ګويا سم دے ګټه شوے
خاص پاچا کلی بونېر کښې
عن دَ پير بابا دربار سره په خوا کښې
يؤ طرف ته قادر نګر،
بل طرف دَ بيشوَڼۍ په لار چې لاړ شې
د بونېر د قيامت نخښې داسې ښکاری
چې میدان دے د محشر
او د خلقو نه دی ګټې جوړې شوې
او د ګټو سره اوس حساب روان دے
هره ګټه کښې خاموش غوندے انسان دے
يؤ ماشوم په ګټه ناست دے
په ريښو ريښو جامو کښې
سر وهلے بر وهلے
له حېرته يې اسمان ته دے سر پورته
په يؤ نېب خپل غر ته ګوری
سترګې وازې يې نيولی
چې ساعت ګړۍ دَ وړاندې
يې سېلاب دے کور اوړلے
تالا کړے سم لوټلے
پلار يې تلے دے ډګر ته
خدائې خبر اوس به وی چرته
موراؤ وروڼه خوېندې واړه
خپل خپلوان يې ټول سېلاب په مخه وړی
خاص پاچا کلی بونېر کښې
عن دَ پير بابا دربار سره په خوا کښې
يؤ طرف ته قادر نګر،
بل طرف دَ بيشوَڼۍ په لار چې لاړ شې
يؤ ماشوم په ګټه ناست دے
چې اعصاب يې دی شل شوی
خوب خندا ترېنه ورک شوی
بې غمی ترې چلې اوړې
پرېشانۍ ورسرې مْلې دی
ذهن جاله د وهمونو
يؤ ماشوم په ګټه ناست دے
ګويا سم دے ګټه شوے
د محشر مېدان ته ګوری
د دعا د غوښتو چل ترينه هېر شوے
د انسان په شکل دا ماشوم يو ګټه ده يو کاڼے
دا د ټول بونېر وړوکے غوندے بت دے
په دې بت کښې يو قيامت دے که څوک ګوری