ليک : انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا
شپږمه برخه
فارسي ژ به د ادبې ، تاریخي او کلتوري میراث یوه لویه خزانه ده – د فارسۍ ژبې لمن ځکه دومره پراخه ده چې د تکمیل په مرحلو کښې یې د ډیرو سلطنتونو ، مذهبونو او مختلف قومونو د کلتورونو څخه اثر اخستې دې او د ډیرو ژبو نه یې ټکي ، اصطلاحات ، لغتونه او ګرامري جوړښتونه خپل کړې دی ،او بیا ډیرو ژبو د فارسۍ نه اثر اخستې دې – پښتانه او کرد په دې قطار کښې د نورو قومونو نه مخکښې دي-
په لرغوني تاریخ کښې د فارس دواړه زړې ژبې “ اوستا “ او “ زاړه فارسي “ معتبرې او لویی ژبې پاتې شوې دې – زاړه فارسي د شاهي کورنئ ، د بادشاهانو د دربار ، د واکمنو اشرافو ، د دولتي ادارو او د عدالت ژبه وه او اوستا د زرتشتي مذهب مقدسه ژبه وه

د زرتشتي مذهب ټول روایات ، مذهبي احکام او مقدس کتاب په اوستا ژبه کښې لیکلي شوي وو، اوستا ژبه د عام وګړي ژبه ځکه پاتې نهٔ شوه چې اوستا دوه ځله په لویه کچه ماتې وخوړه اول ځل – چې کله سکندر اعظم د فارس بادشاه داریوش دریم ته په 333 قبل مسیح کښې شکست ورکړو او فارس سقوط شو ، په دویم ځل – چې کله فارس ته اسلام راغې او د زرتشتي مذهب په کتابونو او تفسیرونو بندیز ولګیدو- دا دې سختو بندیزونو له امله اوستا ژبه په تدریجې ډول کمزورې شوه او صرف په مذهبي کتابونو کښې پاتې شوه-
همدارنګې د مصر د قبطي ژبې سره هم شوي وو – د مصر زاړه قبطي ژبه د اسلام د راتلو نه ورستو صرف د مصري کلیسا مذهبي ژبه پاتې شوه او عربي ژبه د دولت ژبه شوه – زرشتي مذهب د اسلام نه مخکښې د فارس دولتي مذهب وو- او اوس هم په کردستان کښې د زرتشت مذهب منونکي شته – فارس پخپله د دولسو پیړیو نه زیات د لویدځې اسیا د لویو او معتبرو سلطنتونو کور پاتې شوے دے – د لوی کوروش ، دارا ، اردشیر ، شاپور ، بهرام ، خسرو او انوشیراوان سلطنتونه د انساني تاریخ په لویو سلطنتونه کښې شمیرل کیږي-
| د فارس مشهوره د لوی دارا د بیهستون لیکنه په 522 – 486 قبل مسیح کښې په خط میخي کښې لیکلې شوې ده – د بهستون لیکنې او د طاق بوستان زاړه اثار د ایران په کردستان کښې دي – مطلب دا چې کردستان پخپله د ادب او تاریخ یوه لویه زانګو پاتې شوې ده |
د سکندر اعظم نه تر د روم سلطنت پورې هر چا د فارس د لویۍ او عظمت د تر لاسه کولو هڅې کړې دي – او بیا ورستیو سلطنتونو د فارس د بادشاهانو د پښو په خاپونو پل ایښې دې او پرمختګ یې کړې دې – د فارس بادشاهان په خپل وطن ، دود دستور او مذهب مئین وو ځکه هغوې په هر میدان کښې د نړۍ د نورو هیوادونو نه زیات کار کړے دے
اوس هم د ایران په ګڼو ځایونو او ښارونو کښې د اسلام د راتلو نه مخکښې په ایراني معمارۍ جوړ کړي شوي اثار دنګ ولاړ دي -د کوروش کبیر په کال 539 قبل مسیح کښې د بابل له فتح وروستو لیکلی شوی فرمان د بشري حقونو لومړۍ منشور ګڼلې کیږي –
یهود په خپل عبراني مذهبې کتابونو کښې کوروش کبیر خپل مسیحا ګڼي – د پخوانیو ایراني اثارو نه د فارس د بادشاهانو د خپل کلتور ، دود دستور او د ژبې سره د مینې اظهار څرګند دے – د لویدځ فارس ژبه زاړه پارسي وه چې پارسوه او اریا به ورته ویل کیده او دا به په خط میخي کښې لیکل کیده – د فارس مشهوره د لوی دارا د بیهستون لیکنه په 522 – 486 قبل مسیح کښې په خط میخي کښې لیکلې شوې ده – د بهستون لیکنې او د طاق بوستان زاړه اثار د ایران په کردستان کښې دي – مطلب دا چې کردستان پخپله د ادب او تاریخ یوه لویه زانګو پاتې شوې ده ، ختيځ فارس ژبه اوستا وه د زرتشتي مذهب د مذهبي روایاتو مجموعه او مقدس کتاب “ اوستا” هم په اوستا ژبه کښې لیکلې شوے دے- د “ اوستا “ کتاب ژباړنې ، شرح او تفسیرونه چې کله د پهلوې ژبې په رسم الخط کښې ولیکل شو بیا به یې اوستا کتاب ته “ زند اوستا “ وئیل زند په پهلوي ژبه کښې شرح و تفسیر او په اوستا ژبه کښې علم او پوهې ته واي


