پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

ليک :  انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا

لسمه برخه

قاضي خیرالله چې د عیسائ چرچ پادري ؤ  د خپل کتاب “ خیراللغات “ په سریزه کښې لیکی چې د پښتو د تورو موجد د سلطان محمود په زمانه کښې د هغه وزیر حسن میمندی او قاضي صیف الله دي -هغوي د پښتو د خاص اوازونو د پاره توري جوړ کړل- قاضي خیرالله دا توري داسې لیکلي دي –
څ ، ځ ، ډ ، ړ ، نړ ، ږ ، ښ ، ګ
دا خبره ځکه معتبره نه ده  چې حسن میمندي د سلطان محمود غزنوي د پلار سبکتګین په وخت کښې د هوست والي وو – سبکتګین هغه د محمود غزنوي دسلطنت نه مخکښې په  دار خیژولې وو او مړ کړې یې ؤ- د قاضي صیف الله هم څه ښکاره  تاریخ معلوم نه دے- البته د حسن میمندي زوی احمد میمندي د محمود غزنوي په وخت کښې د لیکنو د څانګې مشر او وزیر ؤ-

احمد میمندي ډیر زیات مالدار ؤ  او په عربي ژبه یې ښه عبور لرلو – هغه محمودغزنوي ته د دربار ژبه د فارسي نه عربي ته د بدلولو وړاندیز هم ورکړےؤ- محمود غزنوي هغه د لاس وهنې او د وسایلو نه د زیات مال جمع کولو په جرم کښې په هند کښې زندان ته اچولے ؤ – د احمد میمندي ټول جائیداد یې ضبط کړے ؤ –

شپږ کاله په زندان کښې وو او د محمود غزنوي د مرګ نه پس د سلطان محمود زوی مسعود غزنوي ازاد کړو او وزیر یې کړو –  د احمد میمندي نه وروستو د هغه زامن او نمسي هم وزیران وو-

سلطان محمود غزنوي پښتون نهٔ ؤ ، د هغه د دربار ژبه فارسي وه او په پوځ کښې به ترکي ژبه هم وئیلې کیده –  د دې دعوې چې د پښتو لیکدود ایجاد د محمود غزنوي په وخت کښې شوې ؤ، د ثبوت د پاره نهٔ څه مستند حواله شته او نهٔ څه کتاب لیکلے شوے دے-

دلته یو سوال پیدا کیږي چې “ پټه خزانه “ چې د پښتو  د ادب یو مهم سند او زوړ موندلې شوی کتاب دے –  د پښتو د اولني دور د شاعرانو تذکره او کلام مونږ د دې  کتاب “ پټه خزانه “ په ذریعه پیژندلي دي- نو بیا د لیکدود او د تورو په حواله د هغې ذکر ولې نشته ؟

د پټې خزانې په اړه پوهان په دوه برخو کښې ویشلي شوي دی ، ځینې پوهان پټه خزانه یو مستند کتاب شماري  او په صداقت یې باور لري – همدا پوهان پټه خزانه د پښتو د ادب یوه لویه خزانه او ماخذ شماري – پوهان واي چې پټه خزانه یو لوی تاریخي کتاب دے چې پښتو ادب د اسلام لومړي دور ته رسوي – په پټه خزانه نیوکې کول د پښتو ادب د بدنامولو حربه ګڼي – د دې پوهانو په فکر پټې خزانې د پښتو د ادب پټه ښکلا دنیا ته ښکاره کړه او هغه کلمات او لغات یې خوندي کړل چې اوس ورک شوي دي-

بل طرف ته ځینې  پوهان په پټه خزانه سخت انتقاد لري – د کتاب د نوم د “ پټه خزانه “ نه واخله تر د سند پورې په هر څه نه صرف شکمن دي بلکې یوه ادبي غلا یې ګڼي –

دا پوهان ډیر داسې ایستدلالونه لري چې د هغې په وجه د پټې خزانې په صداقت  شک پیدا 

کيږی ،دا پوهان د نورو کتابونو تاریخې حوالې ورکوي او د پټې خزانې په نومونو، ځایونو ،  تاریخونو ، غلطې زمانې  او بې وزنه شعرونو  د شک اظهار کوي –

بیا دا  انتقاد هم لري چې د دې کتاب حقیقي لیکونکې څوک دے او په کتاب کښې د ځینو تورو په استعمال نیوکې کوي –

دا پټې خزانې د پلټنې او څېړنې موضوع او مفصل بحث به ډیر ځای ونیسي –

د دې سوال لنډ ځواب داسې کیدې شي چې پټه خزانه په کال 1729 کښې محمد هوتک  د شاه حسین هوتک  په زمانه کښې لیکلې وه – د “ پټه خزانه”  عبدالحئ حبیبي په کال 1943 کښې د علامه عبدالعلي خانوزي کاکړ په وسیله پیدا کړه او په کال 1944 کښې په کابل کښې چاپ شوه  –

د قلمي یا لاسي نسخې  یوه نقل شوې کاپي  په کال 1975 کښې مخې ته راغله – ملطب دا چې پټه خزانه په شپاړسمه پیړۍ نه ډیره ورستو لیکلې شوې ده او په هغه وخت کښې د پښتو خپل الفبا موجود وو،چې لیکدود موجود وي بیا معلومات ، مسوده او  کتاب په نوي ډول هم لیکلې کیدې شي –

علامه عبدالعلي خانوزي د کوزې پښتونخواه  د پشین وو چرته چې د پښتنو قبیلې کاکړ ، ترین او اڅکزي اوسي – شاه حسین هوتک د میرویس خان ( 1673 – 1715 ) هوتک زوی ؤ – میرویس خان هوتک د ازاد افغانستان اولنې امیر چې د میر ویس بابا او میرویس نیکه په نوم پیژندلې کیږي – د میرویس نیکه په کال 1715 کښې د مر ګ نه پس د هغه ورور عبدالعزیز هوتک د افغانستان امیر شو- عبدالعزیز خان دوه کاله بادشاهي وکړه او په کال 1717 کښې خپل وراره د میر ویس نیکه زوی شاه محمود هوتک مړ کړو – شاه محمود هوتک پخپله د اتلس کالو په عمر کښې د افغانستان بادشاه شو – د عبدالغزیز خان زوی اشرف خان د شاه محمود هوتک په قید کښې ؤ – په کال 1725 کښې اشرف خان  افغان افسرانو د زندان نه ازاد کړو او د شاه محمود هوتک په خلاف یې کودتا پیل کړه – په کودتا کښې محمود هوتک ووژلې شو او اشرف خان په تخت کښیناستو – 

اشرف خان هوتک ته په کال 1730 کښې نادر شاه افشار شکست ورکړو او د سیستان پولې سره  نزدې د بلوڅو یوې ډلې ووژلو چې د حسین هوتک لخوا لیږلي شوي وو – ځینې تاریخ پوهان واي چې د حسین هوتک زوی ابراهیم هوتک وژلې وو – حسین هوتک د خپل ورور شاه محمود هوتک په بدل کښې اشرف خان مړ کړو –

د شاه حسین بادشاهي د کندهار پورې محدوده وه  ځکه چې د اشرف خان د مرګ نه پس زیاته علاقه د نادر شاه افشار د واکمنې لاندې وه – حسین هوتک شاعر هم وو  او په کال 1738 کښې نادر شاه افشار اعدام کړو – د حسین هوتک د مرګ سره د هوتکي کورنۍ واکمني هم پای ته ورسیده او هغه افغانستان چې میرویس بابا  ازاد کړې وو ، دهغې کورنئ بیا غلام کړو –

پټه خزانه دحسین هوتک په وخت کښې په کال 1728 – 1729 کئې محمد بن داود خان بن قادر خان هوتک لیکلې وه –

د پښتو د لیکدود په حواله پوهانو د پټې خزانې ذکر نهٔ دې کړې – وجه یې هم دا  کیدې شي چې پټه خزانه د بایزيد پیر روښان د خیرالبیان نه ورستو لیکلې شوې ده ځکه د پټې خزانې اصلیت يا جعلیت د پښتو د تورو د ایجاد په سند څه اثر نه غورزوي  –

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!