د سائل کلام او سندرغاړي د رحمت شاه سائل شهرت يواځې د کتاب له لارې نه، بلکې د موسيقۍ د دنيا له لارې هم عام شوے دے. د دۀ شاعرۍ ته د پښتو موسيقۍ سترو سندرغاړو غږ ورکړے دے— لکه ګلزار عالم، سردارعلي ټکر، نعيم طوري، خيال محمد، شکيله ناز او ګڼو نورو اوازونو د سائل کلام ته داسې ابدي ژوند ورکړے چې اوس دا شعرونه د هر پښتون د زړۀ سندرې دي. د سندرغاړو د اواز له برکته د سائل کلام د “عامه ادبياتو” برخه ګرځېدلې ده خو د پښتنو کور کور اؤ هر کلی ته رسېدلے دے بلکې لۀ سرحدونو اوړېدلے دے.
د شخصيت اړخونه د دۀ په باره کښې کۀ څۀ هم خلق وائي چې غرور لري او عامو خلقو سره کم تماس نيسي، خو حقيقت دا دے چې دا غرور د احساس ژوروالے دے، نه چې د تکبر نخښه – ده خپله ادبی دنيا د قلم او وجدان په محور کښې محدوده کړې ده.
د سائل د شاعرۍ پيغام د سائل پيغام درې محوري موضوعات لري: بيداري او ازادي: د اولس د فکري راويښولو غږ. عشق او احساس: د انسان د دروني ښايست ترويج. کلتور او پېژندګلوي: د پښتو د ژبې، دودونو او وقار دفاع.
د هغۀ هر شعر د خپل ملت د وجود د بقا يوه ناره ده — د وجدان نغمه اؤ د مينې ژبه ده.
رحمت شاه سائل د پښتو ادب د عصري دور هغه شاعر دے چې د فن او فکر ترمنځ يې توازن رامنځته کړے دے.
د هغۀ کلام د احساس، بېدارۍ او رومانيت مجموعه ده.
هغه د اولس شاعر دے، د موسيقۍ شاعر دی، د مينې شاعر دی اؤ پۀ شاعرۍ کښې يې ډېر زيات موسيقيت اؤ غنائيت دے.
الله پاک دې دا خاوره تل د سائل غوندې د وجدان، احساس او صداقت شاعرانو نه تشه نۀ کړی.
د سائل د شاعرۍ الهام، اثرپذيري او د خوښې شاعران رحمت شاه سائل د پښتو د اولسي ادب لۀ روح او خمیر نه الهام اخيستے دے. د هغۀ د کلام تر شا د پښتنو د اولسي سندرو، متلونو، ټپو او فطري احساساتو رنګ پټ دے. دۀ خپله شاعري د پښتو اولسي ادب د ځانګړي صنف — ټپې — له تاثيره ډېره ګټه اخيستې ده. د ټپې په لنډه، خو ژوره بڼه کښې چې د درد، مينې، فراق او انتظار فلسفه پرته وي، سائل ته يو داسې ذوقي لورے ورکړے دے چې د دۀ شعر ته د اولس د زړۀ بڼه ورکړي. سائل د پښتو د پخواني اولسي صنف، چاربېتې، سره هم ځانګړې مينه لري. دۀ په دې صنف کښې داسې چاربېتي ليکلې چې لۀ يوې خوا د احساس خلوص لري، او لۀ بلې خوا د فکري ژورتيا څرګندونه کوي. د دۀ چاربېته د عشق او درد يو ګډ تسلسل دی، چې د اولسي روح او شاعرانه مهارت ښکارندوې ده. سائل د خپل وخت لۀ هغو شاعرانو نه ډېر متاثره دی چې د اولس، وطن او مينې پيغام يې د خپل کلام له لارې رسولی دی. د ده د خوښې او فکري نزدې شاعرانو په قطار کښې دا درې نومونه ډېر مهم دي:
اکرام لله ګران – د اولسي جذباتو او انساني احساس شاعر. خيبر اپريدی – د ازادۍ، مينې او قربانۍ شاعر. خاطر اپريدی – د درد، فراق او نرمې ژبې لرونکے شاعر.
د سائل د شاعرۍ د فکري نسله دا درې واړه نومونه د هغۀ د شعور او فن د ودې لپاره د الهام سرچينې دي. دۀ د دغو شاعرانو له روحي تسلسل، ساده بيان، او اولسي درد څخه الهام اخيستے، خو دا الهام يې د خپل ځانګړي اسلوب په ژبه بدل کړی دی.
د رحمت شاه سائل هيئت، وضعقطع او خويونه رحمت شاه سائل د پښتني ادب يو داسې شاعر دی چې د خپل وجود هره څپه يو ډول ادبي جذبه او وقار لري. د ده د بدن ژبه او د مخ تاثرات د يو ژور فکر لرونکي، حساس او مراقب انسان څرګندونه کوي.
سائل ميانه قد، غونډ مخ، غنم رنګ او د ستړې تجربې رنګه سترګې لري، چې تل پکښې يو ډول ژور غم او دننه نی سکوت ليدلے شی. د دۀ جامه تل ساده وي –
مزیدار لیک دے