو کولی شي په څو میاشتو کښې دا کچه تر ۹۰٪ پورې ورسوي. له دې اندازې څخه لس ايټمي وسلې جوړېدلی شي.

یوازې د یورانیم بچ کېدل دا معنا نه لري چې هېواد د ايټمي بم د کارولو وړتیا لري. د دې لپاره د وسلې جوړولو وړتیا (weaponization) او بیا د ازموینې ترسره کول ضروري وي. خو کله چې یو هېواد دې پرمختللي پړاو ته ورسېږي، نو دا کار هم کولی شي.

زما په خيال، پر ایران برید هم د همدې وجې له امله شوی دی. امريکې دا هم غور کړی و چې د دې یورانیم د نیولو لپاره پوځ ایران ته واستوي، خو ښايي وروستۍ پرېکړه ونه شوه.

که جګړه همدلته ختمه شي، نو معنا به یې دا وي چې هدفونه لا نه دي ترلاسه شوي.

ما مخکې هم دا نظر څرګند کړی و چې د بې پایلې جګړې (stalemate) تر ټولو لوی زیان به د خلیج هېوادونو لکه عرب عمارات او قطر ته ورسېږي. د لوېدیځو هېوادونو پانګه‌وال به وتښتي او د خلیج بازارونه به سخت زیان سره مخ شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!