شهید
یوه علامتی افسانه
پۀ یوه دره کښې، چې غرونه یې دَ وخت لۀ زخمونو ډک وو، یو سپین کونتر اوسېدۀ. دا کونتر د نورو مرغانو پۀ څېر نۀ وۀ؛ دَ هغۀ سترګې دَ آسمان ژورې قصې لوستلې، او وزرې یې دَ ازادۍ دعاګانې اوړلې.
پۀ هغه دره کښې تور زاغان واکمن وو. هغوی به تل وئیل:
“آسمان زموږ دے، باد زموږ دے، اؤ الوتنه زموږ دَ قانون تابع ده.”
خو کونتر به هر سحر دَ نمر لۀ راختو سره یو نرم غږ پورته کولو:
“آسمان د ټولو دے. رڼا بندېدل نۀ پېژني.”
دره ورو ورو لۀ وېرې ډکه شوه. ګلونه به دَ شپې پټ غوړېدل، سیند به ورو بهېدۀ، اؤ ونې به پۀ باد کښې داسې لړزېدې لکه چا چې یې غوږونه نیولی وی.
یوه ورځ زاغانو دَ کونتر پۀ سپین وزر تور سېورے خور کړو. هغوی ووئیل:
“ته دَ انتشار اؤ ګډوډۍ سبب یې. ستا غږ د غرونو سکون ماتوی.”
کونتر مُسکے شو.
“کۀ رڼا انتشار اؤ ګډوډی وی، نو تیارۀ به عدالت وی؟”
غرونه چُپ شول. باد ودرېدۀ اؤ بیا یؤ ناڅاپه شور زوږ شو.
سپینې وزرې دَ خاؤرو سره ګډې شوې، خو عجیبه دا وه چې کله کونتر وۀ لوېدو، آسمان لا اوچت شو.
دره کښې ماشومانو پۀ اؤل ځل پورته وۀ کتل.
ګلونو پۀ رڼا کښې خپل رنګ ښکاره کړو اؤ سیند خپل اواز شور اؤ خور کړو.
زاغانو فکر کاوۀ، چې قصه سر ته وۀ رسېده، خو پۀ هغه ځائې کښې چې سپینې وزرې پرتې وې، واړۀ مرغان وزېږېدل —
هر یؤ پۀ سترګو کښې هم هاغه ژوره رڼا لرله.
دره پوهه شوه چې شهید یواځې تن بدن لۀ لاسه ورکوی،
خو روح نۀ مری، هغه ژوندے وی، ولې خلق يې نۀ وينی.
شهید دَ خاؤرې نه نۀ ورکېږی، بلکې دَ خاؤرې نه راټوکېږی اؤ لۀ هغه ورځې وروستو، چې هر سحر به نمر راختو، نو دَ درې پۀ سر به دَ زرګونو وزرو شور زوږ وۀ —
یو غږ وۀ، یؤ پیغام وۀ :
«کۀ زمکه زمونږ نۀ ده، نو
آسمان خو دَ ټولو خپل دے