پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

اتمه برخه

د شپاړسمې پیړې نه مخکښې د پښتو او د کوردۍ ژبې خپل الفبا نهٔ وو  –
عربي او فارسي د فارس د اسلامي دور  د لیک لوست دوه لوی ژبې وې –  اکثر مذهبې ، علمي ، تاریخي ، منطقي ، فولکلوري او د فلسفې کتابونه په عربۍ ژبه کښې لیکلي شوي وو -عربي د قران شریف او د احادیثو  د شپږو لویو کتابونو “ الصحاح السته “ ژبه وه – د الصحاح الستة شپږ کتابونه د کال 840 نه تر کال 912 پورې تالیف کړي شوي دي – د ټولو  شپږو کتابونو محدثین تالیف کونکي امام بخاري ، امام مسلم ، امام ابي داود ، امام الترمذي ، امام النسائي او امام ابن ماجه عرب نهٔ وو خو کتابونه یې په عربي ژبه کښې تالیف کړي دي-
د خپل وخت لوی کتابونه لکه د ابن سینا د طب مشهور کتاب “ کتب القانون فی الطب “  او “ کتاب اشفاء “ ، د ابن خلدون کتاب “ مقدمة “ د الخوازمي د الجبرې کتاب “ کتاب الجبر والمقابلة “ د الجاحظ کتاب “ البخلاء “ او “الحیوان “ ، د ابو ریحان البیروني  “ کتاب القانون المسعودي “ او “ کتاب الهند “  او داسې نور بې شمیره کتابونه په عربي ژبه کښې لیکلي شوي وو- 
الخوارزمي ، ابن سینا او البیروني عرب نهٔ وو خو کتابونه یې په عربي لیکلي دي

عربو به د ایران خلکو ته عجم وئیل – عجم ګونګي ته واي – د فارس خلک به پخوا د عربو په ژبه نهٔ پوهیدل – کله به چې پهٔ خبره پوهه نه شول نو چپ به پاتې شول ځکه به یې ورته عجم ( ګونګي ) وئیل – بله توجیهه یې دا ده چې د اسلام نه مخکښې عرب په خپل شعر او ادب ډیر نازیدل او بل څوک به یې د ځان پهٔ شان سخنور نه ګڼل ځکه به یې د عربو نه علاوه نورو خلکو ته  عجم  یعني ګونګیان وئیل –

په لسمه پیړۍ کښې او دهغې نه پس د اسلامي کتابونو  ژباړې ، شرحې  او تفسیرونه په فارسۍ ژبه کښې ولیکلي شو کله چې فارسي ژبې د عربي ژبې رسم الخط خپل کړو – عربي او فارسي  دواړه  په اسلامي نړۍ کښې مهمې ژبې وې –  عربي د مذهب سپېڅلې ژبه ، د مذهبي لارښودنې او د اداري د لومړنۍ ژبې په توګه کار کولو – فارسي په اسلامي نړۍ کښې د کلتور ، ادب او درباري ژبې په توګه پخپل ځای اهمیت لرلو – فارسي ژبې ته د” فارس کلتوري زړه “ نوم هم ورکړې کیږي –

د پښتنو او کردو اکثر خلق بې سواده وو –

د پښتو او د کوردۍ ژبې نهٔ خو پخپله ژبه کښې  کتابونه وو او نهٔ د لیک لوست دود وو – دواړه قومونه په غرونو  او غرئیزو سیمو  کښې اوسیدل چرته  چې د ژوند او د بقا مبارزه سخته وي – پښتانه او کرد صرف د ژوند د سختو سره نه وو مخامخ بلکې د یرغلګړو په خلاف به یې  اکثر جنګ ته ملا تړلې وه – د تورې نه یې لاس قلم ته نهٔ وو اوزګار شوې  –

د پښتنو او د کردو په خاوره چې څومره یرغلګر راغلي دي دومره د نورو  قومونو په خاوره نه دي راغلي – دواړو قومونو هر یو یرغلګر ته ماتې ورکړې ده او خپل وطن یې د تورې په زور ژغورلې دې – ځکه د پښتنو په دود دستور کښې د  وسلې ، تورې ، ننګ او میړانې درجه لویه ده-

پښتانه او کرد په توره میړني وو او په توره یې تکیه زیاته وه ځکه یې قلم ته  نسبتا ناوخته پام شو –

که چیرته به یو نیم کس علم حاصل  هم کړو هغه به هم په عربي یا فارسي کښې لیک لوست کولو – مطلب دا چې په پښتو او کوردي ژبه کښې اول خو لیکل کیدل نهٔ  او بیا که لیکنې شوي هم وې چا لوستلې نهٔ شوې – د هغې د پاسه په دواړو ژبو کښې داسې مختلف اوازونه وو چې د هغې د پاره د عربي او فارسي ژبې په الفبا کښې توري  موجود نهٔ وو

مثال – په عربي ژبه کښې دا –  پ ، ټ ، چ ، ځ ، څ ، ژ ، ږ ، ړ ، ډ ، ښ ، ګ او ڼ د اوازونو د پاره توري نشته ځکه چې په عربي ژبه کښې  دا اوازونه نشته –

همداسې په فارسي ژبه کښې دا – ټ ، ږ ، ړ ، څ ، ځ ، ڼ او ښ د اوازونو د پاره توري نشته ځکه چې په فارسي ژبه کښې دا  اوازونه نشته –

د اسلام د راتلو نه پس د فارس اکثرو پوهانو او عالمانو به په عربي ژبه کښې کتابونه لیکل – د ایران لوی عالم محمد ابن جریر الطبري دواړه مشهور کتابونه په عربي ژبه کښې لیکلي شوي دي –

لومړی  – تفسیر الطبري – دا د قران شریف لومړی جامع او مکمل تفسیر ګڼلې کیږي چې نوم یې هم “ جامع القران عن تاویل القران “ دې او په تفسیر طبري مشهور دې-

دوئم – تاریخ الرسل والملوک چې تاریخ طبري هم ورته وئیل کیږي – دا  تاریخ طبري د اسلام د ابتداي دور یو مستند تاریخ  او د حوالو یو ډیر مهم ماخذ ګڼلې کیږي –

قران شریف په لومړی ځل په اوومه پیړۍ کښې په فارسي ژبه ژباړل شوی وو خو دا یوه جزوي ژباړنه وه چې سلمان فارسي کړې وه – دا ژباړه مهمه ځکه ده چې په اول ځل قران شریف په بله ژبه کښې وژباړل شو – سلمان فارسي د قران شریف د لومړی سورت  “ سورة الفاتحه “  ژباړه په پهلوي ژبه کښې کړې وه – پهلوي ژبې ته مینځنې فارسي هم واي ( په شپږمه برخه کښې یې تفصیل موجود دې) –

سلمان فارسي پخپله ډیر لوی صحابي تیر شوې دې – د سلمان فارسي ژبه پهلوي وه ځکه  چې هغه  د اصفهان په یوه درانه زرتشتي کورنئ کښې په کال 568 کښې زیږیدلې وو- د هغه خپل نوم “ روزبه خوشنودان” وو – د شپاړس کالو پورې یې د زرتشي مذهب زدکړې وکړې – د څه وخت پورې د عیسایت نه متاثره وو خو بیا یې اسلام قبول کړو  او د یو لوی صحابي په رتبه  فائز شو –

د قران شریف بشپړه تائید شوې ژباړه او مکمل تفسیر  په لسمه پیړۍ  ( 961 – 976 ) کښې په کلاسیک فارسي کښې شوې وو – د ژباړه د محمد ابن جریر الطبري د عربي ژبې د “تفسیر الطبري “ نه شوې وه چې د “ ترجمه تفسیر طبري “ په نوم پیژندلې کیږي-

محمد ابن جریر الطبري ( 838 – 923 ) د ایران په طبرستان کښې زیږیدلې وو- د طبري د تفسیر نه مخکښې په عربي ژبه کښې تفسیرونه لیکلي شوي وو خو د الطبري  تفسیر د قران اولنې مکمل تفسیر ګڼلې کیږي –

دا طبري نه مخکښې د قران شریف ژباړه په یوناني ژبه کښې نیکیتاس بازنطیني په نهمه پیړۍ  ( 860 ) کښې کړې وه – خو دا ژباړه د اسلام په ضد کارول کیده او د “ رد قران” په نوم پیژندلې کیده-

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!