د ډېرو کلونو لپاره افغانستان د خپل نړيوال تجارت لپاره تر ډېره په پاکستان تکيه درلوده، په ځانګړي ډول FC د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې. خو سياسي کړکېچ، د پولې بندېدل، د مالونو ځنډ، او ناڅاپي بنديزونه دې ته اړ کړل چې افغانستان د سوداګرۍ نورې لارې ولټوي.
نن افغانستان ورو ورو داسې تجارتي لارې جوړوي چې د پاکستان له بندرونو پرته يې له نړيوالو بازارونو سره ونښلوي. په دې نوې تجارتي نقشه کښې پښتني سيمې، په ځانګړي ډول افغانستان او خيبر پښتونخوا، ډېر مهم ځای لري. دا سيمې له پخوا راهيسې د جنوبي اسيا، مرکزي اسيا، چين او منځني ختيځ ترمنځ د تګ راتګ طبيعي لارې وې.
اوس چې کوم حالت راټوکېږي، هغه ته مونږ د “پښتون کوریډور” نوم ورکولی شو: دا د ځمکنيو، رېل پټلۍ او تجارتي لارو يو جال دی چې د پښتنو له سيمو تېرېږي او افغانستان د يورېشيا له لويو بازارونو سره نښلوي.
۱. ايران: تر ټولو مهم بديل
چابهار بندر
د ايران په جنوب ختيځ کې د چابهار بندر د افغانستان لپاره تر ټولو مهم غيرپاکستانی تجارتي دروازه ده. دا بندر د هند په مرسته جوړ شوی او افغانستان ته د هند سمندر ته نېغ لاسرسی ورکوي.
د زرنج–دلارام سړک د افغانستان دنننۍ لارې له چابهار سره نښلوي، چې له دې لارې کرنيز توکي، وچې مېوې او کانونه نړيوالو بازارونو ته رسېږي، بې له دې چې د پاکستان خاوره وکارول شي.
بندر عباس
بندر عباس د ايران تر ټولو لوی تجارتي بندر دی او د افغانستان لپاره د تېلو، ماشينونو، فلزاتو او کانتينري مالونو مهم مرکز ګرځېدلی دی. د کراچۍ په پرتله دلته افغان سوداګر لږ ځنډ او روښانه ګمرکي کړنلارې ويني، نو ځکه دا لار ورځ تر بلې زياته خوښېږي.
۲. مرکزي اسيا او شمالي لارې
ازبکستان: د حيرتان لاره
د حيرتان–مزارشريف رېل پټلۍ افغانستان د ازبکستان له رېل نظام سره نښلوي او بيا تر قزاقستان، روس، چين او اروپا پورې غځېږي. دا لاره د تېلو، غنمو، سرې او صنعتي مالونو لپاره ډېره مهمه ده.
ترکمنستان: آقينه او تورغونډۍ
د آقينه (فارياب) او تورغونډۍ (هرات) له لارې افغانستان د ترکمنستان د ترانسپورت له نظام او بيا د کسپين سمندر ته رسېږي. له هغه ځايه مالونه اذربايجان، ترکيې او روس ته ځي. د ترکمنستان بې طرفه تګلاره دا هېواد يو باوري ملګری ګرځوي.
تاجکستان: شېرخان بندر
شېرخان بندر افغانستان له تاجکستان سره نښلوي او بيا دا لاره تر چين، قرغزستان او قزاقستان پورې رسېږي. له دې لارې چينايي برقي سامان او ماشينونه راځي او افغان کرنيز توکي بهر ته ځي.
۳. چين، شينجيانګ او پښتون کوریډور
که څه هم د واخان دهلېز لا تر اوسه پوره تجارتي سړک نه دی جوړ شوی، خو د چين او افغانستان سوداګري د مرکزي اسيا له لارې روانه ده. مالونه د چين له لوېديځو سيمو، په ځانګړي ډول شينجيانګ، نه قزاقستان يا قرغزستان ته ځي، بيا د ازبکستان يا تاجکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي.
دلته خيبر پښتونخوا ځانګړی اهميت پيدا کوي. لکه څنګه چې چين په مرکزي اسيا او خپل لوېديځ کې پانګونه زياتوي، د تجارت طبيعي لوری سوېل ته، يعنې افغانستان او د پښتنو سيمو ته راګرځي.
په تاريخ کې تجارتي لارې د بدخشان، ختيځ افغانستان او د خيبر له لارې تېرېدلې دي، چې خيبر پښتونخوا د افغان–چين د رابطې طبيعي غځېدنه جوړوي.
که سيمه ييز سياست اجازه ورکړي، خيبر پښتونخوا کولای شي د ترانزيت او لوژستيک مرکز وګرځي او دا سيمې سره ونښلوي:
• لوېديځ چين (شينجيانګ)
• مرکزي اسيا
• افغانستان
• جنوبي اسيا او عربي سمندر
دا به سيمه له امنيتي پوله په اقتصادي پُل بدله کړي.
۴. د شمال–جنوب نړيوال ترانسپوري کوریډور
دا کوریډور چې هند، ايران، کسپين سمندر، روس او مرکزي اسيا سره نښلوي، افغانستان ته د لرې تجارت موقع برابروي. د ايران يا ترکمنستان له لارې افغان مالونه د ځمکې او سمندر په ګډو لارو روس او اروپا ته رسېدای شي. دا لار د درنو او زياتو مالونو لپاره ډېره ګټوره ده.
۵. د کسپين سمندر لارې
د ترکمنستان يا شمالي ايران له لارې افغان مالونه د کسپين بندرونو لکه ترکمن باشي او بندر انزلي ته رسېږي. له هغه ځايه بيا اذربايجان، روس، قزاقستان او اروپا ته لېږدول کېږي. دا لار د سوېلي بندرونو فشار کموي او افغانستان د اروپا له بازارونو سره نښلوي.
۶. هوايي سوداګري: د جغرافيې نه تېرېدنه
هوايي لارې، چې پخوا له هند، ترکيې، متحده عربي اماراتو او مرکزي اسيا سره فعالې وې، اوس هم د لوړ ارزښت لرونکو توکو لکه زعفران، غالۍ، قيمتي کاڼو او وچو مېوو لپاره مهمې دي. که څه هم له ۲۰۲۱ وروسته دا تجارت کم شوی، خو لا هم روان دی او سياسي خنډونه شاته پرېږدي.
پايله: له تکيې نه تر پښتون کوریډوره
د افغانستان د سوداګرۍ جغرافيه بدلېږي. هېواد نور يوازې په يوه سوېلي لار نه دی تړلی، بلکې د ايران بندرونه، د مرکزي اسيا رېل لارې، د چين صنعتي سيمې او د کسپين حوزه کاروي.
په دې بدلون کې پښتني سيمې، په ځانګړي ډول افغانستان او خيبر پښتونخوا، د پښتون کوریډور ملا تير جوړوي. دا موضوع د قوم پالنې نه ده، بلکې د جغرافيې، تاريخ او اقتصاد خبره ده.
که دا کوریډور په هوښيارۍ اداره شي، نو دا پخوانۍ شاته پاتې سرحدي سيمې د سيمه ييز اتصال په مرکزونو بدلولای شي. د افغانستان لپاره د تجارتي لارو پراخول نور انتخاب نه، بلکې يوه ستراتيژيکه اړتيا ده او د بدلېدونکې يورېشيا په نظام کې د خپلواکۍ پر لور يو ګام دی.