ليک: فېروزخان افريدی
د قبایلي تاریخ یو خونړے داستان
کله کله د حکومتي چارواکو په بندوبستي سیمو کښ په لاریونونو او پرلتونو د ظلم جبر او زور زیاتي ویډیو ګانې په نظر راشي . خلق چیغې او نارې وهي. په عالمی رسنیو کښې د این جي اوز اوازونه مو هم تر غوږ شي . خو په قبایلي سیمو کښې د ریاستي جبر روانو پېښو ته د هیچا توجه نه کیږي. هره ورځ درز غوبلته وي .بیا کله شرخوښي په کلو بازارونو ته راوځي په زور پېسې غواړي. ورپسې سمدستي چارواکي راشي او خلقو ته ووائي چې مونږ آپریشن کوو تاسو کورونه پریږدئ
| هغه کورنئ چې مخکښې به ې مېلمه خانې وې،کورونه به ې د مېلمنو نه ډک وو او کاروبارونه به ې په کروړونو کښې وو،بيا بې کوره او بې اوره په خېمو کښې اوسيدل هغوی نن هم سرګردانه ګرځي |

خلق کورونو پریښودو ته تیار نه دي ځکه چې هغوي څو کاله اګاهو ډک کورونو پریښي وو چې څلور کاله پس واپس راغلل نو د کورونو نه کنډرې جوړې وې
که لږ ډز ډوز وشي د کورونو مدرسو او د کور تمبې کړکۍ دروازې هر څه یې وړي وو. بې تپوسه یې د خلقو په ذاتي زمکو چیک پوسټونه او کیمپونه جوړ کړي وو. هیڅ معاوضه چاته ورنکړې شوه. د ورانو کورونو څلور لاکه اعلان وشو خو تر اوسه حقدارو ته یوه انه په ګوتو رانغله. سکولونه وران ویجاړ وو
او که لږ څه د بنیادي سهولتونومرکزونه وو هغه ې وران ویجاړ کړي وو
چا وران کړي وو؟ دا هر چا ته معلومه ده
که چا د دې خلقو سره د دې ترهګرو سره صرف لیدل کتل هم کړي وو هغه چې اوچت شوي بیا چا نه دي لیدلي
قبایلي اولس تېرو لسو، دولسو کلونو راهیسې له دې نه هم بدتر حالتونه تېر کړي دي
په دې لاریونونو او پرلتونو کښې خو که څوک ونیول شي بیا راخوشې شي خو قبایلي ځوانان چې هغه بې درکه شوي دي. کله کله یې لاش چرته پروت وموندل شي. په تېر ناورین کښې به زموږ د قبایلو هغه ناروغان، هغه ماشومان، سپینږیري، او بېګناه خلک چې د کور نه به راوتل، نو کوپړۍ به ترې الوتلې وې. د مورچې نه به پرې د سنائپر ډز وشو. چا وویشتو ؟
دا پوښتنه کول بې معنا وه. ځکه نه به چا پوښتنه کولې شوه، او نه به چا اوریدله
هغه سختې شپې چې د آیډيپیز (بېځایه شوو) په خېمو کې تېرې شوې، د هیچا نه هېرېږي
کېدې شي ډېرو خلقو ته معلومه نه وي، خو دا یو تریخ حقیقت دے چې په هر کورکښې به خامخا دوه درې کسان وژل شوي وي
| حکومت د ځينی بډی خورو په مرسته چې د هغوی زاتی ګټې بندې شوې وې ،يو ځل بيا فاټا په زوړ حېثيت بدلول غواړی چې د دې مظلوم اولس په معدنياتو د مرکز اجاره داری قايمه شی |



