ليک : فېروز خان افريدی
د اپريشن په نوم د پښتنو بېدخلی
| د يو کور مالک به چاته څنګه اجازت ورکوی چې په خپله جوارئ کښې زما کور ورکړه؟؟ |
په پښتونخوا کښې د هر اپريشن په پس د ضم شوو علاقو څخه ترهګر نا،بلکې اولسونه بېدخله شی چې د ائ دی پيز نوم ورته ورکوی، که پخوا د افغان مهاجرينو کیمپونه جوړ وو او د هغوی مهاجرت په امريکه بشمول يورپي ملکونو او عربيانو خرڅېدل حتا چې د عربو نه د حج د قربانئ غوښې هم راتلی هډوکی د مهاجرينو او پسته غوښه د پاکستان وه نو دغه قيصه خو اوس پخوانئ شوه د هغه مهاجرينو نه فساديان ، او خوارج جوړ شول د هغوی د لاسه د ضم شوو علاقو خلق د خپلو ابادو کورونو نه بې دخله کيږی او پښتانه په خپل وطن کښې کډه پېر دی، خو دا ځل اولسونه وای چې مونږ کورونه په پريږدو
| د باجوړ امن پاڅون ، خېبر امن پاڅون د اولسونو شور او د تقريرونو ويډيوګانې خلق لا ګوری،چې دپاسه پرې غېر اعلانيه اپريشن راغے |
هسې خو د ټولو قبایلي ضم شده اضلاع اولسونو د حکومت له اړخه د آپریشن په نوم یو ځل بیا د بېدخلۍ او په کورونو د مارټر ګولو خلاف لاریونونه کړدي او لا روان دي

چې د مولانا خانزیب شهید په شان تکړه قهرمانانو پکښې سرونه وخوړل او شهیدان شول، خو په تیراه کښې روانې شخړې نور هم د دې زور زیاتي خلاف شدت واخیستو. په تیراه باغ کښې د اوه کسانو د شهادت وروسته د مشرانو او کشرانو په شمول زرګاؤ کسانو د تالیبانو مرتبه ځایګي ته قرانونه په سر لاریون وکړو .او هغوي ته یې د خداے او د قران په خاطر د دې ځایه د وتلو ووئیل
دغه وينه لا تازه وه چې په 29 جولايئ په باجوړ کښې غېر اعلاميه اپريشن شروع شو د زنانو او ماشومانو وينه هم نوې شوه، عجيبه اپريشن دا دی چې د علاقې خلق پکښې شهيدان شوي او بيا نوره د تعجب خبره داده چې د باجوړ امن پاڅون د خېبر امن پاڅون د اولسونو شور او د تقريرونو ويډيوګانې لا خلق ګوری چې دپاسه پرې غېر اعلانيه اپريشن راغے، مونږ چې دغه ناتار ته ګورو نو دا د فوځ او د قام ترمينځه د يو جنګ نقشه لکه د بلوچ ياغيانو پشان جوړوی، دا خبره څرګنده
ده چې فوځونه د اپريشن په بهانه دلته د قامي شتمنو په لوټمار پسې راغلي دي ټول سياسی مزهبی او د هر مسلک او هر مکتب فکر خلق دا خبره په شريکه بيا بيا کوی چې زمونږ د خاورې شتمنئ پسې د اپريشن په نوم نه راځئ ، بجلی او ګېس خو رانه په کلکو سترګو اخلئ د اوبو غلا رانه کوئ ، اوس رانه بيخی د معدنياتو غلا پسې راځئ او د آئ ايم ايف په قرضونو کښې د پښتونخوا زخائر ورکوئ ..؟؟ اوس دغه د سودا پښتانه منی نا، د يو کور مالک به چاته څنګه اجازت ورکوی چې په خپله جوارئ کښې زما کور ورکړه ؟؟
| چې د قانون د پاسدارئ او وفادارئ خبره راشی نو دغه ضم شوو علاقو ته به فوځ د پاکستان د سرحداتو ميخونه وئيل، نن پکښې د اپريشنو په نوم خلق بې دخله کوی |
بل خوا چې د قانون د پاسدارئ خبره راشی نو دغه ضم شوو علاقو خلقو ته به فوځ د پاکستان د سرحداتو ميخونه وئيل، نن پکښې اپريشنو په نوم خلق بېدخله کوی



