مونږ په پاکستان کښې د وېرې تر سیوري لاندې زده کړه کوو

د سپتمبر له شپږمې نېټې څخه په پاکستان کښې د افغان زده‌کوونکو لپاره نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو د تېر کال په په مقابل نیمایي نه هم کم ماشومان ښوونځیو او کالجونو ته تللي دي. محمد عاصم د يوولسم ټولګي زده‌کوونکی دی، خو د هغه د لسم ټولګي له شپېتو ملګرو څخه يوازې شل تنه کالج ته رسېدلي دي. د دې لامل د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د شړلو اعلان ښودل کېږي.

ده وويل: “ما د دې هیله لرله چې په روان کال کښې به ښه زده کړه وکړم، خو له بده مرغه زمونږ د ټولګي د زده‌کوونکو شمېر ډېر راکم شوی دی. په لسم ټولګي کښې مونږ شاوخوا شپېتۀ تنه وو، خو اوس په يوولسم کښې يوازې شل پاتې يو.” هغه زیاته کړه چې دی غواړي په راتلونکي کښې ډاکټر شي او د دولسم ټولګي له فراغت وروسته د طب زده‌کړې ته لاړ شي.

په پاکستان کښې مېشت افغان ماشومان د وېرې تر سیوري لاندې زده کړه کوي. هغوی وايي، کله چې له کوره ښوونځي ته ځي، مور و پلار ورته وايي: “په لاره کښې ډېر احتیاط کوه، هسې نه پولیس مو ونیسي بيا به مو شړی ” احسان الله د دولسم ټولګي زده‌کوونکی دی، چې له شاه کس سیمې څخه څو کیلومتره لرې د پېښور یو افغان خصوصي ښوونځي ته ورځي. ده وويل: “زمونږ راتلونکی له زده‌کړې سره تړلی دی، خو مونږ د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن يو. سره له دې ټولو ستونزو لا هم زده کړه کوو، خو که پاکستان د افغان کډوالو په اړه نور سخت ګامونه واخلي، زمونږ زده کړه به نیمګړې پاتې شي او افغانستان ته په ستنېدو به زمونږ وخت ضایع شي.” ده زياته کړه: “مونږ ډېر وېریږو، مور و پلار مو تل اندېښمن وي، او مونږ په پاکستان کښې د وېرې تر سیوري لاندې زده کړه کوو.”

د مهاجرینو نړيوال سازمان د افغان ماشومانو لپاره تر پنځم ټولګي پورې د وړیا زده‌کړې سهولت برابروي، خو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کښې د کمپونو د بندېدو له امله دغه تعلیمي ادارې هم اغېزمنې شوې دي. د افغان کډوالو لپاره په خیبر پښتونخوا کښې ۴۵ خصوصي منځنۍ او لوړې تعلیمي ادارې فعالې وې، خو سخکال  په پېښور کښې پنځه، په هريپور کښې څلور، په ملاکنډ کښې يوه او په کوهاټ کښې درې ښوونځي تړل شوي دي.

فضل مولا تورکي، چې له شلو کلونو راهیسې په پېښور کښې “خوشحال خان هایر سیکنډري سکول” چلوي، وايي چې سخکال یې لومړی ځل ښوونځی له سختو مالي ستونزو سره مخ دی. ده وويل: “له هغه وخت راهیسې چې د افغان کډوالو د شړلو اعلان شوی، زمونږ د زده‌کوونکو شمېر له درې سوه څخه راکم شوی او اوس ۱۸۰ ته رسېدلی دی. د ودانۍ میاشتنی کرايه دوه لکه، د برېښنا بل اویا زره، او د ښوونکو معاشونه دوه نيم لکه دي، خو دا پوره کول ډېر ګران شوي دي، مونږ له مالي تاوان سره مخ يو.”

پنځوس کلن رستم خان، چې یو افغان سوداګر دی، وايي د افغان کډوالو د شړلو اعلان یې اندېښنې زیاتې کړې دي. د نوي تعلیمي کال له پيل سره سره هغه خپل ماشومان ښوونځي ته نه‌دي استولي. “يو خوا اندېښنه ده او بله خوا مالي ستونزې او بې وزلي. کله چې زه او ماشومان آرام نه یو، نو څنګه به یې ښوونځي ته واستوو؟ مونږ د وېرې له امله خپل ماشومان  ښوونځي ته نشو استولی، نه هغوی زده‌کړه کولی شي او نه مونږ کاروبار.”

فضل مولا تورکي وايي، له افغان کډوالو د وتلو د اعلان وروسته ډېر مور و پلار له دې امله خپل ماشومان ښوونځیو ته نه‌ليږي چې هسې نه د تعلیمي کال په منځ کښې بېرته افغانستان ته ستانه شي او د ماشومانو زده‌کړه نیمګړې پاتې شي. ده وويل، له ډېرو مور و پلار سره له خبرو وروسته مونږ وکولی شول چې هغوی پوهه کړو چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

د افغانستان د طالبانو ډیپلوميټک چارواکو وويل، له لومړۍ تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړه د “یو این ایچ سی آر” له لوري وړیا برابره شوې، خو له اومې تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې خصوصي ادارې برابروي چې د سفارت تر څارنې لاندې دي. د چارواکو په وینا، دا مهال په خیبر پښتونخوا کښې ۳۸، په اسلام‌اباد کې ۴، په کراچۍ کې ۲ او په بلوچستان کښې ۳۶ خصوصي افغان ښوونځي فعال دي. د دوی په وینا، د زده‌کوونکو شمېر په دوامداره توګه راکمېږي – په ۲۰۲۳ کال کښې ۱۸ زره، په ۲۰۲۴ کال کښې ۱۴ زره، او روان کال لس زرو نه هم کم دی. د چارواکو له مخې، شاوخوا ۷۰٪ زده‌کوونکي هلکان او ۳۰٪ نجونې دي.

له ۲۰۱۸ کال راهیسې د “یو این ایچ سی آر” تر ادارې لاندې ښوونځیو کښې د پاکستان نصاب تدریس کېږي، چې پخوانۍ او اوسني افغان حکومتونه، او په پاکستان کښې مېشت افغان کډوال پرې اعتراض لري، خو تر اوسه پکې بدلون نه‌دی راغلی. د پاکستاني اعتراضونو له امله د نصابي کتابونو د انتقال مسئله هم له څو کلونو راهیسې ځنډېدلې ده.

د مهاجرینو نړیوال سازمان د راپور له مخې، په پاکستان کښې د مهاجرینو لپاره ۱۴۲ ښوونځي فعال دي، چې ۵۶ زره زده‌کوونکي پکښې تعلیم کوي. د دغې شمېرې له مخې، ۶۰٪ هلکان او ۴۰٪ نجونې دي، خو په نجیب سطح هم افغان مهاجرينو غټ تعداد تعليمی ادارې کار کوی  چې يوازې په خیبر پښتونخوا کښې یې شمېره ۵۲ ده .

په اکتوبر ۲۰۲۳ کال کښې د “یو این ایچ سی آر” په راپور کښې ویل شوي چې په پاکستان کښې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له دې جملې څخه ۷ لکه هغه دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له خپل هېواده وتلي. له دې ډلې ۴.۵ لکه کسان د دریم هېواد د انتقال لپاره د ځان راجستر کړي دي. د ادارې د تګلارې له مخې، هغه کسان چې له جدي خطر سره مخ دي، لومړی خوندي ځای ته لېږل کېږي، خو د دومره لوړې شمېرې انتقال کول آسان کار نه دی، ځکه هر هېواد یوازې یوه محدوده اندازه کډوال منلی شي.

په اکتوبر ۲۰۲۳ کښې پاکستان اعلان وکړو چې ټول غیر قانوني مېشت افغان وګړي دې خپل هېواد ته ستانه شي. د ACC لرونکو ته تر ۳۱ مارچ، او د PoR کارډ لرونکو ته د وتلو موده ورکړل شوې وه. د حکومتي شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بېلابېلو سرچینو له مخې، په پاکستان کښې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۲.۹ میلیونه ته رسېږي. له دې ډلې ۱.۴ میلیونه د Proof of Registration (PoR) کارډونه لري، شاوخوا ۸ لکه د Afghan Citizen Card (ACC) لرونکي دي، او ۴ تر ۵ لکو پورې افغانان داسې دي چې هېڅ ډول اسناد نه‌لري او “غیر قانوني” یا “بې‌سند کډوال” بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!