Skip to content
ليک:نورالبشر نويد
يؤحسرت، يؤ تصور يؤ تأثر
تصور:
اوله برخه
دَ خُمارو سترګو يؤ ډولی هلک، چې کشش وۀ پکښې…
دَ چاکلېټی هيرو وحيد مراد يا دَ اميتاب بچهن پۀ شان اوږدۀ وېښتان لکه دَ ښکلی مخ فرېم..
نرۍ شونډې لکه چې فنکار پۀ سور برش رنګينې جوړې کړې وی…
اوږده صراحی غړانګه چې اوبۀ پکښې نۀ ښکارېدې، خو دَ کچه ځوانۍ هډوکے پکښې ولاړ ليدلے کېدو..
نرے قلمی قد ې پۀ همځولو هلکانو جينکو کښې دَ دې سندرې علامت وۀ، چې..!!
هلک نرے چينار دے، جينئ دَ ګلو ونه
مېده مېده تګ يې دَ کلاسيکل موسيقۍ استائی وه..
خبرې يې د رباب دَ ډډ ګوګل پۀ شان او خندا يې موسيقاره بازګشت وۀ، چې خورېده اؤ بيا راټولېده.
هاؤ دا دَ پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت دَ هلکوانے تصوير دے، چې ما پۀ لفظونو کښې جوړ کړو، خو څۀ عجيبه تصوير دے، چې پۀ جوړولو يې زۀ هم شل کلن هلک شوم، خان بهادر حسرت اؤ مشتاق مجروح هم دَ باړی چم مردان نه واخله، دَ اندېش صېب دَ ساهو دارو ، دَ بابو محلې، جج بازار سليم مارکيټ دَ احمد فوټو سټوډيو نه ګېر چاپیره وۀ ګرځيدم، خو لکه دَ غرونو ګړنګونو د اواز دَ بازګشت پۀ شان واپس راوۀ تمبېدم،
دَ تاثر اؤ تصور دنيا عجيبه ده، لکه د محترم فيضي صېب دَ شعر…!!
خيال چې خور شی په دنيا باندې محيط شی
چې راغونډ شی، دَ شها دَ زنې خال شی
نن دَ ژوند پۀ يؤه داسې حصه کښې زۀ دَ تأثر اؤ تصور پۀ دنيا کښې پۀ يؤ ٫٫حسرت،، کښې دَ ژوند بلها حسرتونه وينم، لکه چې دَ وختونو پۀ غاړه کښې دَ لعلونو اميل ته ما پۀ خندا لاس واچول، امېل وۀ شلېدو، لعلونه دانه وانه پرېوتل اؤ زۀ يؤه يؤه دانه راټولؤم…!!
تأثر:
زما ماشوم زبېرحسرته!!
تۀ چې پۀ مونږ زلمو ملګرو کښې بيخی کم عمره هلک وې نو هم زمونږ همځولے وې،
تا چې دَ سکول دَ ملېشې جامې سپينې کړې اؤ کالجی شوې، دَ اودی ټوپۍ نه دې قېد وېښتان رها شول اؤ لوې وېښتان دې پۀ مينځ نيم کړل، نو دَ سر دَ وېښتو مينځ لاره ستا دَ قلم کتاب تګ لاره شوه، دَ مردان کالج هنګامه خېز ژوند، ستا پۀ تندی کښې دَ پښتو ادب رڼا، ستا پۀ حسرت کښې دَ يؤ بل نيمګړی حسرت لنډه لنډه ساه اؤ دَ خپل کور هيلې اؤ ارمانونه دم پۀ دم، قدم پۀ قدم روان وو، عن لکه ٫٫زلتوں کے مارے لوگ ،، اؤ تۀ دَ غربتونو دَ زلتونو يؤ حسرت يؤه رڼا، يوه هيله اؤ تګ لاره..
پۀ کوم عمر کښې چې دَ سکول هلکانو اؤ دَ کچه عمر زلميو مانجې جوړولې، دَ کورونو پۀ چتونو يې ګوډۍ الوځولې، بلوری يې کول، سپی اؤ چرګان يې جنګول، تا پۀ بې خيالۍ کښې دَ خيال پۀ سېوری سېوری تګ کولو اؤ دا دې وئيل چې..!!
دَ انتظار پۀ تاؤده زمکه، دَ هجران پۀ غرمو
دَ خيال پۀ سېوری سېوری ځمه دَ اشنا ديدن له
زما لالی حسرته..!!
حسرت خو هر چا سره پېدا کېږی اؤ زلمے کېږی اؤ نيم نيم پاتې کېږی، خو هر چا ته پته نۀ لګی، ځکه دَ هغوی دَ حسرت نه حرص جوړ شی. تاسره دَ لوبو پۀ عمر کښې شعوري طور حسرت وۀ ليکلے شو اؤ وۀبللے شو، ستا دَ عمر دَ هلکانو نومونو سره دَ خپلو سرکشو عادتونو پۀ وجه لکه دَ بنی اسرائيلو لکۍ وۀ شوې، خو تۀ لکه دَ ډارون دَ فلسفې پۀ شان دَ انسانانو دَ ارتقاء دَ لارې نه راتېر شوې، حالانکې ستانه چاپیره حالات لکه دَ شادوګانو بربنډه کونه تاوېدل، خو تا ماشوم حسرت دَ پښتو پۀ جامو کښې تر لرې لرې پورې راؤړو، دَ ژوند پۀ چکړو خټو کښې وۀ ګرځېدې اؤ پېنڅې دې ابته نۀ شوې ،
٫٫دَ چيندرو پۀ کورکو کښې دې ارګوډے وۀ کړو، پښه دې په کرښه کېښوده نا،،
دَ ژوند پۀ لوبه کښې بريالے شوې.
زما شاعر حسرته…!!
ستا حسرت څومره نازؤلے ، څومره معصوم، خو څومره ضدي ماشوم وۀ، څومره تلوار ګندے جذبه دې وه، چې تا دَ همځولېو نه وړاندے دَ کتاب چاپ کولو شور جوړ کړو، نيازبين زوی له مور و پلار زر
وادۀ کوی، تۀ هم نيازبين شاعر وے. پۀ همځولېو کښې دَ ټولو نه وړاندې دَ شلو کلونو پۀ عمر کښې دَ کتاب خاوند شوې،
زمونږ پۀ زلمېو شاعرانو کښې مشتاق مجروح دَ « يارانه په شلتالو» ا ؤ پۀ خپلو همځولېو شاعرانو کښې تۀ « دَ خيال په سېوری » کتاب مصنف شوې،
او په کميونټی کونسل هال کښې پۀ سټېج دَ مخ کتنې شاه زلمے شوې اؤ بيا ستا هر همځولې کوشش وۀ کړو، چې دغه اعزاز واخلی، خو هر سوُر ږيرې شاګُل نۀ وی، ولې کۀ چا ږيرې سرې کړې، خو چې رنګ ترې لاړو، نو بيا تۀ پۀ دغه منډه کښې يواځې وې.
نور بيا
error: Content is protected !!
بهترین تاثر دے
دَ حســرت صاحب دَ ژونــد خــاکه اؤ بــیا دَ نــوید صاحب دَ لفــظــونو دَ بــوډۍ ټــال چې دَ ډاکتــر زبیر حسرت صاحب دَ ژوند عکاسی کوی…دواړو تــرونــو ته لوئے ژوند دَ اللّه نه غــواړم