تحقيق: ډاکټر سيد محسن شاه محسن
ليک: ډاکټر خالق زيار
اتڼ د پښتنو قبيلو يوه اولسي ګډا ده_ دا ګډا د پښتنو په اکثرو قبيلو کښې رواج لري_ اتڼ د نورو ګډاګانو په نسبت اسان هم دے او خوندور هم- هر څوک ئې په اسانه زده کولے شي_
هره قبيله په خپل خپل انداز کښې اتڼ کوي خو په بنيادي توګه د دې ټولو اتڼ په يو ډول وي ځکه چې ټول د دې د پاره يو شان دايره جوړوي، ټول اوږدۀ اوږدۀ ويښته ساتي او ټول پکښې د قاموالۍ يا د مينې محبت سندرې وائي_
| په سر کښې به اتڼ د جنګ په موقعه کولے شۀ خو بيا وروستۀ ئې د خوشحالۍ په موقعه هم رواج وموندۀ_ |
اتڼ د ساز سره کېږي خو دا ساز په بېل بېل ډول وي نو ځکه د اتڼ قسمونه هم په بېلابېلو نومونو يادېږي-
اتڼ کوونکي اکثر ټوپکې، تورې يا رومالونه يه لاس په خپله قامي جامه کښې مېدان ته راووځي_ اکثر ئې د سور يا اسماني رنګ واسکټونه اغوستے وي چې وړې وړې شيشې پکښې لګېدلې وي_
په وړومبي سر کښې ډول وهونکے ورو ورو ډول وهي او اتڼ کوونکي په قلاره قلاره ښوزي راښوزي – بيا کله چې ډول تېز شي نو د اتڼ کوونکو حرکتونه هم تېز شي او اخير کار دومره تېز شي چې اخيري درجې ته ورسي_ په سر کښې به اتڼ د جنګ په موقعه کولے شۀ خو بيا وروستۀ ئې د خوشحالۍ په موقعه هم رواج وموندۀ_



