ليک : انجينئر قدرت الله داوړ
دوېمه برخه
کرد په خپل زوړ تاریخ ، ژبه ، کلتور او دود دستور ویاړ کوي او په پخپله خاوره او غرونو مئین خلق دي- د کردو په شاعري کښي د قام ، وطن او د خپلې خاورې او غرونو سره د مینې اظهار بالکل داسې دی لکه چې د پښتو د شاعرۍ ژباړنه وي – د کوردۍ ژبې شاعر یونس رؤف دلدار د کردستان قومي ترانه یا ملي سرود “اې رقیب “ او یا دکرد شاعر ځیګرخون نظم “ زه څوک یم؟ “ هغه مینه او جذبه لري کومه چې د پښتنو په وینه کښې ده- کوردي ژبه د شمال لویدیځ ایرانۍ ژبو یوه ډله ده او پښتو د ختیځې ایران د ژبو څانګه ده – د کوردي ژبې او د پښتو ځینې ټکي یو شان دي لکه ناموس ، ګوند، اسمان ، باد ، باران ، خدای -ګل ،تبر، پیاز، سیو ( ماڼا) ، شین ، زیرک ، خوشال ، کار ، میوه ، سپین ، ادې مور او داسې نور ډیر شریک ټکي او اصطلاح دي – مطلب دا چي په دواړو ژبو کښې مشترک ټکي هم شته او دواړو ژبو د فارسۍ نه هم پور ټکي اخستي دي او خپل کړي یې دي- د کوردي ژبې او پښتو رسم الخط یا لیکدود خط نسخ دې –
| د کردو ښځو به اوږد ګڼ قميص يا ګڼ خت اغوستو،په دې ګڼ قميص يا ګڼ خت به ګلدوزی شوې وه، د قميص په غاړه او په لستوڼو به د سپينو زرو روپئ ګنډلی شوې وې ورسره به کمر بند هم ؤ، |
اولس د ترکي ژبې ټکې دے چې په ترکي ژبه کښې قام ته واي ، د ترکي ژبې نور ګڼ شمیر ټکي پښتو خپل کړې دی- ملت ، یاغي ، زور، یاغیستان ، کارغه، بهادر، بیرغ، توپنګ ، توپچي، هنر او داسې نور بې شمیره ټکي پښتو خپل کړي دي- د ترکې ژبې په قاموس کښې ډیر ټکي داسې دي چې پښتانه یې په اسانه په معنې پوهیږي – د کردۍ ژبي په قاموس کښې هم بې شمیره داسې ټکي شته چې پښتانه یې په معنې پوهیدلې شي-

دومره په ګڼ شمیر کښې په دریو ژبو کښې مشترک ټکي پخپله یو ثبوت دې چې پښتنو ، کردو، ترکو د پیړیو راهیسی د یو بل سر یو ځای ژوند کړے دے- پښتو ژبې د فارسۍ نه د سلطنتونو د اشرافیې د لارې او د عربۍ ژبې نه یې د مذهب د لارې اثر ضرور اخیستې دے خو د کردو سره په کلتوری قدرونو کښې مشابهت دجغرافیې د نزدیوالي او په یو ځای د ژوند کولو د لارې راغلی دی-
د اسلام د ظهور نه مخکې کردو او پښتنو د ایران د هخامنشیانو او ساسانیانو په سلطنت کښې ژوند کړے دے- هخامنشیان د زرتشت مذهب منونکي وو- د ارغنداب سیند او د هلمند سیند خوا و شاه اراچوسیا ، ارخوشیا یا د کندهار ولایت د هخامنشیانو د سلطنت برخه وه – اراچوسیا نوم به هم ورته د ارغنداو په نسبت اخیستل کیدو – د هخامنشیانو پوځ د خپل متنوع جوړښت د پاره مشهور وو- د هخامنشيانو په پوځ کښې د سلطنت د هر ګوټ او د هر قوم نه خلق شامل وو-کرد او پښتانه دواړه د هخامنشي پوځي ځواکونو برخه وو-
| د پښتنو پشان کرد هم په لويو لويو قبيلو کښې اوسی، خواړه خوراکونه ې هم د پښتنو غوندې دی، دوی هم په چاې مئين دی روغبړ ې د پښتنو پشان اوږد وی |
د ساسانیانو دولتي مذهب زرتشتي مذهب وو- کرد او پښتانه دواړه د زرتشتي مذهب منونکي پاتې شوي دي- د زرتشتي مذهب د لاري هم پښتو ځینې ټکي او لغتونه د اویستا ژبې نه خپل کړي دي لکه جينئ ، مرغئ، اوسپنه ، اور، پئ، پاڼه، ستوري، سترګې ، تور ، ونه او زمکه –
بلخ ، بخدي یا باختر د زرتشت مذهب د زیږون ځای او زانګو ګڼل کیږي او کندهار یې دویم روحاني کور وو- د نوروز (یخ تیر یا اختر) لمانځل ، اتڼ او د نظرماتي د پاره دسپیلنو لوګي کولو دودونه پښتنو د زرتشت مذهب د لارې خپل کړي دي- د سپیلنو لوګی به په زرتشتي مذهب کښې مقدس او شفاهي ګڼل کیده او د بد نظر نه د ساتنې سره سره د دوه اویا ناروغۍ درمل به ګڼل کیده – کرد هم په هر سپرلي د نوي کال د راتلو په خوشالۍ کښې نوروز لمانځي- پښتانه د “پیر مذهب (زوړ مذهب )“ په کنځل ډیر بند ګڼي –




د کردو په ژوند ،ژبه ،کلتور او تاريخ د پښتنو سره مماثلت باندې ښه څيړنه . يو ښه ريسرچ موضوع
او ليک ده .