مطلب دا ؤ چې شاعرۍ بايد د ژوند، اولس، فقر، ظلم، غلامۍ، استبداد او ټولنيزو نابرابریو غږ پورته کړي، خو د پام وړ خبره دا ده چې دا فکري تنده، د پښتو ادب په رګونو کښې له پخوا نه روانه وه. د پښتو شاعرۍ بنياد اېښوونکيو له وخته تر ننه د زمکني حقيقت، ملي غېرت، انساني کرامت او ازادۍ مفکورې په شعرونو کښې ترسترګو کېږي. دا د پښتو ادب فطري مزاج دے، نه مصنوعي تقلید، نو ځکه د پښتو شاعرۍ د ترقيپسند مزاج بحث، د فکري استقلال او اولسي شعور بحث دے.
۱. د رومانوي تخيل نه د زمکني حقيقت لور ته تګ:
د ترقيپسند ادب يوه موخه دا وه چې ادب د رومانوي تخيل له غير واقعي رنګ نه راوباسي او د ژوند د رښتينو مسئلو سره يې مخ کړي، خو پښتو شاعرۍ د خپلې پيدائش له ورځې د زمکني حقيقتونو او واقعي ژوند انځور وړاندې کړی دی. د خوشحال خان خټک نظم د هم دې فکر يو څرګند مثال دے. هغه د وطن، جرأءت، غېرت او ملي افتخار خبرې کوي. دا د فردي عشق نه، بلکې د ټولنې، قوم او آزاد فکر شاعری ده
د هغه د اتفاق اؤ اتحاد ننګ اؤ پت نارې د پښتون اولس د خپلواکۍ، مقاومت او حقيقت نغمې اؤ ترانې دی. دا هغه وخت دے، چې د نړۍ ډېر ادب لا د اځلاقی ، تصوفی اؤ عشقي تصوراتو اسير ؤ، نو د پښتو ادب د ابتدا نه دا د ترقيپسند مزاج تسلسل څرګندوي — داسې ادب چې د ژوند له ريښتياو نه جدا اؤ بئیل نه ؤ.
۲. د ظلم، جبر او طبقاتی توپير پر ضد اواز:
د ترقيپسند ادب روح دا دی چې شاعر د ظلم، جبر، طبقاتی نابرابرۍ، مذهبي ريا او سياسي استبداد پر ضد د حق غږ پورته کړي. په پښتو شاعرۍ کښې دا غږ تر ټولو زر د خوشحال خان خټک له خُلې اورېدے شي.
خوشحال بابا د ظلم په ضد د يو مجاهد، مفکر او ازاد انسان په څېر د قلم او توره دواړه استعمال کړی دي. هغه د ظلم، دوکې، منافقت او بزدلۍ مخالفت کړے او د انسان کرامت او غېرت ته يې ارزښت ورکړے دے:
هغه د انسان آزاد فکر او خپلواک ژوند ته ارزښت ورکړے دے، چې دا د ترقيپسندې فلسفې اصل روح دے.
پښتانه چې بل څه فکر کا ناکس دی بې له تورې خلاصے نشته په بل کار
رحمان بابا بيا د غريب او مفلس انسان د ژوند تصوير وړاندې کوي. هغه وايي چې انسان بايد د مال او جاه له بند نه خلاص شي، او د مساوات، زهد او کرامت ژوند غوره کړي:
په سبب د ظالمانو حاکمانو کور او ګور اؤ پېښور درې واړه يؤ ډی
نو که د ترقيپسند ادب روح د ظلم ضد اواز ګڼلے کېږي، نو پښتو شاعرۍ دا فکر درې نيم سوه کاله مخکښې په خپل فطري وجدان کښې لرل:
دا د پښتو ادب هغه مرحله ده چې لا د هند ترقيپسند تحريک جوړ شوی نه ؤ، خو د پښتو شاعر خپله فکري اګاهي د نړيوال شعور سره تړلې وه. دا د يو اولس د فکري بيدارۍ ژوندے ثبوت دے.
۴. د سامراج او قابض حکمران په ضد مزاحمت:
د ترقيپسند ادب يو بل اساسي ټکے د سامراجيت او استعماري قوتونو په ضد د شعوري مزاحمت اعلان ؤ.
پښتو ادب کښې دا مزاحمت د فخر افغان باچا خان “انجمن اصلاحالافاغنه” د تحريک په دوره (۱۹۲۱ء–۱۹۲۸ء) کښې په منظمه بڼه څرګند شو. د دې تحريک موخه د تعليم ترويج، ملي وحدت او ټولنيزه اصلاح وه او ګڼ شمېر شاعرانو د هم دې روح سره شاعری وکړه.
په دغه موده کښې د پښتنو شاعرانو او ليکونکيو په مينه اؤمننه قلم د سامراج په ضد د فکر وسيله ګرځېدلې وه، حال دا چې په هند کښې لا “انجمن ترقيپسند مصنفين” جوړ شوی نه ؤ، نو د پښتو ادب دا پړاؤ د ترقيپسند بهير د تاريخ له پلوه پيشرو رول ادا کوي.
۵. د ښځو انقلابي اواز — الف جان خټکه
سيده بشریٰ بېګم
د ترقيپسند ادب يوه لاسته راوړنه دا وه چې ښځينه شاعرانو هم د ظلم، غلامۍ او ټولنيزې ناروا په ضد خپل اواز پورته کړو.
په پښتو ادب کښې الف جان خټکه د دې فکري انقلاب دَ روښانه سباوون دَ نمر وړومبۍ څړيکه ده. هغې په ۱۹۲۹ء/ ۱۹۴۶ء کلونو کښې د انقلابي او قامی وطنی اؤ مترقی نظمونو يوه سلسله جاری ساتلې ده، چې په “پښتون” مجله کښې چاپ شوې وه.
هغه د ښځو د تعليم، سياسي شعور، ملي ازادۍ او انساني حقونو خبره کوي. دا خبره د نړۍ په نورو ادبي تحريکاتو کښې د ښځينه شاعرانو له نظره بېساري ده. هم دغه لړ کښې د بلې مشهورې شاعرې سيده بشریٰ بېګم، چې د (س ب ب) پۀ مخففه يا مخفی نامه يې قام پرسته، قومی وطنی اؤ مترقی شاعری کړې ده، نامه دَ يادولو وړ ده.
۶. کاکاجي صنوبر حسين مومند او د ترقيپسند تحريک سره تړون:
کله چې د هند د “انجمن ترقيپسند مصنفين” تحريک په ۱۹۳۵م کال کې جوړ شو، نو د دې تنظيم مشر سيد سجاد ظهير په خپل مشهور کتاب “روشنی” (۱۹۴۶) کښې ليکلي دي، چې هغه د پښتون مفکر او شاعر کاکاجي صنوبر حسين مومند د ملاقات او فکري مرستې آرزو لرله.
کاکاجي هغه شخصيت وۀ، چې د سياست، ادب، فکر او عمل مېدانونه يې يو ځائې کړي وو. هغه د “اولسي ادبي جرګې” له لارې د ولس د فکري بيدارۍ کار وکړو او د ازادۍ، مساوات، علم او ټولنيز شعور پيغام يې خور کړو
نو د کاکاجي فکر او عمل د ترقيپسند ادب د فلسفې يو محلي، ژور او عملي صورت دے.
۷. د اولسي ادبي جرګې او نوي نسل فکري روزنه:
د کاکاجي صنوبر حسين مومند تر سیوري، دَ اجمل خټک، قلندر مومند، هميش خليل، ولي محمد طوفان، سيفالرحمان سليم، ايوب صابر، صاحبزاده فيضي، مير مهدي شاه مهدي په څېر شاعرانو او ليکونکيو يو فکري نسل وروزل شو، چې وروسته د پښتو ترقيپسند ادب اساس شو.
دغه نسل بيا د ډاکټر امين الحق امين، سليم راز، عاصي اشنغري، اندېش شمس القمر، عبدالروف زاهد، رحمت شاه سائل، سرور خټک نه داسې تر ډېر لرې پورې يوه اوږده تردې دمه روانه سلسله لری ،دا د نورو شاعرانو له لارې په يو مکمل فکري بهير بدل شو، چې د ټولنيز عدل، ازادۍ، وطندوستۍ، طبقاتی شعور او انساني حقونو خبرې يې د شعر له لارې وکړې.
دوی د پښتو شاعرۍ هغه فکري لار وساتله چې د امير کروړ له غرڅنۍ نه پيل شوې وه — د ازاد انسان او زمکني حقيقت شاعرۍ لار.
نتيجه:
د پورته تفصيل نه دا څرګندېږي چې پښتو شاعري د ترقيپسند ادب نه يواځې اثر نه دے اخستے، بلکې د دې فکري روح يو طبيعي او تاريخي تسلسل لري.
د خوشحال خان خټک له نظم نه تر کاکاجي صنوبر حسين مومند، اجمل خټک، قلندر مومند، سېف الرحمان سلیم، او سليم راز پورې د پښتو شاعرۍ منځپانګه د ولس، مزاحمت، ازادۍ او شعور استازولي کوي. پښتو ادب د استعمار، ظلم او نابرابرۍ پر ضد د اواز پورته کولو اوږد تاريخ لري.
نو ويلی شو چې پښتو شاعرۍ د ترقيپسند ادب فکري موخې لا د دې تحريک نه وړاندې درلودې — يعنې دا ادب له ولس سره تړلی، له ژوند سره مخ دی، او د حقيقت د ښودلو جرئت لري.
پښتو شاعرۍ د “زمکني حقيقت” او “انساني ازادۍ” شاعرۍ ده، نه د خيالنۍ او تشې رومانوي دنيا. په همدې وجه، پښتو ادب د ختيځ د نورو ادبياتو په منځ کښې د ترقيپسند روح يو طبيعي او فطري تسلسل ګڼل کېږي
داسې مضامین د ادبي طالبعلمانو د روزنې د پاره ضروري دي…
ډير اعلا سر داسې مضمونونه جاري وساتئ