رپورټ: اسلام ګل اپريدی
په خېبر ضلع کښې د جينکو اوه ديرش سکولونه غېر فعاله دی..؟؟
په افغانستان کښې خو د جينکو د مکتبونو بندېز د طالبانو د رياستی بنديزونو وجوهات لری او په نړيواله کچ دا پیشنهادونه راځی چې د افغانانو جينکو تړلی مکتبونه دې پرانستې شی خو دلته په پښتونخوا کښې د سکولونو حالت تر دې حده خراب شوے دے چې په سرکاری کاغزونو ريکارډ کښې سکولونه موجود دی خو زمينی حقايق د ريکارډ نه مختلف دی لکه اوس چې د يو رپورټ ترمخه دا سوال راپورته شوے دے
د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن مطابق خېبر پښتونخوا کښې د تعليم شرح شپږ پنځوس فيصده ده او ضم شوو قبايلی ضلعو کښې اتويشت فيصده ده د جينکو د تعليم شرح پکښې ديرش فيصده نه هم کمه ده |
آيا دا رښتيا دی چې په خېبر ضلع کښې د جينکو اوه ديرش سکولونه فعاليت نه لری..؟
دا پوښتنه په داسې حال کښې د خېبر پښتونخوا د حکومتی چارواکو دپاره اهمه ده بايد چې جواب ورکړی ،که د افغان طالبانو لخوا په افغانستان کښې د جينکو مکتبونه تړلی شوی دی او پاکستان حکومت هم د هغوی نه دا غوښتنه کوی چې د جينکو مکتبونه دې پرانزی نو په پښتونخوا خېبر ضلع کښې د جينکو اوه ديرش سکولونه ولې فعاليت نه لری؟

د يو رپورټ ترمخه معلومه شوې ده چې د خېبر ضلعې پسيد خېل ګورنمنټ ګرلز پرائمري سکول کوم چې افغان پولې سره نزدی اول خان کښې دے د دې سکول ماشومانو جينکئ د تېرو دريو مياشتو راسې په دې هيله سکول ته ځی چې مونږ له به زنانه استازه راشی خو اوسه پورې داسې ونشوه په دغه سکول کښې د څلورو سوو نه زياتې ماشومانو جينکو دپاره په مستقل او عارضی توګه زنانه استازانې موجودې وې خو د يوې استازې بدلی وشوه او د بلې پراجيکټ وخت ختم شو
يوه ماشومه حليمه نومې جينئ چې په پنځم جماعت کښې ې سبق وئيلو هغې ووې
زما تعليمی سلسله روانه وه خو زمونږ يوه استازه بلې علاقې ته بدلی وشوه او دوېمې استازې پراجيکټ ختم شو نو اوس سکول شته خو استازانې پکښې نشته. زما خو ډېر ارمان دے چې زه تعليم وکړم او ډاکټره جوړه شم
د اول خان کلی ابادی د دولس زره نه سېوا ده او د جينکو دپاره صرف يو پرائمری سکول دے دلته په 2008 کښې دوه استازانې ولګولی شوې.اړ د زده کړې سلسله شروع شوه ډېر زر د جينکو تعداد اوه سوو ته اورسېدو په 2020 کښې د يوې استازې او 2023 کښې د بلې بدلی وشوه بيا د پراجيکټ نه يوه استازه راغله خو د تېر جون نه د فنډ د کمی په وجه هغه استازې هم سکول ته راتګ بند شو د علاقې خلقو په خپل مدد پخپله مارچ پورې تعليمی سلسله جاری وساتله خو اوس د دريو مياشتو راسې سکول شته خو ښودنې دپاره استازانې سټاف نشته په دې لړ کښې معلومه شوه چې شاوس تعلق د مقامی علاقې سره دے چې د مقامی حکومت نماينده دے هغه صرف دا نه چې د خپلې علاقې د سکول تعليمی سلسله جاری ساتل غواړی بلکې په علاقه کښې د هلکانو په پرائمری سکول کښې د هلکانو تعداد زياتوالي او د سټاف د کمی په وجه پخپله درس وتدريس خواری هم کوی
هغه د حکومت سره په رابطه کښې دے چې د جينکو د سکول دپاره د زنانه استازانو بندوبست وکړی خو په جواب کښې ورته وئيلی کيږی چې سټاف کم دے دلته په علاقه کښې د ماشومانو د مستقبل سوال دے چې منتخب نمايندګان او د تعليم محکمې اعلا چارواکی په دې لړ کښې زر تر زره دا کمے پوره کړی د خېبر ضلعې د محکمه تعليم د حکامو لخوا جاری شوی اعدادو شمار ترمخه په پوره ضلعه کښې اوه ديرش پرائمری سکولونه د عملې له کبله غېر فعاله دی
چې په دې لړ کښې د محکمه تعليم زنانه افسرې موقف د معلومولو کوشش وشو نو هغې د کيمرې په وړاندې د راتلو نه انکار وکړو او د سکولونو د بندش خبرونه ې غلط وګرځول هغې ووې چې په خېبر ضلعه کښې د جينکو يو سکول هم غېر فعاله نه دے.
د دفتر نه ترلاسه شوی اعدادو شمار مطابق اته څلويښت زره ماشومانو دپاره شپږ سوه يو کم څلويښت کسانو عمله پکار ده چې پکښې څلو سوه دوه اتيا مستقل استازانې دی او يو سل اوه پنخوس اسامئ خالی پرتې دی د تېر جون نه د پراجيکټ د بنديدو په وجه يو سل اته څلويښت استازانې د نوکرئ نه ګوښه کړی شوی دی د ادارې د وېنا مطابق د اوه سوه استازانو ضرورت دے
د محکمه تعليم يو اعلا چارواکی د نوم نه ښودلو په وخت ووې. چې په خېبر ضلعه کښې اوه ديرش سکولونو کښې تدريسی سلسله ولاړه ده

په دغه لړ کښې رقيب الله نومی سړی چې تعلق ې ملاګوری علاقې څخه دے، په خپله علاقه کښې دجينکو پرائمری سکولونو د عملې د کمی شکايت څخه دفتر ته رجوع کړې ده. هغه وئيلی دی چې په سکول کښې پنځه سوه پورې ماشومانې تعليم کوی د دوی دپاره دوه استازانې وې، يوې استازې بدلی
وشوه او بله په ميډيکل رخصتئ لاړه نو د تعليمی زده کړې سلسله به په داسې حالاتو کښې څنګه دوام ومومي. زه څو څو ځله دفتر ته په دې لړ کښې راغلم خو څه نتيجه نه ورکوی
د تعليم د محکمې خېبر ضلعې مطابق په مدل کښې دوه زره نه سوه اتلس جينکئ تعليم کوی د دوی دپاره دوه سوه يو ديرش عمله تعنياتی لری
په های کلاسونو کښې پنځه زره يو سل شپږ شپيته چينکئ تعليم حاصلوی د دوی د تدريس دپاره دوه سوه اويا استازانې دی او درې اسامئ خالی دی
په ټوله ضلعه کښې باړه او لنډی کوتل کښې دوه هائي. سيکنډری سکولونو کښې يو زر ديرش جينکئ دی اته شپيته عمله لری
که د افغان طالبانو لخوا په افغانستان کښې د جينکو مکتبونه تړلی شوی دی او پاکستان هم دا غوښتنه کوی چې طالبان دې د جينکو مکتبونه پرانزی نو په پښتونخوا خېبر ضلع کښې د جينکو اوه ديرش مکتبونه ولې فعاليت نه لری؟؟ |
د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن مطابق خېبر پښتونخوا کښې د تعليم شرح شپږ پنځوس فيصده او ضم شوو قبايلی ضلعو کښې اتويشت فيصده ده په دوی کښې د جينکو د تعليم شرح ديرش فيصده نه هم کمه ده
د پورته زکر شوی ټول سروې رپورټ په نتيجه کښې چې مونږ د خېبر پښتونخوا ټولو لرې پرتو اطرافو او بيا ضم شوو علاقو د سکولونو او ورسره د ټولو سرکاری ادارو جايزه واخلو نو دا بحران د ډېر وخت نه راروان دی اول خو چې دغلته د تعليمی شرحې د کمی په وجه د نورو ضلعو نه تعنياتی کېده نو هغوی به ډيوټی نه کوله او په کورونو به ې تنخاګانې اخستې فقط د سرکاری تغنياتئ دپاره به ې اطرافو کښې ارډرونه کېدل او بيا څه موده پس به ې خپلو علاقو ته ټرانسفر وکړو. نو اوس چې کوم صورت حال دی نو هغه دوه عوامل لری يو داچې لرې قبايلی علاقو کښې د امن وامان خراب صورت حال له امله ادارې کار نشی کولې او بله دا چې فنډونو کموت دے نو د تعليم ،صحت او نورو ادارو حال دادے چې په سرکاری ريکارډ کښې يو څه دی او زمکنی حقايق ې بل شان دی
دا سرکاری او عوامی ادارتی ټول حقيقتونه چې يو برابر يو شان کوو نو مکمل احتسابی عمل به غواړی