ليک: پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
پښتو ډرامه ـــــــ فن، پلټنه اؤ کتنه
دَ رشيد احمد صاحب دا کتاب پۀ اول ځل ستمبر ٢٠١٦ء کښې پۀ عامر پرنټ اينډ پبلشر پېښور کښې دَ ۱۰۰۰ پۀ شمېر کښې چاپ شوے دے اؤ بيعه يې٤٠٠ روپۍ ده. دَ پښتو پۀ ډرامائي ادب ډېر کم کار شوے دے بلکې کۀ دا وۀ وايم نو زياته به بهتره وي، چې دَ پروفېسر محمد افضل رضا مرحوم دَ «ډرامه» کتاب نه پس پۀ ډرامائي ادب ، تاريخ، فن اؤ فکر پۀ حواله دا دويم اهم اؤ دَ حوالې کتاب د ے، نو بې ځايه به نۀ وي، ځکه چې دَ سحر يوسفزي دَ «ادب څۀ دے»، دَ عبدالکافي اديب دَ «خورې پاڼې»، دَ افضل رضا دَ «تخليق اؤ تحقيق» اؤ دَ مشتاق مجروح يوسفزي دَ «زر کاڼے» غوندې کتابونو کښې دَ ډرامې دَ فن پۀ حقله دَ ډېرو مختصرو ليکونو يا دَ نصابي کتابونو نه پس زمونږ پښتو ادب پۀ دې حقله ډېر غني نۀ، بلکې ډېر غريب پاتې شوے دے، نو هم به دا حقيقت وي چې دَ ډاکټر محمد اعظم اعظم «پښتو ادب کښې کردار نګاري»، دَ مصطفيٰ کمال دَ «پښتو ډرامه يوه مطالعه» اؤ زما تاليف کړے کتاب «تماشې» هم دَ پښتو ډرامې دَ سټېج، رېډيو اؤ دَ ټيلي وژن ډرامې هاغه شان احاطه نۀ کوي څنګه چې پکار ده اؤ څنګه چې زمونږ دَ رابطې ژبه اردو کښې پۀ ډرامه څومره کار شوے دے اؤ څومره ډېر کتابونه دَ ډرامو اؤ دَ ډرامې پۀ تناظر کښې ليکلي شوي اؤ چاپ شوي دي ، نو دغه حال زمونږ دَ پښتون رياست افغانستان اؤ بيا دَ جنوبي پښتونخوا هم دغه حال دے
مونږ کۀ پۀ دې کتاب خپله څۀ تبصره اؤ تجزيه وۀ هم نۀ کړو اؤ فقط پۀ فهرست يې هم يؤ نظر واچوو، نو اوڅار به شي، چې ښاغلي ليکونکي، محقق رشيد احمد څومره خواري اؤ محنت کړے دے ، چې نۀ سرِپ دَ ډرامې پۀ فن اؤ فکر يې بحث کړے دے ، بلکې دَ ځينو سټېج اؤ ريډيائي ډرامو د پلاټ، تهيم، قصه، ماحول، کردارونو اؤ د ژبې دَ استعمال نه به يې هم دَ ضرورت، تاريخي اهميت اؤ فني، فکري حېثيت اندازه به راته هم وۀ لګي
« دَ پښتو ډرامه سل کاله » تر عنوانه پرې ملګري ښاغلي ګل محمد بېتاب پُر مغزه مقدمه ليکلې ده چې نۀ سرِپ يې دَ رشيد احمد صاحب دا کار اوزيار ستائيلے دے ، بلکې دَ ډرامې تاريخونه يې پکښې هم درست کړي دي. (دَ ٩ نه تر ٢٧ مخونه)
دَ اُستاذ فرهادمحمد غالب ترين هاغه تبصره اؤ تجزيه ، چې دَ دوي پۀ اعزاز کښې شوي پروګرام کښې يې پۀ دې کتاب اورولې وه، دَ دوي دَ ډرامې پۀ حقله دويم کتاب دَ « پښتو ډرامه ـــــــ دَ رېډيو څو منتخبې ډرامې» کښې چاپ کړې ده، چې مونږ لۀ دې وړاندې دَ رشيد صاحب دَ ډرامې پحقله اؤ دَ ډرامو انتخاب مجموعه ده اؤ ټوله قصه، تبصره اؤ تجزيه يې پکښې زمونږ دَ زېرِ تبصره کتاب باندې کړې وه
ورپسې دَ ليکونکي دَ خپلو خبرو نه پس دا کتاب پۀ لسو برخو کښې وېشلے شوے دے، چې اؤله برخه يې دَ ډرامې فن اؤ تکنيک ته وقف ده اؤ پۀ دې برخه کېې دا توکي شامل دي
ډ رامه، دَ ډرامې قسمونه، ټرېجېډي يا الميه، کامېډي يا طربيه، دَ ډرامې اجزاء، قصه اؤ پلاټ، کردارونه، مکالمه، خيال يعني موضوع اؤ مقصد، دَ ډرامې ښائست اؤ موسيقي، نشري يادَ رېډيو ډرامه، دَ ډرامې بنيادي عناصر، داخلي يا باطني عناصر ، تجسس يا تلوسه، خارجي عناصر ، ډرامه نګار اؤ کردار نګاري، پۀ کردار کښې ځانګړتياوې( انفراديتونه) پلاټ اؤ کردار، کردار سازي، کردار اؤ عمل، مکالمه اؤ کردار نګاري، پۀ ډرامه کښې تصادم، ډرامه اؤ پلاټ، ډرامائي خط، تماشبين، اورېدونکي اؤ ډرامه، اداکار، صداکار اؤ ډرامه، ايهام، واقعاتي ايهام، اؤ دَ ټکيو ايهام
دَ کتاب دويمه برخه « تهېټر » ته وقف ده ، چې پښتونخوا کښې دَ تهېټر جاج پکښې اخستے شوے دے. ( دَ ٦٧ نه تر ٧٢ مخونه)
دريمه برخه « پښتو کښې ډرامه » ته ورکړې شوې ده چې دا اجزاء يې پکښې شامل کړي دي دي اؤ خاطر خواه بحث يې پرې کړے دے. دَ ډرامې څرک پۀ پښتو ادب کښې، پښتو ډرامه قدم پۀ قدم، پښتو ډرامه دَ هوا پۀ اوږو اؤ ناولونه اؤ افسانې چې ډرامې ته ورته دي.(٧٣ نه تر ٩٢ مخونه)
دَ دې کتاب څلورمه حصه دَ «رېډيو ډرامه» ته ورکړې شوې ده، چې پکښې پۀ دې عناوينو موړ بحث شوے دے
پښتو نشري ډرامه، دَ رېډيو ډرامې ادبي مقام، دَ رېډيو ډرامې لوازمات، دَ رېډيو ډرامې مسوده، دَ صدا کارانو اؤ اداکارانو تعداد، دَ وخت يا دورانيې قدغن، صوتي اثرات، پس منظر موسيقي رېډيو ډرامه اؤ انساني تخيل
(دَ ٩٣ نه تر ١٠٧ مخونه)
پينځمه ټوکړه دَ دې کتاب « پښتو وړومبۍ نشري ډرامه» ده، چې دَ رېډيو دَ اولنۍ نشري ډرامې « دَ وينو جام» پۀ حقله پکښې ښۀ تحقيقي کار شوے دے اؤ دَ هغه ټولو غلط فهميو لرې کولو اؤ ختمولو هڅه يې کړې ده چې تر دې دمه دَ دې ډرامې دَ ليکونکي پۀ باره کښې راروانې وې. دا برخه پينځۀ توکي لري چې دا دي: دَ رېډيو وړومبۍ پښتو ډرامه دَ وينو جام، دا ډرامه دَ پوهانو پۀ نظر کښې، دَ دې ډرامې دَ تخليق کار پۀ حقله شکونه، دَ اعتراضونو ځوابونه، دَ دې ډرامې پۀ حقله دَ ليکوال (ليکونکي) وينا اؤ پائيله. ( دَ ١٠٨ نه تر ١١٨ مخونه)
مونږ که په دې کتاب خپله څه تبصره او تجزيه هم ونکړو او صرف په فهرست ې نظر واچوو نو ښکاره به شی چې ښاغلی ليکونکی محقق رشيد احمد څومره خواری او محنت کړے دے |
شپږمه برخه ( دَ رېډيو ډرامې قسمونه) ته ورکړې شوې ده، چې دَ ډرامې دَ قسمونو سره سره يې «دَ رېډيو ډرامې مستقبل» باندې هم تفصيلي بحث کړے دے. ( دَ ١١٩ نه تر ١٣٤ مخونه)
اوومه برخه ( دَ پښتو څو مُنتَخَبې ډرامې) چې ډېره اهمه برخه ده دَ ډرامو تفصيلي مطالعه اؤ تجزيه ده چې پکښې دَ شپاړسو ١٦ ډرامو لنډې قصې، کردارونه، مکالمې، پلاټ اؤ ماحول باندې دَ ليکونکي محقق فني، فکري اؤ دَ رېډيو دَ پروډيوسر پۀ حېثيت دَ دوي خپله ژوره مشاهده، وسيع مطالعه اؤ پخه تجربه ترې ښۀ طرح څرګنده ده اؤ دې کښې دا سنجيده ډرامې شاملې دي
خدائي خدمتګار … عبدالاکبر خان اکبر ،ازمېښت … سمندر خان سمندر ، تېر يادونه ارباب عبدالودود ، ژرنده ګړے … امير حمزه خان شينواري ، تصوير … سېف الرحمان سيد ، دَ سقراط مرګ … ميا سيد رسول رسا ، ارمان … محمد همايون هما استاذه … امير حمزه خان شينواري ، اخري قدم … ذکيه حليم ، احساس … افضل رضا ، شهناز … اشرف دراني ، دَ تاش پاڼې … عمر ناصر اؤ علاج … محمد اقبال حيران
پښتو دوه کاميډي ډرامې
اوزګاره بې بې، دَ ګل محمد بېتاب
اؤ دَ اوچې خان دَ بېګم. اے. آر. داود (دَ ١٣٤ نه تر ٢٣٢ مخونه)
اتمه برخه
(دَ ګراموفون دپاره ريکارډ شوې خاکې)
دايؤلس خاکې دي چې ټول پۀ ټوله امير حمزه خان شينواري ليکلي دي اؤ دَ ګلشن ريکارډ کمپنۍ واله پۀ ککوړو ريکارډ کړي دي اؤ رشيد احمد صاحب پۀ خپل ډېر محنت مانيټر کړي اؤ دې برخه کښې يې دَ خپلې مختصرې تبصرې سره ثبت کړي دي، چې اول يې پۀ دغو خاکو پوره تحقيقي اؤ تنقيدي بحث کړے دے اؤ دَ دې وړو وړو ډرامګيو Skits پۀ فن يې هم خبره کړې ده اؤ هم يې پۀ ژبه، شاعرۍ اؤ صداکارانو اؤ صداکارۍ بحث کړے دے، نومونه يې دا دي
دَ کوټې زلزله ، مصطفيٰ کمال ، دَ شوقيانو ښار،ادم درخانۍ، قهرجن ، ليليٰ مجنون ، پېريانۍ ، دَ قصه خوانۍ بازار، نسواري خان ، بنګړي واله اؤ جلات محبوبه
( دَ ٢٣٣ نه تر ٢٨٣ مخونه)
نهمه برخه کښې دَ پښتو ډرامې پۀ اداکارانو اؤ صداکارانو تفصيلي بحث کښې دَ دوي پوره تعارف اؤ تعريف بيان شوے دے. (دَ ٢٨٤ نه تر ٢٨٧ مخونه)
خو دې کښې ٢٨٥ مخ باندې ليکلي دي چې: ,(دَ پښتو ډرامه
«تربور» عبدالاکبر خان اکبر سټېج کړې وه، پۀ اولس کښې دغه ډرامه پۀ « درې يتيمانو» مشهوره وه چې تر اوسه يې خلق پۀ دغه نوم يادوي.) اؤ دغه خبره ښاغلي ګل محمد بېتاب هم خپله مقدمه کښې ليکلې ده، حالانکې دَ عبدالاکبر خان اکبر دَ (تعليمِ جديد اؤ تهذيبِ جديد) ډرامې اؤل قسط چې پښتون رساله کېې چاپ شوے وۀ، خپله ما له بېتاب صاحب راکړے وۀ
دا خبره تر دې حده ټيک ده چې، تربور دَ عبدالاکبر خان اکبر ډرامه ده خو درې يتيمان پۀ دې ډرامه کښې نۀ دي بلکې دَ هغوي بله ډرامه (تعليمِ جديد اؤ تهذيبِ جديد) کښې دي اؤ پښتون رساله کښې چاپ شوې هم ده. بله خبره چې تر اوسه غلط فهمۍ کښې راروانه ده هغه داده چې عبدالغني خان هم پکښې کردار کړے وۀ، خو داسې نۀ ده ځکه چې پۀ : جيندي نومې رساله کښې دَ غني خان انټرويو چاپ شوې ده اؤ هغې کښې يې وئيلي دي چې ما چرې هم ډرامه کښې کار نۀ دے کړے اؤ دا خبره يې پۀ ريکارډ ده
لسمه برخه دَ دې کتاب « پۀ پښتو ډرامه چاپ کتابونه اؤ مقالې» ( مخ٢٨٨ نه تر ٣١١ مخ)
دَ دې کتاب يولسمه اؤ وروستۍ برخه دَ ډرامو تفصيل ته وقف دے، چې پۀ دېو عنوانونو پکښې ښۀ موړ اؤ تاريخ وار بحث شوے دے
دَ رېډيو ډرامو محفوظې شوې مسودې ، دَ رېډيو اواز خزانه کښې موجودې ډرامې ، پښتو کښې چاپ شوې ډرامې ، َ ډرامو چاپ مجموعې اؤ دَ ډرامو تفصيل اؤ پښتو ته ترجمه شوې ډرامې
خو زمونږ دَ وطن حالاتو کښې ورځ تر ورځه تغير راځي اؤ بيا دَ ٩ مۍ واقعاتو کښې چې پېښور رېډيو هم دَ اور لمبو کښې وسوځېدۀ نو دَ اواز خزانه اؤ دَ مسوداتو ذخيره به اوس خدائے خبر کۀ محفوظه پاتې وي؟
دَ کتاب اخر ته مأخذونه اؤ حوالې دي. ګويا محترم رشيد احمد صاحب ځان ته دَ يؤ پي. اېچ. ډي سکالر پۀ رنګ يؤه خاکه تياره کړې وه اؤ دَ هغې تر مخه يې مستقله ابواب بندي کړې ده اؤ بيا يې پۀ تحقيقي موادو راغونډولو لاس پورې کړے دے اؤ پۀ ډېره دلچسپۍ اؤ دلجمعۍ يې دا اهمه مقاله سر ته رسولې ده