که څه هم نړۍ نن د ښځو نړیواله ورځ نمانځي او د پرمختګونو نارې وهي، خو د پښتنې مېرمنې په برخه کې لا هم د محرومیتونو تورې ورېځې خپرې دي. پښتنه ښځه چې د تاریخ په اوږدو کې یې د مېړانې، پت او حیا نښه ګڼل کېږي، نن د ژوند له هغو اساسي حقونو بې برخې ده چې اسلامي او انساني ارزښتونو ورته ټاکلي دي. دا یوه دردوونکې پوښتنه ده چې ولې د ټولنې دا نیمه او جوړونکې برخه لا هم د جهالت، ناوړه دودونو او سیاسي بدبختیو قرباني ده؟
د پښتنې مېرمنې لومړی او تر ټولو ستر محرومیت د تعلیم او پوهې له رڼا څخه لرې والی دی. په داسې حال کې چې تعلیم د هر انسان فطري حق دی، خو پښتنه لور لا هم د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو دروازو تر شا د خپلې راتلونکې لپاره اوښکې تويوي. د پوهې له دې ستر نعمت څخه محرومیت یوازې د یوې نجلۍ زنداني کول نه دي، بلکې دا د یو نسل د شعور وژنه ده. کله چې یوه مور بې سواده، بې تعلیمه پاتې شي، نو د ټولنې د روزنې او فکري ودې بهیر په ټپه درېږي.
له بلې خوا پښتنه مېرمن په ټولنیز او اقتصادي ډګر کې هم له سختو محدودیتونو سره مخ ده. هغوی چې په خپل هنر، زغم او استعداد سره کولی شي د کورنۍ او هېواد په اقتصاد کې رول ولوبوي، نن د ناسمو دودونو او سختدریځو فکرونو په زندان کې بندي دي. د میراث حق چې اسلام ورته په صراحت سره ورکړی، لا هم په ډېری پښتني سیمو کې د شرم او عیب خبره ګڼل کېږي او ښځه ترې محرومه ساتل کېږي. دا هغه بې انصافي ده چې د ښځو ژوند یې له بې وسۍ او احتیاج سره مخ کړی دی.
د روغتیا، بیان د ازادۍ او د خپل ژوند د برخلیک ټاکلو په برخو کې هم د پښتني مېرمنې غږ د کلتوري تریخوالي او ناسم پوهاوي تر منځ غلی شوی دی. هغوی چې د ټولنې د بقا ساه ده، نن خپله د اکسیجن په لټه کې دي. مونږ په داسې حال کې د مارچ اتمه نمانځو چې زمونږ خویندې او میندې د خپلو لومړنیو حقونو لپاره په پټه او ښکاره فریاد کوي.
د پښتنې مېرمنې محرومیت د ټول پښتون قوم محرومیت دی. تر هغو چې مونږ ښځه د یو خپلواک، محترم او باحقوقه انسان په توګه ونه منو، زمونږ ټولنه به هېڅکله د سوکالۍ او عزت مخ ونه ګوري. راځئ نن یوازې په شعارونو بسنه ونه کړو، بلکې د دې محرومیتونو د ختمولو لپاره یو عملي ګام پورته کړو. د پښتنې مېرمنې حق غوښتل بې غیرتي نه، بلکې تر ټولو لویه مېړانه او انساني وجیبه ده.
که د پښتنې مېرمنې تاریخ او شخصیت ته ځیر شو، نو زمونږ ذهن ته د حیا، غیرت، پتیالۍ او مېړانې یو داسې زرین انځور راځي چې د نړۍ په بل هېڅ کلتور کې یې بېلګه نه موندل کېږي. پښتنه مېرمن نه یوازې د کور دننه د عفت او اخلاقو نمونه ده، بلکې په تاریخي ډګرونو کې یې هم په خپله مېړانه ثابته کړې چې هغوی په یو لاس زانګو ځنګوي او په بل لاس نړۍ ته تغیر ورکولای شي. د هغوی زغم او د ژوند د ناخوالو پر وړاندې د هغوی مقاومت د ستایلو وړ دی.
خو نن د دې وخت دی چې د دغې سترې هستۍ پر وړاندې خپل مسؤلیتونه درک کړو. د ښځو نړیواله ورځ باید یوازې په نمایشي مبارکیو او شعارونو محدوده پاتې نه شي، بلکې دا باید د یو شعوري بدلون پیل وي. مونږ باید د هغوی د تعلیم، روغتیا او پرمختګ حقونه په رسمیت وپېژنو او دا ومنو چې د یوې ښځې پرمختګ په اصل کې د ټولې ټولنې او راتلونکي نسل پرمختګ دی.
د هغوی انساني کرامت او عزت ساتل زمونږ ایماني، اخلاقي او وجداني دنده ده. راځئ نن دا ژمنه تازه کړو چې ښځې ته به د یو داسې ارزښتمن انسان په توګه ګورو، ځکه چې په درناوي او حقوقو ورکولو سره یې مونږ یوې روښانه او بسیا نړۍ ته رسېدلی شو. هره ورځ د ښځې ورځ ده، که چېرې مونږ د هغې مقام ته د انسانیت او سپېڅلتیا په سترګه وګورو. په اخېره کې د نړۍ او په ځانګړي ډول د پښتنو د ټولو باهمته، مېړنیو او پتمنو مېندو او خويندو ته دا ورځ دې بختوره او نېکمرغه وي. چې دوی په دې سخت دریځه چاپېريال کې د خپلو حقوقو لپاره د سر په بيه مبارزه کوي او پښتنې مېرمنې د نړۍ مېرمنې سره سیالې کوي.