ادبی دنيا

د ډرامې ليکوال عبدالله جان اسير
درسِ عبرت

ما سره د دې ډرامې اولرچاپ 1935ء چاپ نيشته،  دويم چاپ دے چې د چاپ نېټه نۀ لری البته د ليکونکی د خپلو ليکلو اخر ته پۀ مخ 25 دلو 1380 هجری سنه درج ده خو نۀ پرې د کوم تنظیم نامه درج ده چې د هغوی لۀ خوا خوره شوې وی، ولې دا خبره پۀ ريکارډ ده چې دا ډرامه اسير صېب پۀ غيرت کښې راغلے وۀ اؤ د محترم اسلم خان خټک د ډرامې «د وينو جام» سره پۀ سیالۍ کښې يوه هفته کښې دننه دننه هم پۀ دغه کال 1935ء کښې  ليکلې وه اؤ چونکې دا د انجمن اصلاح الافاغنه اؤ خدائی خدمتګار تحريک د ډرامو نه ورستو ليکلې شوې وه خو «د وينو جام» سره يې يو شان شهرت تر لاسه کړو، اؤل الذکر د رېډيو لۀ لارې اؤ دويمې لۀ کتابي صورته، خو د دواړو قصه، پلاټ ، تهيم ،چې کردارونه اؤ ماحول يې ټول پۀ ټوله قيب قريب يؤ شان برېښی اؤ ټول کردارونه يې  د يؤ مزاج دی چې يؤ شان کلی وال ماحول يا د ښهریې فضاء کښې ساه اخلی، ځکه چې د پښتونخوا د کلو رسمونه، رواجونه لا اوس هم هاغه د  1935ء دی، ختم شوی نۀ دی اؤ نۀ دلته کښې شوکې، ډاکې ، ناروا اؤ بې ګناه قتلونه اؤ غلط ناوړه عدالتونو کښې دروغژن ګواهان قات شوی دی اؤ نۀ د وکيلانو خويونه خصلتونه بدل شوی دی، ولې روپيو د زياتی اؤ د قدر يې د کمی شرح ورځ تر ورځ ښکته کوزېږی اؤ بره خېژی.

کلی وال دستورونه د نويو نويو ايجادونو سره د وړاندې نه نور سېوا شوی دی.

لۀ دې وړاندې چې پۀ ډرامه څۀ نا څۀ بحث وکړو، ضروری ګڼم چې د هغو تعليم يافته سرکاری افسرانو ( چونکې عبدالله جان اسير خپله سرکاري افسر وۀ ) د ليکونو نه ځينې نکات اؤ اقتباسات د سند اؤ ثبوت پۀ طور راؤړم چې د دې ډرامې « درسِ عبرت » اؤلې برخې 1 مخ نه تر 97مخ دويمې برخې درسِ عبرت دويمې مخ 99 نه تر مخ 185مخه پۀ ضرورت، اهميت، مقصديت اؤ افاديت رڼا اچوونکيو درانۀ نظرونه درته هم پېش کړم، ګڼه د دې ډرامې تهيم خو اسير صاحب خپلو ځولنيو دوه ؤ بېتونو کښې اوڅار کړے دے، ليکی چې :

ۀ هر حال چونکې دا ډرامه نواب سر صاحبزاده عبدالقيوم خان ته منسوب شوې ده، ځکه نو د تنقيدونه سرخط لاندې اول   هم د هغوی دا مختصر مګر جامع تنقيد لولو چې:

د عبدالله جان اسير «درسِ عبرت»  د پښتو د پاره پۀ رښتيا درسِ عبرت دے. د دې واقعات د پښتنو د ذهنيتونو يؤه صحیح خاکه ده. زۀ اميد کوم چې د پښتنو د اخلاقی مرضونو به دا تر ډېر حده پورې ښۀ علاج ثابت شی. د کتاب ژبه صافه پښتو ده اؤ پۀ پښتو ژبه کښې دا يؤ ښۀ تصنيف دے. ا مخ)

مولانا عبدالقادر صېب چې دغه وخت د اسلاميه کالجېټ سکول پېښور هېډ ماسټر وۀ، خپلو خبرو کښې ليکی چې:

درسِ عبرت د پښتنو د کليو د ژوند ډېره ښکلې اؤ رښتينی نقشه ده اؤ کۀ پښتون پۀ دې باندې هم د خپله خوبه ويښ نشی ، نو زۀ دا نۀ شم وئيلے، چې د پښتون دا خوب،خوب دے اؤ کۀ نه مرګ؟ پۀ هر کور کلی، حجره اؤ هر ټبر کښې هم دغه رنګ يؤ درسِ عبرت پروت دے اؤ دا څۀ خلق چې د چا د ژوند نقشه پۀ دې ډرامه کښې راښکلې شوې ده، څۀ يواځې پۀ پير اباد کښې نۀ دی. کۀ ښۀ ورته وۀ ګورئ، نو د پښتنو هر کلے پير آباد دے اؤ سمتول، قادر، حبيب، جميل پکښې پۀ ښاخو اؤړی اؤ چونی لعل هم پۀ هر کلی کښې جُخت ناست دے. خدائې پوهېږی چې چل څۀ دے؟ چې پښتانۀ پۀ رڼو سترګو ولې داسې ړاندۀ دی، وينی ګوری چې پۀ يؤ ګام پټی باندې يؤ ټبر ورکېږی، ولې پښتون د خپل پښتون سره په بدئ اوړی اؤ پۀ لږه خبره د خپل ورور مرګ ته ملا تړلی ولاړ وی. مخونه ب، ج) هسې خو د مولانا صېب ژبه دومره خوږه ده کنه اؤ اسلوب يې دومره منفرد دے چې زۀ پکښې دا انتخاب نۀ شم کولے چې څۀ راواخلم اؤ څۀ پرېږدم؟ اؤ لۀ ټولو ووږده مقدمه پرې هم دوی ليکلې ده اؤ د پښتنو د جهالت هاغه ټول علتونه يې پۀ ګُته کړی اؤ  بيان کړی دی چې دا جاهلان، غلۀ، ډاکوان، رهزنان اؤ قاتلان دی، پۀ ډېران باندې پټے بائېلی.


دريمه ليکنه پرې خان صاحب شاه عالم خان ليکلې ده اؤ ليکی چې :

« ما د عبدالله جان اسير ډرامه درسِ عبرت سرسری طور باندې وۀ کته. عبدالله اسير پښتون دے اؤ بيا دَ يوسفزيو د وطن دے. د دۀ ژبه بالکل ټکسالی ژبه ده. د درسِ عبرت پلاټ هم ډېر ښۀ پلاټ دے اؤ د پښتنو د سوسائټۍ اؤ د دوی د عاداتو يې پۀ ښۀ شان سره نقشه راښکلی ده. زما دعا ده، چې د دې کتاب د لوستلو نه به پښتانۀ عبرت واخلی اؤ د خپلې سوسائټۍ حالت به ښۀ کړی. مخ : و ، ز»

کۀ پۀ ژور نظر وۀ ګورو نو د ډرامې د قصۍ، پلاټ اؤ تهيم سره سم هر ليکونکی د اسير صېب د ډرامې پۀ ناوړه کردارونو، حالاتو اؤ هاغو علتونو ،چې د پښتون ازلی بد بختۍ دی اؤ د وخت سره سمې ورسره راروانې پاتې شوی دی د دوی د لاعلمۍ، بې سوادۍ اؤ انتهائی جهالت لۀ کبله د دوی د انتهائی ذلالت باعث جوړېږی، نو پۀ دې حقله پرې محترم نور الٰهی خان ليکلی دی چې:

نن پۀ پښتنو کښې قتل يؤ عام رواج دے. مصنف پۀ درسِ عبرت کښې  د پښتنو د اخلاقی حالت ډېره ښکلې نقشه راښکلې ده اؤ دا د هغه اخلاقی مريضانو د پاره زبردست علاج دے، کوم چې د نصيحتونو نه ستړی شوی دی اؤ د نصیحت اورېدو د پاره نور تيار نۀ دی. مونږ پۀ دې ډرامه کښې وينو ، چې معمولی خبرې څۀ رنګ خطر ناک شکل اختيار کړی اؤ د بد صحبت اؤ ناکاره کارونو نتيجه څۀ وی؟ قرض، سود، جواری،غلا، ډاکې اؤ قتلونه چې کوم خلق کوی اؤ د هغوی د اؤلاد انجام څۀ رنګ له وی؟ اؤ هغه خلق چې کوم نېک وی اؤ بدو کارونو نه همېشه لرې دی، څنګه برے مومی؟ د سمندر غويانو له زهر ورکول يا د قادرخان فصل پۀ غلا رېبل پۀ پښتنو کښې يؤ عام رواج دے چې لېکن دا معمولی معمولی خبرې څومره خطر ناکې وی؟ دا د سمتول خان، نسيم، سېفور، امير خان اؤ د محمد يوسف د پانسی کېدو نه ښه شان معلومېږی. زما پۀ خيال نن سبا هر پښتون سردار، سېفور، قادر اؤ جميل نه کم نۀ دے اؤ د سرحد (پښتونخوا) هر يؤ کلے پير اباد دے اؤ دا به هم غلطه نۀ وی کۀ زۀ دا ووايم  چې هره پښتنه خواښې درانۍ اؤ نږور خانم جان ده. دا يؤه داسې قيصه ده چې د اصلی واقعاتو نه دې کښې يؤ بڅرے کمے زیاتے نيشته، د دواړو فرښتو کار د يونانی ډرامو خيال پېش کوی اؤ هغوی پۀ دې ډرامه کښې خلقو ته ښۀ اخلاق ښائی.

پۀ پښتو علم ادب کښې دا يؤه داسې ډرامه ده لکه چې پۀ انګرېزۍ علم ادب کښې د شېکسپيئر ډرامې دی اؤ پۀ هېڅ حالت کښې کۀ د هغو نه زياته نۀ وی نو کمه نۀ ده. زۀ اميد کوم چې دا قصه به د سرحد (پښتونخوا)پۀ کور کور کښې خوره شی اؤ د سېفور، جميل اؤ سمتول خان خبرې به پۀ حُجرو کښې د چيلم پۀ غاړه اؤ د درانۍ، خانم جان اؤ حکم جان خبرې به پۀ کورونو کښې د تنور پۀ غاړه کېږی. مخونه ح، ط»

لۀ دغې چې راتېر سو نو د محمد جان خان ګنډا پور پۀ ليکلو مو سترګې مړېږی چې د نورو ليکونکيو غوندې يې د ډرامې پۀ ماحول کردارونو اؤ ټريټمنټ څۀ خبرې کړې دی ، دوی دا هم وائی چې دا ډرامه ما پۀ سټېج ليدلې ده اؤ بلا مبالغه وئيلے شم چې درس عبرت پۀ رښتيا سره موزون درس دے.« مخ ک» بيا ليکی چې ، اسير ناټک غونډې زبردست حربی نه کار اخستے دے اؤ اميد کامل دے چې تر ډېره حده پورې به د دۀ کوشش رنګ راوړی. ډرامو د قومونو خسته حالت روښان کړے دے. د تاريخ نه دا خبره پټه نۀ ده کېدے شی چې د پښتون د بد بختۍ نشه د درسِ عبرت ډرامه کوزه کړی اؤ چې پخوانيو پښتنو به څۀ ته پښتو وئيله، د هغې پۀ پۀ مطلب دا ځوسنی پښتانۀ پوهه شی. پښتو ژبه کښې ډرامې نيشته. د درسِ عبرت پۀ ليکلو سره اسير د پښتو ژبې يؤ لوئې خدمت کړے دے اؤ اميد دے چې هر هغه سړے چې د هغۀ پۀ زړۀ کښې د پښتون د غم درد شته دے. د درسِ عبرت به ښۀ قدر وۀ کړی اؤ د اسير دلجوئی کولو سره به د قوم خدمت وۀ کړی. مخ  ل»

اسير صېب دا ډرامه د 1935ء نه نورلس کال پس غالباً 1962ء  کښې پۀ دويم ځل چاپ کړه اؤ پۀ دې غرض چې د انګرېزانو دوره تېره ده د خپل اولس حکومت دے اؤ حالاتو کښې به لږ ډېر بدلون راغلی وی اؤ لکه چې « ما پۀ دې دواړو حصو کښې قريباً پۀ هغه ټولو بدو کارونو بحث کړے دے اؤ د هغې مختصر فهرست دادے : ف

قتل، سوُد، څاروؤ له زهر ورکول، پردی فصلونه پۀ غلارېبل، مقدمه بازۍ، پۀ دروغو ګواهی کول، پېغلی لوُڼه د مال د پاره ساتل، پۀ وادۀ، کوژدن پۀ مرګ ژواک با ندې فضول خرڅونه کول، د نږور خواښې سلوک، د پښتنو مذهبی اؤ تعليمی حالت، پېتون رور د رور دشمن وی، د بې ګناه خلقو سزاياب کېدل، د چا قصور دے؟، د حکومت کۀ د دروغژنو ګواهانو، د پښتنو بعضې بې تعليمه خانان اؤ د هغوی اخلاقی نقشه، د بعضې خود پرست قومی ليډرانو راز، د پښتنو ښځو حياداری، بعضې ټګان پيران، د ناکاره کارونو نتيجه  —– اؤ لۀ دې نه علاوه نورې هم ډېرېړاصلاحی خبرې مې بيان کړی دی اؤ دا مې پۀ ښۀ شان ظاهره کړې ده، چې پۀ څۀ طرز مونږ ترقی کولې شو، مخونه : ف، ص»

لکه چې معلومه ده د دې ډرامې دوه برخې دی يؤه درسِ عمل اؤ بله زما پۀ خيال درسِ عبرت اؤ دا دواړه برخې د پورتنيو مندرجو عنوانونو لۀ سببه د انجمن اصلاح الافاغنه اؤ خدائی خدمتګارانو د سټېج د ډرامو د معاشرې اصلاحی اړخونو باندې اډاڼه بريښی حالانکې عبدالله جان اسير صېب سرکاری نوکر اؤ د مسلم ليګ خوا خوږے وۀ خو د يؤ پښتون شاعر اديب پۀ حېثيت يې د دې قام غم اؤ درد يې هم پۀ سينه کښې لرلو اؤ دغه وجه وه چې دا ډرامه يې هم د معاشرتی خرابيو ته اشارې اؤ لۀ دې ځنې چې کوم ورانی کېږی هغه د غريب پښتون اولس پۀ تاوان تمامېږی د مال حال نه خو خود خلاصېږي بلکې وروسته کېدېشی ورپسې لۀ خپله ژونده هم لاسونه وۀ وينځی اؤ د معاشرې ناوړی کردارونه ناسورونه خپل منطقی انجام ته وۀ رسی، خو35 سړی کردارونه اؤ يولس ښځينه کردارونه لرونکے دا ډرامه د پړدو اؤ منظرونو موجودګۍ کښې هم سټېج له ليکلې شوې وه اؤ سټېج شوې هم وه.  د ډرامې کردارونه پۀ خپل عمل کښې جاندار دی خو ډېر شاندار ورته نۀ شو وئيلے، منظر نګاری يې ښه ده، د سټېج پۀ فنی عناصرو پوره خېژی، خو يؤه خبره د کتونکيو اؤ ويونکيو بصارت، بصيرت اؤ سماغت څۀ خو بوجھ محسوسېږی چې لۀ حده زيات نظمونه، شعرونه اؤ غزلونه پکښې شامل دی کوم چې د هنر مندو فنکارانو چې اسیر صېب ورته ډم، ډمې اؤ ډمان وائی ، لۀ خلو خوند کوی خو هره پړده اؤ منظر نامو اؤ مکالمو کښې يې پرېمانه راؤړل کم از کم ما ته غوره عمل ښکاره شو، ولې د دې هر څۀ باوجود د اسیر صېب قومی ډرامې پله مخه کول د ډېر  لوئی داد اؤ ډاډ د ستائينې وړ عمل دے چې د وينو جام سره يې زبردسته ډغره وهلې ده اؤ کۀ زياته ښه ترې نۀ ده نو کمه هم دومره نۀ ده.

قطعه:

One thought on “ادبی دنيا

  1. ماشاء الله بشر صېب کور مو ښاد اباد اؤ ودان چې زما ليکلو ته مو ليکوال ډيجيټل کښې ځائې ورکړو، هيله لرم چې د لوستونکو به خوښ شی.
    ستا حسرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!