ليک: پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
پروفېسر همايون همدرد د ادبی دنيا يو ياد
د ادبی دنيا يو يو ملګری چې بل جهان ته ځی نو ځان راته د دې دنيا په شور او هنګامو کښې هم داسې وښکاری چې زما نه چاپیره هېڅوک نشته زه يوازې په دشته کښې لکه د ګل
لکه نن چې بيا تلی غم 29جون2020 په شا راګرځيدلي وی او ماته پروفېسر همايون همدرد په ټکڼه غرمه کښې راغلی وی |
لالا تږی د زړه د داغ سره ولاړ يم خالي خال رانه اخوا دېخوا څه نور تږی تږی ګلونه ولاړ دی او يو بل ته تلونکی يادوو. لکه نن چې بيا تلی غم 29جون 2020 په شا راګرځيدلي وی او ماته پروفېسر همايون همدرد په ټکڼه غرمه کښې راغلی وی. ماته وای!!
لاليه ياد يم درته
ما يادوې او که نا
د وخت په شور کښې درنه هیر خو نه يم

آه…
زما ياره خوږه ياره، ماته نن هم هغه ستا په ګرمئ کښې د پښتو د جنج پشان تګ ياد دی. لکه ته د پښتو د واده زلمے او مونږ کرونا زپلی وهلی ستا د خاموشه جنج جنجيان وو. خو څه عجيبه جنج ؤ مونږ په تا خاورې اچولې او ستا په قبر مو ګلونه کېښودل زما د ګلونو نه په دې وجه ويره هم کيږی چې ما د ادبی دنيا په ډېرو ملګرو داسې ګلونه خواره کړی دی ستا په قبر د ګلونو څادر هم ماته داسې ښکارېدو لکه چې ستا ځوانی ګلګون په خاورهم ستا په سينه پرته وی او مونږ تاته سپيلنی لوګے کوو
زما خوږه ياره ماته نن هم هغه ستا په ګرمئ کښې د پښتو د جنج پشان تګ ياد دے لکه ته د پښتو د واده زلمے او مونږ کرونا زپلی وهلی ستا د خاموشه جنج جنجيان وو |
نن هم هاغه شان نمر سېزل کوی د موسمياتو بدلون زمکه او اسمان هم بدل کړی دی خو ستا د غم موسم هغه شان زوړ دی کال په کال ې نوی کوو او غم دې زړيږی نا. زما نمکين ، مالګين، لونګين ياره نن يو ځل بيا تاته ستا غم ته سلام کوم مينه درته وايم او د ادبی دنيا په جهان کښې درته د ليکوال په سينه کښې د حسرتونو څو شعرونه درکوم، خلق په قبرونو د حسرت شمعې په ماښام بلوی زه د خپل حسرت شمعې د جون په غرمو ستا په څلی بلوم ځکه چې دا رسم راته تا په 29جون 2020 داسې پريښې دے، نو واخله د خپل يار حسرت د ادبی دنيا ډالئ…….

په تاپسې که مې همدرده زما،ډېر وژړل
خو ته راونه ګرځېدے که دنيا ډېر وژړل
يه بې وفا ما ستا په ډېرې جفا ډېر وژړل
ما سره هم زما همدرده وفا ډېر وژړل
ستا د رڼې څهرې مسکا بدل به چرته ګورم
ستا په خندا پسې خو ما په ژړا ډېر وژړل
زه هم دا ستا پشان يتيم يم ستا پشانې يسير
يتيم عادت وی د ژړا،خکه ما ډېر وژړل
زه او ته دواړه د يوې کشتئ سواره وو ګرانه
زمونږ په حال باندې روانې دريا ډېر وژړل
دا خو يو ته وې ،تا هرچا باندې خندا شيندله
په غم دې هر آشنا زما نه سېوا ډېر وژړل
تلو کښې مې ستا په مخ لاس راښکه په تندی مې ښکل کړې
ما هم په خپله دې نادانه ادا ډېر وژړل
زما خو زړه د نهويستم جون سرو غرمو وسيزو
دوه زره شل کښې مې لالیه بلا ډېر وژړل
حسرت مې پاتے شو په زړه ستا د خوږو خبرو
حسرت په تاپسې سکڼيه په تا ډېر وژړل
زه به د کوم کوم يو حسرت په څلی وير کومه
حسرته، زړه کښې مې بېګا او سبا ډېر وژړل