ماته غوږ شه

اېمل ولی خان د مولانا خانزېب شهيد وينې ته امتحان ووې….!!!

باجوړ امن پاڅون،
ټول وطن پښتون ، پښتون،
يو قدم يو آواز
د انجام دا آغاز

هاو مولانا شهيد مرګ له ورغلو او د شهادت په درېمه ورځ د ټول باجوړ اولسونو په امن پاڅون کښې دا دعوه وکړه چې زمونږ قاتل رياست دے، دا دعوه په هاغه قاتل ماښام هم شوې ده چې د ننګونو غېرتونو سړے په خپلو زخمونو کښې اوده پروت ؤ او رياست تراوسه خاموش دے  بلکې شهيد ورته هم نه وای ، پښتانه د رياست نه د شهادت سرټيفيکېټ نه غواړی د شهيد د سرټيفيکېټ ضرورت د سرکاری اعزازاتو او سرکاری پېکج دپاره وی د پښتنو شهيدانو اعزاز انقلاب وی، د اولسونو يوه يوه سلګئ او اوښکه او چغې د هاغه اعزازاتو نه ډېره معتبره ده چې د لفټ رائيټ لفټ په شېطاني خاموشئ کښې ې اخری سلام وی او بس….!!!

قامی شهيدان په چغو په نعرو د خپلې خاورې غېږله ځی دا بئيله خبره ده چې د قامی شهيدانو دعوې او وينې اوسه پورې نتيجه ورنکړه. دغه د شهيدانو لړئ ډېره اوږده ده چې مونږ سره خوا کښې د کابل يو شهيد مير اکبر خېبر راواخلو د سرداود  لېونئ سردارئ چې ميراکبر خېبر خوړو نو د هاغه وينې زور وو چې خلقيان او پرچميان ې  يوه کړل او د ميراکبر خېبر وينې د ثور انقلاب راوړو د کابل سرداري ې په بې نومه قبر کښې ښخه کړه خو دلته بلها بلها شهيدان په سرو کفنونو کښې خخ  شول دا وينې زرغونې نشوې، مونږ دا دعا وغوښته..!!

مونږ په کوېټه کښې د  عثمان کاکړ جنازه وليده چې بيخی پښتانه بغاوت ته تيار وو محمود خان اچکزی دغه وخت ببرو پښتنو ته د پی ډی ايم قيصه کوله ځکه چې مولانا فضل الرحمان د پی ډی ايم صدر وو او پنجاب ته ې مظلوم وئيلو ځانته ې يو شهيد خاموش کولو په پښتون بغاوت باندې ېې خاورې اړولې..او سياسی مصلحت ې د قرآن په دغه آيات ونغاړو..
ان الله مع الصابرين
بل يو شهيد د نورو بلهاو شهيدانو نه يو ګيله مند وزير د پی ټی ايم د منظور

پشتون په برخه راغے، سورلښکر د پېښور څخه وزيرستان ته لاړو او هلته په تقريرونو کښې د وينو دا قيصه هم لاړه او ساندې ترې جوړې شوې اوس لکه د کربلا د مظلومو امامانو د کال وير شو..

او اوس…!!!

مونږ اوس د باجوړ امن پاڅون کښې د مولانا خانزېب شهيد د وينې خوند رنګ داسې ښکاره شو چې ټول باجوړ له ې ژبه ورکړه باجوړيانو له ې شعور ورکړو او ټولو په شريک آواز ووې..، مونږ ته خپله خاوره پريږدئ او زمونږ قاتلان مونږ له راکړئ، هر څو که پاکستان د هېڅ سياسی قتل قاتلان تراوسه نه دی ورکړی خو د مولانا شهادت دوه نوې برخې پښتنو له ورکړې، يوه داچې ټول باجوړ،خېبر،تيراه،وزيرستان بشمول د ټول پښتون افغان وطن د امن پاڅون په غږ راپورته شو او رياست سره خبره سپينوی.

دوېمه برخه د مولانا د وينې داده چې اے اين پی مشر ايمل ولی خان په ړومبی ځل ووې!!

«دا زما امتحان دے»

او اوس ټول پښتانه د مولانا وينې ته خپل امتحان وای، بايد چې ټول پښتون وطن ورته خپل امتحان ووای، ځکه چې پښتانه به اوس خپله قامی فېصله کوی، اے اين پی د تاريخ په اوږدو کښې په ړومبی ځل د مولانا خانزېب شهادت ته امتحان ووې نو د وينې امتحان په نقل نه پاس کيږی، دا امتحان به د خوشحال د دې شعر هنداره پکار وی.

error: Content is protected !!