افسانه
د پېښور پاڅون
د پېښور د ښار پۀ زاړۀ اسمان د دوړو يو نااشنا رنګ خور وۀ. دا دوړې د لښکرو نۀ وې، دا د قبيلو اؤ قامونو د غُصې دوړې وې. د بالاحصار د قلا دېوالونه غلی ولاړ وو، خو دننه د وېرې احساس لکه د عمری قېدی د ضمير پۀ امسا سا اخېسته.
شيخ کمال الدين داودزے د ښار پۀ څنډه ولاړ وۀ. د هغۀ سترګې د غرونو پۀ لور خښې وې، هلته، چرته چې قبيلې وې، هلته، چرته چې سرې اؤ تودې وينې لا تر اوسه د آزادۍ د ننګ اؤ جنګ قصې کولې. د هغۀ پۀ لاس کښې ليک وۀ ، مُهر شوے ليک، چې د لوئې خان جهان لودي نوم پرې ليکلے شوے وۀ. ليک يواځې د کاغذ يؤه ټوکړه نۀ وه، بلکې د تېرې واکمنۍ يؤ زخم وۀ، لکه چې بيا ترې سره اؤ تاؤده وينه بهېدله، څڅېدله.
“دا وخت دے… اؤ بيخی هم دا وخت دے.”
شېخ کمال الدين لکه چې لۀ ځانه سره ګوڼېدلے وی، خو غږ يې د قبيلو غوږونو ته ورسېد.
په اشنغر کښې اور بل شو. مومند قهريدلی راغلل،
يوسفزی خشمېدلی راپاڅېدل،
خليلو د تېرې تورې ځلا راوړه، داودزيو د تاريخ پۀ تن کښې سا واخېسته.
بل خوا خټک د شهباز خان خټک پۀ مشرۍ کښې د مغلی واکمنو د اټک پۀ قلا کښې توقف کړے وۀ.
هر يؤ پوهېدۀ چې دا جنګ د زمکې لپاره نۀ دے، دا د نوم لپاره هم نۀ دے، دا جنګ د کُلهُمې پښختونخوا د ازادۍ اؤ د خپلې خاؤرې د بيا لاس ته راؤړنې د خپل اختيار جنګ دے، چې تل د پردېو يرغلګرو د پښو لاندې راغلې وه.
عبدالقادر خان روښانی د بی بی الائی زوی، د پير روښان د وينو داره، د ړندو سترګو يؤه تړمه اوښکه د مور لاس نيولے وۀ. د هغوی تر شا د تيراه غرونه ولاړ وو، لکه زاړۀ شاهدان. غرونو هېڅ نۀ وئيل، خو ډېر څۀ يې ليدلي وو.
کله چې ښار قلابند شو، مغلی عسکر د قلا د دنګو دنګو دېوالونو شا ته لکه وېرېدلی کارغان ناست وو.
سعيد خان د دېوال پۀ سر ولاړ وۀ، د لښکر شمېر يې پۀ ګُتو شمېرۀ، خو د پښتنو ازادی خوښو ارادې د شمارې نه بهر وې، ولې جنګونه تل د تُورو پۀ زور نۀ شی ګټلے. جنګونه غرونه غرونه حوصلې غواړی.
د پښتنو قبيلو اؤ قومونو تر مينځ د حسد اورونه ورو ورو د دښمن د سر د يشېدليو مازغو نه هم تېز شو.
هر مشر غُښتل، چې تاريخ يواځې هم د هغۀ نوم ثبت کړی اؤ دا هغه زهر وو، چې د خپلو وينو نه جوړ شوی وو.
عبدالقادر يوه شپه پټ پۀ پټه د خپلې قبيلې د لښکر سره د تيراه پۀ لور لاړۀ اؤ د هغۀ د تګ غږ د غرونو سينو کښې ورک شو، خو د پاڅون ملا ورسره ماته شوه.
سبا سحر، کله چې مغلی دروازې پرانستلې شوې، ښار پۀ وينو سور شو. شېخ کمال الدين د خپلو لږو ملګرېو سره ولاړ وۀ. شا ته يې ښار وۀ اؤ مخې ته يې تاريخ. هغۀ شا ته وۀ نۀ کتل.
هغه وۀ نۀ نيوے شو، وۀ نۀ وپېژندلے شو، يواځې د دوړو پۀ مينځ کښې ورک شو. ځينو وئيل چې هغه غرونو ته وۀ خوت، ځينو وئيل چې هغه د اولس پۀ زړونو کښې پټ شو، خو تاريخ پوهېدۀ چې هغۀ پۀ عبدالقادر روښانی پسې تر علم ګودره خپل سپين اس زغلولے وۀ.
خو پېښور پوهېده، چې ځينې کسان نۀ مری،
هغوی د تاريخ لۀ پاڼو، د افسانو اؤ داستانونو پۀ لاره د تاريخ زړۀ ته کوزېږی.
زبردست کالم دے