قیامت

اولنئ برخه

د قیامت نوم هر چا  اوریدلے دےخو لیدلے چا نه دے نو پښتانه وائ “د قیامت نه څوک مات کوناټي نه دی راغلي”. ټیک به وای خو ما خپل کلي کښې د قیامت شپه لیدلې وه. دا 2012 د خبره ده ستاسو کلي کښې به هم وه ځکه چې ټول پښتانه په دغه ویره کښې ککړ شوي وو او په سخته يخنئ کښې په میدان ولاړ وو.   کلي ته لاړ ووم او جماتونو نه اعلانونه کیدل چې د شپې یو منټ د پاسه دولس بجې به قیامت وي. ما خلکو ته ویل زه خو د پنجاب نه راغلم هلته داسې چا څه نه ویل البته څه خبرونه داسې وو چې زلزله به راځي  خو هلته خلک په ارام وو. بله دا چې د قیامت داسې کره وخت چا معلوم کړو؟ خلکو ویل دا جماتونو نه اعلانونه نه اورے؟ خو ته خو د وطن او مذهب دواړو نه لرې ئ ټوله ورځ کمپیوټر ته ناست ې  اوس به درته پته ولګي. زه غلے شوم او لږ سوچ  هم یوړم چې ټول خلک وای نو څه چل خو دے. د ماسخوتن د بانګ د پسته زمونږ  جمات دومره ډک شو چې څه خلک لمونځ ته بهر کوڅه کښې ودریدل . ملا خبرې نه کولې بس دومره ې وویل ټول میدان کښې جمع شئ چې خپله غیبانه جنازه وکړو. څه خلک په ژړا شو او یو کس بې هوشه شو. بحرحال ټول د کلي په غټ میدان کښې راجمع شول خو تش سړي. دغه کښې یو مشره ښځه راغله ویل ظالمانو ښځو ته خو هم د لمونځ موقع ورکړئ هسې هم په قیامت کښې پرده ختمه شي او دا په تن جامې هم . چا مخالفت وکړو چا حمایت خو مشره زوروره شوه او دومره نر ښځې راجمع شول چې هغه ډیر اوږد او پلن  میدان تنګ شو. د ماشومانو چغې پکښې بئېلے وې ځکه چې ښځو ما شومان هم راویستي وو  . زه په یو غونډۍ کیناستم. ما ویل زه خپله جنازه نه کوم څه چې وي هغه به وي. بیا هم یو شک وو نو موبایل کښې انټرنټ ته لاړم او سرچ مې شروع کړو. د امریکه ناسا NASA ویب سایټ ته لاړم هغی لیکلي وو

 ” یو افواه دنیا کښې خوره شوي ده هیڅ قیامت نه راځي نه سمندرونه راخیږي په ارام شئ,,

بیا د روس د صدر پیوټن بیان وو چې “هیڅ نشته دا دنیا به څلور اربه کاله نوره هم وي په ارام شئ” نو ما سوچ وکړو چې دې خلکو ته دا وویم. نو ما په اوچت اواز اویل هیڅ نشته ساینسدانان او د ملکونو صدران وای دا افواه ده ګپ دے . زه خلکو خله خله کړم ویل چپ شه د انګریز بچیه . بس زه غلے کیناستم ما ویل خلک په دغه دنیا کښې بلې دنیا ته ختلي دی ستا څوک نه اوري. خو زه ښه بیغمه شوم ځکه چې ساینس منم. د جنازې لمونځ د پسته  ډیرو خلکو ژړل او په چا تیاره راغله یو کس لیونے غوندې شو په خندا شو او منډه ې کړه  په چغو چغو ې وئيل..

“زه خو پکې نه یم دا قیامت دے که انډوخر”. سیدالم د ګلامین لاس ونیوو او ورغاړوتو چې “ما به تا پسې ډیرې خبرې کولې ما اوبخښه” ګلامین ورته وویل “ما به هم تا پسې خبرې کولې ما وبخښه”. بیا دواړه تر غاړوتل او په ژړا شو او یو بل ې وبخښل.  په غونډئ غلے کیناستم  او تماشه مې شروع کوله . زما په خوا کښې یو خر ګرزیدو راګرزیدو لکۍ ې خوزوله او بانګونه ئې کول. ما ویل دے خپل سر کښې دے هیڅ نه خبرنه دے،  ملا د غایبانه جنازې نه پسته جمات ته واپس لاړو او په لاوډسپکر ې اعلان وکړو چې مومینينو قیامت ته پاو کم درې ګنټې پاتې شوے. د اعلان د پسته خر بانګونه شروع کړل څه خلک ډیر اوقهریدل ویل دا خر لرے کړئ. دا شیطان دے د ده دلاسه خو مونږ تباه کيږو چا ورمنډه کړې خو خر ځان بچ کړو. خلکو یو بل سره عجیبه خبرې کولې. یو  سړي مازغه والوتل   سندره ې شروع کړه

 “اخري گیت سنانے کے لیے ایا هوں”۔ خلکو خله خله کړو چې د پلیت بچیه د قیامت په شپه سندره څنګه ويئ؟ خو یو مشر بچ کړو او هغه جمات ته منډه کړه څه ساعت پس ې  نعتونه شروع کړل

دا دې سامان تړمه، د مدينې په سفر،،،.  بيا ې هغه اواز راغلو او  یو پخوانئ سندره ې شروع کړه ” زمکه د مکې به ځنګیدله لکه ټال،

په شان د زلزلې به رپیده امر د رب ؤ

 الله اکبر”.

او هر طرف نه د الله اکبر نارې اوچتې شوې ، دغه سړې چې ما نه پیژنو مسلسل لګیا ؤ او نعتونه ې ويل او څه داسې څیزونه چې ما کله نه وو اوریدلي. دغه وخت کښې ملا ترينه مائيک واغستو او څلور قل   صورتونه ې شروع کړل.  بیا ې اعلان وکړو مومنانو قیامت ته دوه نیمې ګنټې پاتې شوې او په ژړا شو او ژړا ژړا کښې ې وویل “زه ستاسو مجرم یم ما به د جمات چندو کښې ځان ته پیسې وهلې او دکان کښې به مې ماشومانو ته تول کم کولو . ما وبخئ او ما سره اتیا زره روپۍ دي دا ټولې واخلئ”. ټول خلک چپ شو او زه هم حیران شوم چې حافظ صیب غل وو؟ خو د میدان نه یو مشر وویل مونږ په پیسو څه کوو د قیامت شپه ده مونږ بخښلے ې . یو هلک ته ې  وویل منډا کړه حافظ صیب ته ووایه مونږ بخښلے ې خو باقي ته پوهیږه او خداے. یو ښځه شګفته بې بې ې نوم وو ډیره محنتي ښځه وه، خاوند پریښي وه او کورونو ته به ې سامانونه اغستل کله په نغدو کله په قرض ځان ې ساتلو. هغې  چغه کړې چې “ما اوبخښئ ما سامانونه ګران خرڅول د مارکیټ نه ډیر ګران نو ما ټولو قرضدارو ته قرض وبخښلو او خپلې ټولې روپۍ چې درې لکه نه سیوا دي او څلور تولے کالے جمات ته چندا کښې ورکوم”. یو مشرې ښځې ورته وویل چې “چپ شه کم عقلې سبا به نه جمات وي نه مونځونه د حشر میدان به وي”. شګفته په ژړا شوه او وې ویل “وئ خدایه دا قیامت خو ډیر زر راغلو ما خو بلها مونځونه قضا کړي او زکات مې کله هم نه دے ورکړے ما خو ویل حج ته به ځمه او هر څه نه به توبه اوباسم خو قیامت ډیر زر راغلو”. جرګه مار ملک صیب چې خپل نوم ې ملک سیف الدین وو او خلکو پرې د انصاف دومره یقین وو چې د نورو کلو  جرګو له به هم تلو،  ته او د هغه فیصله به اخري وه، یو بارعبه، حاجي مونځ ګزاره ښه انسان ؤ.  هغه زر چغه کړه “ما جرګو کښې بډي اغستي یا څاروي ګډې بزې غواګانې، خلکو ته مې دوکه ورکړې ده ما اوبخښئ زما ګناه ډیره کبیره ده”. خلک حیران شو او زه خو ډیر حیران شوم یو فیصله ې زمونږ خلاف کړي وه خو مونږ په سر سترګو منلي وه. خلکو چغه کړه   مونږ وبخښلے خدای پاک دې ځمونږ ګناهونه هم اوبخښي. ما غونډۍ نه اواز وکړو زه دې نه بخښم خو زه خلکو چپ کړم ویل چپ شه کم بخته د قیامت شپه ده بغض مه کوه وے بخښه خو ما څه غږ ونکړو بس چپ شوم.  زه غونډۍ نه لاندې راکوز شوم او خر ما پسې راکوز شو پوهه نه یم ولے؟  ما هم څه غلط کارونه کړي وو او زړه مې ویل راشه ته هم بخښنه وغواړه قیامت که نه هم راځي زړه سپک کا خلک به دې وبخښي. خو دغه وخت یو ځوان چې فهیم ې نوم وو او نوے نوے واده ې کړے ؤ د اوبو ډک بالټی په لاس راغلو او اسمان ته ې وکتل او وې ویل “یه خدایه پاکه دا اوبه ما د غلا په بجلۍ ګرمې کړي وے دا واخله زه د غلا په اوبو نه لامبم” او بالټے ې واړوو، بیا ې وویل “خو پلیت د قیامت په شپه نه اودریږم جمات کښې لامبم”. یو کس ورته وویل سخت ساړه دے په یخو اوبو مه لامبه فهیم ورته وویل “ښه ده چې مړ شم شهید به شمه قیامت به  وو نه وینم  او پاک به ولاړ یم”. ما څه ویل غوښتل  خو یو بل ځوان چغه کړه چې “ما د مامور خان د چنغلې نه کوکه اغستي وه اوس واده ده خدایه ما معاف کا”. مامور خان ورته وویل “د خر بچیه ما معاف کړے خو خدائ به دې معاف نکړي”. هغه ورته “ویل خدای غني باچا دے او هغې په خپله خوښه راکړي وه او ما ته ې ویل چې زما کوژدن ماتیږي بیا مې ته اوغواړه”. زه میدان ته راکوز شوم او خر ما پسې راروان وو. هر چا څه اقرار کولو شور جوړ شو. ما هر څوک نشو اوریدے . خو د یو ښځې اواز ډیر تیز وو زما تر غوږو شو هغې ویل “خدایه ما معاف کا زه چې واده نه ووم نو اول مې یو هلک سره تعلق وو بیا د بل سره خو واده لاټو ته شوم خو څه غټه ګناه مې نه ده کړي توبه توبه بس غاړوتل ځان جنګول راجنګول مې کړی دی ما اوبخښه”. لاټو حیران شو ویل “تا خو ویل زما مخ تش تا لیدلے اوس داسې واې خو ځه ما معاف کړے د قیامت شپه ده ته پوهیږه او خداے”. یو بل هلک چې ما نه پیژندو  وې ویل “ما د خدائ بخښلي نعمت الله د ښځې سره تعلق وو خو د هغه د مرګ د پسته توبه توبه د هغه په ژوند نا ، بیا هغه هم وفات شوه زه بخښنه غواړم”. د نعمت الله ورور ډیر غصه شو او ورپسې راوړاندې شو

نور بيا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!