پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

اومه برخه

د فارسۍ شاعرانو چې څومره په مهارت تاریخ او کلتوري دودونه د شعر په ژبه د یو بل سره تړلي دي هغه پخپله یو کلتوري میراث دے – دا یو داسې هنر ؤ چې په فارس کښې د ننه  او د فارس نه بهر یې د خلکو په زړونو کښې ډیر زر ځای وموندو  فردوسی په خپل کتاب “شاهنامه “ کښې  چې څنګه د فارس د بادشاهانو قیصې په نظمونو کښې بیان کړی دي د هغې خبر او  اثر هر کور ته رسیدلےدے- او د هغې د اثر نه پښتانه او کرد هم بهر نه دي – بلکې په شعر کښې  تاریخي واقعات بیانول یو داسې نوې رجحان وو چې تر اوسه دوام لري-  

د پښتو او د کوردۍ په شاعرۍ د فارسۍ اثر ډیر ژور دے – د فارسئ د شاعرئ نه دواړو ژبو د ګڼ شمیر رنګونو تر څنګ د تصوف رنګ هم خپل کړے دے – د پښتو او دکوردۍ ژبې په شاعرۍ کښې ډیر شریک ټکي د فارسۍ او د عربۍ نه راغلي دي

ساقي ، شراب ، میخانه ،  ګلاب،  بلبل ، حسن ، عشق ، عاشق ، محبوب ، هجر ، فراق ، هجران ، تقدیر ، تدبیر ، پروانه ، دیوانه ، پارسا ، مسیحا ، محبت ، چشمان ، جبین  ، صبر ، بهار او خزان او داسې نور بې شمیره ټکي د فارسۍ او د عربۍ نه پور اخستي شوي دي-

کردو او پښتنو نه صرف د فارسۍ د شاعرۍ نه  ټکي او لغتونه خپلې کړی دي بلکې اسلوب و قواعد ،  د فکر سلسلې او صوفیانه اثر  یې هم خپل کړے دے – د فارسۍ   نه دواړو ژبو  بحر،  عروض ، کافیه ، ردیف ، مطلع ، مقطع ، استعارې او تشبیهې هم په پور اخستي دي –

د فارسۍ  د بیت ، قطعه ، حمد ، نعت ، رباعي ، غزل ، نظم ، مثنوي ، قصیده ، مسدس او د نورو صنفونو په وزن په دواړو ژبو کښې صنف موجود دی- بلکې په پښتو او کوردي ژبه کښې د صنفونو نومونه هم د فارسۍ او د عربۍ نه خپل کړي شوي دی-

د داستان نوم د فارسۍ نه د شلو نه زیاتو ژبو خپل کړی دی

د فارسۍ د شاعرۍ  ذکر چې کله هم او  چرته هم کیږي د حکیم فردوسي د “ شاهنامه “ د مولانه رومي د “ مثنوي “ د حافظ شیرازي د “ دیوان حافظ “ د  سعدي شیرازي د  “ ګلستان او بوستان “ او  د عمر خیام  د “ رباعیات “ نه بغیر به نیمګړی وي –  د دې کتابونو تاریخي او کلتوري اهمیت ځکه زیات دے چې په ایران او په ګاونډيو سیمو کښې یې اخلاقي او روحاني لارښودنې کړی دي –

د کردو او د پښتنو هر شاعر او عالم د دې کتابونو د مشال نه رڼا اخیستې ده  او بیا یې په خپله ژبه کښې خوره کړې ده –

د کردو او پښتنو اکثر پخوانیو شاعرانو او عالمانو به عربي او فارسي هم وئیلې شوه ځکه چې دواړه د درس و تدریس ژبې وې –

داستان په پښتنو او کردو کښې ډیر مشهور صنف دے- پښتنو او کردو په داستان کښې ډیر شفاهي روایتي تاریخ خوندی کړے دے –

په شاعرۍ کښې که چرته د داستان خبره کيږي نو د نظامي ګنجوي د پنج ګنج خبره به ضرور کیږي – پنج ګنج د پنځو ( مخزن الاسرار ، خسرو شرین ، لیلی مجنون ، سکندرنامه او هفت پیکر ) اوږدو منظوم داستانونو مجموعه ده  چې د پنځو خزانو په نوم یادیږي – دا پنځه منظوم داستانونه د داستان د صنف بنیاد ګڼلې کیږي- کردو او پښتنو دواړو د فارسۍ نه د داستان صنف خپل کړې دی-

کله چې په شاعرۍ کښې د تصوف  ذکر وي هلته به د منصور حلاج  او  د ابن عربي د وحدت الوجود د فلسفې ذکر ضرور وي – د پښتنو او د کردو په شاعرۍ کښې یې ذکر بیخې ډیر شوې دې-

منصور  (857 – 922) په شاعرۍ کښې د تصوف او د شهادت علامت دے –  د پښتو او د کوردۍ ژبې په شاعري کښې د منصور نوم د معصومیت او د بې ګناهئ داسې استعاره ده لکه څنګه چې یوسف د حسن استعاره ده – 

منصور حلاج په مارچ 24, کال 922 کښې په بغداد کښې د نهه کاله قید نه پس د کفر په تور اعدام کړې شو- د اوسپنې په زنځیرونو کښې تړلي شوي منصور نه یې اول لاس او پښې پرې کړل – د ټولو خلکو په وړاندې دار ته وخیژول شو – د مرګ نه پس یې د هغه سر هم پرې کړو او جسد یې په  اور وسوځو او ایرې یې د دجلې سیند ته وغورزولې-

په منصور دا تور ؤ چې هغه به د “ انا الحق “ خبره کوله- دویمه دا چې منصور به ویل چې  دا کعبې د طواف په ځای دې خلک د خپل زړه اووه ځله طواف وکړي  ځکه چې خدای په کعبه کښې نهٔ بلکې د خلکو په زړه کښې اوسیږي –

د منصور دغه خبرې کم او بیش ډیرو شاعرانو په خپل کلام کښې تکرار کړې ده –

رحمن بابا په خپل کلام کښې د منصور خبرې ته داسې اشاره کوي –

د پیر روښان او د هغه د روښاني تحریک ملګري او مریدان د وحدت الوجود د فلسفې د ترویج  د پاره مشهور دي –

د امیر حمزه شنواري  (حمزه بابا ) کتاب “ وجود و شهود “ دا دې خبرې ثبوت دې چې پښتانه شاعران او ادیبان د وحدت الوجود په فلسفه څومره ښه پوهیدل-

نور بیا

One thought on “پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

  1. ډیر ښکلے تحریر . دوه خبرې کول غواړم . اول دا چې د پښتو خپل نظم موجود وو لکه امیر کروړ او بیټ نیکه . دغه رنګ ټپه ، سندره ، چاربیته ، بدله، نیمکۍ او کاکړۍ موجودې وے او نن هم شته د فارسۍ د اثر نه بهر .
    دویمه خبره دا کول غواړم چې د پیر روښان نو لیکوال بس نوم. لیکلے او حمزه شنواري سره ئ بزیکټ کې بابا لیکلي . دا غټ زیاتی دی ځکه چې بلها پښتانه حمزه ته د بابا مقام نه ورکۍ خو ټول پښتانه پیر روښان ولی و الله ګنړي. لیک کې دغه سلسله کې احتیاط پکار دی. مننه به وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!