مولانا خان زیب شهید شو

ما چې د مولانا خان زیب د شهادت  خبر واوریدو،جنتونه یې نصیب شه،  ډیر یې غمجن کړم – زه د محترم د شهادت په اړه د غم او د غصې  یو ډیر عجیبه کفیت احساسوم- دا کېفیت زما د پاره په ټکو کښې تشریح کول ګران دي ـ

خفا په دې یم چې مونږ د یو داسې مشر نه محرومه شو څوک چی د حق په سمه لاره لکه د منصور بې ډاره روان وو- هغه د پښتنو د ورک شوي شناخت او هویت د را ژوندي کولو د پاره خپل ژوند وقف کړې ؤ او نن یې په سرو وینو لړلې خپل سر هم د قام په پښو کښې نذرانه کړو – هغه زمونږ استازی وو او زمونږ د زړونو خبرې به یې کولې – ما به چې کله هم هغه اوریدو ، ماته به پکښې خپل ځان ښکاریدو- نن راته داسې احساس کیږي لکه چې یوه برخه ځان مې مړ شوی وي- ډیر یې خفا کړم- اوښکې مې سترګو ته راشي خو غصه یی راپریوتو ته نه پریږدي

د مولانا خانزېب ګناه هم هغه وه چې د کومې ګناه په تور د پښتنو نور مشران شهيدان شوی دی،په پېل کښې به مونږ د پښتنو اتلانو وژنه يوه پېښه ګڼله خو اوس دا يو رجحان دی چې څوک هم د پښتنو خبره کوی هغه وژل کيږي

د خان زیب ګناه هم هغه وه چې د کوم ګناه په تور د پښتنو نور مشران شهیدان شوي دي –

په پیل کښې به مونږ  د پښتنو د اتلانو وژنه یوه پیښه ګڼله – خو اوس دا یو رجحان دی چې څوک هم د پښتنو خبره کوي وژل کیږي- نن زمونږ په مینځ کښې د پښتنو هغه ښکلي خلک نشته په چا چې وطن ښکلې وو- هغه په وطن قربان شوي دي

او غصه ځکه چې د هر څه په خپلو سترګو وینو او بیا هم طمع لرو چې هر څه به پخپله سم شي – مونږ په هر شهید دوه ورځې ماتم ضرور کړوخو په دریمه ورځ اتڼ نه قضا کوو- د اتلانو قربانۍ هیرې کړو او بیا هم د عزتمند ژوند په هیله یو-

دښمن هم دا غواړي چې پښتون دې خپلې سترګې وتړي، خله دې وګنډي او خپله غاړه دې هم د چړې د پاره نیولې ساتي – مطلب دا چې خبره کوي نو مرګ  او چې غلې پاتې کیږې ببا هم مرګ- د دواړو لارو انجام مرګ

د شهيدانو قربانئ قام ته الهام راوړی خو ښکاری داسې چې پښتانه د خپلې ناپوهئ په اور کښې د شهيدانو قربانئ سوزوی

د شهیدانو قربانې قام ته الهام راوړي او د لارښودنې د پاره رڼا خوروي خو ښکاري داسې چې پښتانه د خپلې ناپوهۍ په اور کښې د شهیدانو قربانۍ سوزوي- او سبا به د دې اور لمبې هر کور ته رسي- پښتانه اوس هم د یو بل سره ناستي ته تیار نه دي حلانکه په دې بدل وخت کښې یو نوي تړون ته اړتیا لري- یوه داسې دریمه لار چرته چې ژوند هم د عزت وي او مرګ هم- د یو بل نه د نفرت په ځاې د یو بل احترام ته غاړه کیږدې – ژوند او مرګ دواړه باید په عزت او درناوي سره وي ـ

د پښتنو مذهبې او سیاسې ګوندونه دې خبر وي چې وخت ډیر لږ دې او قامي ستونزې ډیرې زیاتې دی

error: Content is protected !!