سوشل ميډيا نه انتخاب
د دې یوازې یو ځواب دی.
په دې ټول بلاګ کې د چین نوم لرې کړئ او پر ځای یې بل نوم کېږدئ، بیا یې ولولئ، نو د انسان ذهن به روښانه شي.
د پاکستان او هند په جګړه کښې رافیل الوتکې وغورځېدې، او په دې سره د اروپا پر وړاندې د چین برتري ثابته شوه. دا زموږ دعوه وه چې د مئ میاشتې له جګړې وروسته نړۍ بدله شوې ده.
خو د ایران او امریکا جګړې د مئ میاشتې جګړې ته مهر ولګوؤ او اوس د نړۍ نقشه په دایمي ډول بدله شوې ده. چین د امریکا پر ټکنالوژۍ یو حیرانوونکی برید کړی او پرته له کوم شریک څخه د نړۍ ستر ځواک (سوپر پاور) ګرځېدلی دی.
دا څنګه؟
امریکا دا خبره منلې ده چې د ابراهام په نوم بحري بیړه د چین د ټکنالوژۍ له خوا هدف ګرځول شوې ده. د ایران دا بریالی برید د امریکا د وارخطایۍ سبب شوی دی.
امریکا خپل ټول بحري بیړۍ لری کړي دي.
خو دا دومره مهم نه دي، تر ټولو مهمه پېښه د امریکا د اوو جنګي الوتکو غورځېدل دي.
امریکا دا منلې ده چې د دوی اووه الوتکې، چې په کښې درې F-35 هم شاملې دي، د چین د ټکنالوژۍ له امله غورځېدلې دي. دا خبره به لویه زلزله رامنځته کړي. دا د امریکا لپاره ډېر لوی صدمه ده، ځکه نه کوم توغندی راغی او نه کومه بله الوتکه، خو بیا هم د امریکا جنګي او نه ماتېدونکې الوتکې لکه پرې شوې پتنګانې له اسمانه ولوېدې.
دا داسې صدمه ده چې امریکا یې اړ کړه خپلې ټولې الوتکې قبرص ته یوسي.
چین احتیاط کوي چې الوتکې د ایران په خاوره کښې ونه غورځوي، ځکه دا به د چین له خوا د جګړې ښکاره اعلان وي.
له همدې امله چین داسې لاره غوره کړې ده چې امریکا ته پیغام هم ورسېږي، امریکا ته د عزت د ساتلو فرصت هم پاتې شي، او د نړیوالې جګړې حالت هم رامنځته نه شي.
هیڅ شک نشته چې دا الوتکې د کویت د نظام د خرابېدو له امله غورځېدلې دي. خو پوښتنه دا ده چې د کویت نظام څنګه خراب شو؟
هو، دا یو پیاوړی سایبري برید و چې د الوتکو انجنونه یې بند کړل.
زما په نظر درېمه مهمه پېښه دا ده چې یو ایراني توغندی د اسراییلو ټول دفاعي سیستمونه مات کړل او د نتن یاهو دفتر یې ویجاړ کړ.
د اسراییلو Iron Dome او Patriot دفاعي سیستمونه بې ګټې ثابت شول، او دا هم د چین د ټکنالوژۍ له امله ممکن شوي دي.
اوس مهال اسرائيلي مشران نه پوهېږي چې چېرته ځان پټ کړي.