یعنې د هغه خبره راته بس ده بس هم بروټس دې زمونږ قېصر وي . دا جمله ښکاره کوي چې اولس خپله ټاکنه نه لري او د احساس د یوې چپې په رڼا کښې ئې نظر بدل شي.
د مارک انټني وینا
انټنی په څو جادوګرانه او ساحرانه جملو سره هم هغه اولس په بشپړه توګه بدلوي او د بروټس له ملاتړ نه د بروټس د وژل کېدو غوښتونکي ګرځي.
دا ځکه چې هجوم او رش (mob) عقل نه لري بلکې د جذباتو تابع وي .
د Mob بېثباته طبیعت :
د ويليم شکسپيیر دا ټکي ښکاره کوي چې اولس د منطق تابع نه وي بلکې د خطیب تابع وي ځکه ئي خيالونه او فکرونه ډير زر بدل شي . اولس د یو مشر له خبرې بل مشر ته په ثانیو کښې تاوېږي.
اولس په سختو حالاتو کښې تشدد، وژنې، او اور لګونې ته چمتو کېږي (لکه د Cinna the Poet وژنه — چې یوازې د نوم د ورته والي له وجې وژلے کېږي!). دا پېښه د ډرامې د mob psychology تر ټولو ویرونکے مثال دے . تفصيل ئي وروسته راځي .
د شکسپيير پیغام :
شکسپيير وايي چې کله چې اولس بېتعلیمه وي، جذباتي وي او د سياسي شعور وړ نه وي نو د اولس حکومت د خطر نه ډک وي. په داسې ټولنو کښې سیاستوال په اسانۍ سره اولس د خپل قدرت لپاره کاروي او دا کار اکثر وخت د خونړۍ انجام لامل کېږي.
ويليم شکسپيير هجوم او رش يا ګڼه (Mob ) ته دومره توجه ځکه ورکوي چې د قيصر وژنه خپله د دې ښکار شوي وي چې د اولس ناسم پرېکړې قدرت پاشي . د اولس جذباتي شور د امپريلزم زوال راولي او د اولس د بې عقله تحريک نه سياسي فتنې، کورنۍ جګړې او تباهي پيدا کېږي.
د دې ډرامې اصل موضوع د رش او اولس نفسياتي کردار دے چې هغه څنګه د جذباتو نه کار اخلي او محض د نوم په ورته والي يو بې ګناه سينا نومې شاعر ووژني . دلته زه اول د سینا شاعر منظر — د اصل متن حواله او تشريح سره وړاندې کوم او بيا ئي جاج اخلم .
د Act 3, Scene 3 اصلي انګريزي متن اهمې کرښې
دلته په دې منظر کښې د شاعر خبرې او د ولس د غبرګون انځور شوے دے بله دا چې د ولسي تشدد (Mob Violence) ټولنيز، نفسياتي او سياسي تحلیل شوے دے دلته د غوغا د رش او د احمق اولس د علمي تعريف تشریح هم شوي ده . د سينا نومې شاعر د قتل د جمعي تشدد کلاسیک مثال دے .
د رومي جمهوريت زوال او د رش ( Mob ) رول:
د بروټس او انټني ویناګانې هغوي ځان پله راکاږي او د اولس د احساساتي فطرت اثر ښائي دغسې د جمهوريت په زوال کښې د اولس څه مقام دے هغه هم ښائي.
د شاعر وژنه د فکر، هنر، او ادبي شعور وژنه :
دلته د د ادب او هنر د ارزښت فلسفي بحث شوے دے نو دغه سوال راپورته کيږي چې ولې شاعر د سياسي ګډوډيو اول قرباني کيږي ؟
د سينه شاعر د نوم مسئله — د شناخت بحران او سياسي سهوه :
دلته د نوم د ورته والي فلسفي معنا بيان شوي ده او د فرد شناخت څنګه د ولس له لوري ورکېږي؟ ددې سوال د جواب لټون کوي .
د ويليم شکسپيير جوليس سيزرز یوازې د رومي سياست او قيصريت داستان نه دے بلکې د اولسي نفسيات د تشدد، د سياسي خطابت، او د بشري عقل د ماتې يوه ژوره ادبي تراجيدي هم ده. په دې ډرامه کښې کره ستونزه دا نه ده چې قيصر څوک و بلکې دا ده چې اولس څنګه د سياسي لوبغاړو ترمنځ د لوبې په شاه شاهي بڼه استعمالېږي. شکسپيير په ډېر قوت سره دا څرګندوي چې اولس چې کله د عقل په ځاے احساس ته غاړه کېږدي نو د تمدن بنيادونه لړزېږي.
په همدې لوے بحث کښې د Cinna the Poet وژنه د ډرامې هغه صحنه ده چې د ګډ اولسي تشدد تر ټولو ویرونکي او ژور انځور وړاندې کوي. دلته د شاعر مرګ یوازې د يو فرد مرګ نه دے بلکې د هنر، فکر، شناخت او عقل مرګ دے .
د سینا شاعر منظر . . . د اصل متن حواله او تشريح
په Act 3, Scene 3 کې سينه شاعر راننوځي. هغه په اندېښنو ډک دے او وائي:
“I dreamt to-night that I did feast with Caesar, And things unluckily charge my fantasy.”
دا کرښې د شاعر د داخلي وېري ننداره کوي . هغه پوهېږي چې ښار د تشدد د طوفان لاندې دے خو بيا هم “يو څه” هغه له کوره وباسي چې دا د تقدير سمبول دے .
کله چې اولسي غوغا او بې عقله رش ورننوځي نو هغوي له دې سړي نه يوازې يوه پوښتنه کوي:
“What is your name?”
“Truly, my name is Cinna.”
کله چې هغه وائي:
نو اولس سمدستي غبرګون ښائي:
“Tear him to pieces! He’s a conspirator!”
شاعر چغې وهي:
“I am Cinna the poet!”
خو اولس وائي:
“Tear him for his bad verses!”
او بيا هغه وژني.
دا منظر د شکسپيير د اولس عقل په اړه تر ټولو خطرناک حکم وړاندې کوي اولس د نوم په اورېدو پرېکړه کوي نه چې د حقیقت په لیدلو.
د اولسي تشدد ټولنيز، نفسياتي او سياسي تحلیل :
(۱) د غوغا او رش عقل څه دے؟
Modern social psychology وائي چې mob درې خصوصيات لري:
1. فردي شناخت د جمعي شناخت لاندې ورک شي.
2. عقل د جذباتو قرباني شي.
3. تشدد د “مشترک غضب” په نوم روا وګڼل شي.
د سينا شاعر وژنه د دې درې واړو خصوصياتو ښکاره ثبوت دے .
د Gustave Le Bon نظریه :
Le Bon په The Crowd: A Study of the Popular Mind کښې وائي
“The crowd is mentally inferior to the individual.” شکسپيير څلور سوه کاله وړاندې دا خبره په عمل کښې وښودله.
د ولسي تشدد سرچينه :
اولس د انټني له وینا وروسته په جذباتو کښې لوېدلے دے