د ادراکي تنقید اهم تصورات: ادبي ادراکيات څو اهم تصورات او مفاهیم لري: Theory of Mind Mental Simulation Cognitive Emotion Conceptual Metaphor Embodied Cognition
د Theory of Mind په اړه Lisa Zunshine لیکي چې “Our engagement with fiction depends on our ability to attribute mental states to fictional characters.” Zunshine, Why We Read Fiction (2006) لوستونکي د افسانې د کرکټرونو ذهنی حالتونه درک کوي او له همدې لارے له متن سره اړیکه ټینګوي.
د افسانې ټولنیز پس منظر: “ړنده کهاته” د غربت، لوږې او ټولنیز نابرابرۍ افسانه ده. په دې افسانه کښې درې اهم ټولنیز عناصر موجود دي لکه اقتصادي بحران ، ټولنیز طبقاتی فرق ، د مزدور ژوند اضطراب او د اوړو قطار د ټولنې د اقتصادي حالت یو سمبول ګرځي.
د کرکټر ادراکي تحلیل: شمشېر د لوږې ذهنی تجربه: شمشېر یوازې یو کرکټر نه دے بلکې د ټولنیز اضطراب یو نماینده ذهن هم دے. د هغه ذهن د درې دباو تر منځه بند دے لکه د کور غربت ، د کار د نايک وېره او د ماشوم ناروغي دا درې واړه د انسان د شعور ادراکي دباو جوړوي.
داخلي مونولوګ او ذهني چلند: افسانه کښې د شمشېر داخلي خبرې د ذهن چلند څرګندوي. هغه له ځان سره داسې خبرې کوي لکه د نائک په اړه فکر ، د ماشوم د ناروغۍ وېره او د ټولنې د ظلم احساس چې دا د ادراکي تنقید له نظره د Stream of Consciousness مثال دے . د لوږې ادراکي استعاره: افسانه کښې داسې جمله شته “خلک لکه د ژوندو مړو ولاړ وو” دا استعاره د لوږې د حالت ادراکي تصویر جوړوي. د استعارې په اړه جارج لېک اف (George Lakoff) لیکي چې “Metaphor is pervasive in everyday life, not just in language but in thought.” Lakoff & Johnson, Metaphors We Live By
استعاره یوازې په ژبه کښې نه بلکې د انسان په فکر کښې هم موجوده ده.
د ټولنیز تضاد ادراکي تحلیل: افسانه کښې یو اهم تضاد شتون لري لکه غربت او شتمني نتيجه ئي دا ده چې مزدور قطار کښې ولاړ وي ولے خان په موټر کښې اوړه اخلي . دا تضاد د ټولنیز نابرابرۍ ادراکي تصویر جوړوي.
جسماني ادراک: ادبي ادراکيات وائي چې ذهن او بدن خپلو سره تړلي دي. افسانه کښې څو جسماني حالتونه بیان شوي دي لکه ستړیا ، د مرۍ وچېدل او د بدن کمزوري کيدل . دا ټول د ذهن د اضطراب فزیکي څرګندونه ده.
د غربت ادبیات او د چارلس ډکنز نړۍ: په نړیوال ادب کښې د غربت تر ټولو مشهور لیکوال چارلس ډکنز (Charles Dickens) ګڼلې شي. د هغه مشهور اثار Oliver Twist Hard Times David Copperfield دي چې پکښې د صنعتي انقلاب د غربت تصویرونه وړاندې شوي دي.
د اوليور ټويسټ او “ړنده کهاته” مقایسه: په اوليور ټويسټ کښې د یتیم ماشوم غربت بيان شوے دے او په ړنده کهاته کښې د مزدور غربت بيان شوے دے . په اوليور ټويسټ کښې صنعتي لندن فضا جوړه ده او دلته د پښتني ټولنې فضا جوړه ده هلته د يتيم ماشوم لوږه ده او دلته د ټولې کورنۍ لوږه ده چې شمشير ئي نمايندګي کوي . په دواړو کښې لوږه د انساني درد بنياد جوړوي.
د هارډ ټايمز او ړنده کهاته مقایسه: په هارډ ټايمز کښې د صنعتي ښار مزدوران د اقتصادي نظام قربانیان دي خو په “ړنده کهاته” کښې مزدور د اقتصادي بحران قرباني دے او د ژوند عزت له خطر سره مخ دے .
ادراکي مشابهت: د دواړو ادبیاتو تر منځه درې اهم ادراکي مشترکات شته لکه لوږه د انسان ذهن بدلوي، ټولنیز ظلم ذهني اضطراب پیدا کوي. لوستونکی د کرکټر درد تجربه کوي.
ماخذونه Stockwell, Peter. Cognitive Poetics: An Introduction. Zunshine, Lisa. Why We Read Fiction. Lakoff, George & Johnson, Mark. Metaphors We Live By. Oatley, Keith. Such Stuff as Dreams. Dickens, Charles. Oliver Twist. Dickens, Charles. Hard Times.
که دا افسانه د ادبي ادراکيات (Cognitive Literary Theory) له نظره مزيد وڅېړو نو مونږ به وګورو چې متن یوازې د غربت او لوږې کیسه نه ده بلکې د انساني ذهن، احساس او ادراکي تجربې بیان هم دے.
د ادبي ادراکيات بنيادي اصل: ادبي ادراکيات وائي چې لوستونکي د متن لوستلو په مهال د کرکټر ذهني حالتونه درک کوي. د دې نظریې اهمه څېړونکې ليسه زونشاين (Lisa Zunshine) لیکي چې “Our engagement with fiction depends on our ability to attribute mental states to fictional characters.” Lisa Zunshine, Why We Read Fiction, Ohio State University Press, 2006, p. 6. له افسانې سره زمونږ اړیکه د دې وړتیا پورې تړلې ده چې مونږ د افسانوي کرکټرونو ذهنی حالتونه درک کړو. لوستونکي د شمشېر ذهن ته داخلېږي او احساس کوي چې هغه لوږه تجربه کوي ، د ماشوم ناروغي ئې ذهن ته زور ورکوي او د کار د نايک وېره لري نو متن د لوستونکي په ذهن کښې ذهني تجربه جوړوي.
ادراکي استعاره (Cognitive Metaphor) په افسانه کښې څو داسې تصویرونه دي چې د ادراکي استعارې مثالونه ګرځي لکه “قطار کښې خلک لکه د ژوندو مړو ولاړ وو” دا جمله د لوږې حالت داسې بیانوي لکه خلک چې ژوندی جسدونه وي. د استعارې په اړه جارج لېک اف (George Lakoff) لیکي چې “Metaphor is pervasive in everyday life, not just in language but in thought.” George Lakoff & Mark Johnson, Metaphors We Live By, 1980. استعاره یوازې په ژبه کښې نه بلکې د انسان په فکر کښې هم ژوره موجوده ده.
ادراکي تضاد (Cognitive Contrast) افسانه کښې یو اهم ادراکي تضاد هم موجود دے لکه شمشېر د اوړو قطار کښې ولاړ وي ولے خان په موټر کښې پيسې وشمېري او اوړه واخلي دا تضاد لوستونکي ذهن کښې ټولنیز نابرابري روښانه کوي.
ادراکي تجربه او ټولنیز شعور: د ادبي ادراکياتو يو مشهور نقاد کيتھ اوټلي وائي چې افسانه د ټولنیز تجربې ذهني تقلید دے . په افسانه کښې لوستونکي د شمشېر د اضطراب، عاجزۍ او د نورو شخصیتونو د ټولنیز تعامل تجربه کوي. د لوستونکي په ذهن کښې د ټولنیز شعور فعاله برخه کار کوي د بې وزلو، عاجزو او مصيبت زده حالتونه درک کوي. دا د ادراکي تجربو یوه پیاوړې مثال دے ځکه افسانه د انساني تعامل او ټولنیزو حالتونو احساس ژوندي کوي. د افسانې “ړنده کهاته” ادراکي سپړدنه دا ښائي چې افسانه د ذهني فضاګانو، احساساتو، او فکرونو یوه ژوره شبکه وړاندې کوي. لوستونکی د Theory of Mind او Narrative Imagination له لارې د ټولو شخصیتونو رواني حالتونه درک کوي. استعاري ژبه د ذهن د عملونو فهم اسانه کوي. افسانه د اجتماعي او شخصي تجربو د ادراکي مرحلو مشق وړاندې کوي. په ساده ډول “ړنده کهاته” د ادبي ادراکياتو یوه نمونه ده چې څنګه ادبي متن د لوستونکي ذهن فعالوي، احساسات او ټولنیز شعور ته تقویت ورکوي او د ادراکي مرحلو فهم ته وده ورکوي. لنډه دا چې “ړنده کهاته” د ادبي ادراکياتو د نظريي په اساس يوه نماينده افسانه ده .
One thought on ““ړنده کهاته” د ادبي ادراکياتو يوه نماينده افسانه”
د فن کار خلک متاثره کول او د تنقيد وظيفه خلک پويول دي. زۀ دا خو منم چې ترکومه د پوهولو کار دے نو هغې کښې تا خپل ايمان په نره ښودلے دے. خو چې خپل فن ته ګورم نو اوس هم داسې محسوسوم لکه چې زما ګډو وډو کرښو ته چا د خدای نېک بنده هسې دا اعزاز بخښلے وي چې ګني په دې کښې پوره د ادراکياتو تنقيدي نظريه پټه ده يا دغه نظريه په دې منطبق کېدے هم شي.
زما په دې افسانه ړنده کهاته باندې د دې نه وړاندې فاروق ځيګر رور مې هم د خپل فکر و نظر زور آزمائېلے وۀ، چې لوستونکو ورته په درنه سترګه کتلي وو. خو د هغه ليک په مقابله کښې ماته د ګل اکبر خان په دې ليک باندې په رايه ورکولو کښې دا مشکل دے چې د ادراکياتو د تنقيد يا د دې تېورۍ نوم هم ما په وړومبي ځل د کل اکبر خان رور د خلې نه واورېدو. نو په داسې حال کښې چې يو خوا زما د مطالعې لاسونه تش دي نو بل خوا راته دا خطره هم پېښه ده که ګوذار مې په نخښه ورغے نو يا بسم الله…. خو که د توت په ځاے مې بکياڼه کړه او يا مې د خر په ځای کولال وداغلو نو دا به ښۀ نه وي.
بحرحال زه د ګل اکبر خان د دې موجوده تنقيد يو خو په دې هم شکرګزار يم چې په پښتو کښې ئې ورله زما په افسانه ستر مات کړو او بل خوا په دې هم مطمين يم چې دا يو داسې وخت دے چې هر سړے د چېټ جي پي ټي له برکته نقاد، دانشور او عالم دے خو زما رور ګل اکبر خان د سر وينې خپو له او د خپو سرله بوځي خو خپل عالمانه او تنقيدي فرايض ښۀ په نره پوره کوي.
زما په خيال دا ډېره د خوشبختۍ خبره ده چې که مونږ هم په يو کټ پوزي خپل تخليق لرو نو ورسره تنقيد هم لرو.

د ليکوال په خصوصي توګه مننه