قطر نه د پښتو غږ

شعور او اخلاق

تېرو ورځو کښې یوې ازاد خیاله سندرغاړې د استاذ خیل محمد نه انټرویو اخیسته په دا موقع د هغې پنجابي نسله خاوند هم ناست ؤ. هغې د خیال محمد استاذ نه دا پوښتنه هم وکړه چې په پښتنو کښې به شعور کله راځي.؟ هغه ورته په ځواب کښې وویل چې خداے دې راولي.  د دې خیال دا ؤ چې زه کومې پښتو سندرې په مغربي لباس کښې په سټیج  وایم نو د دې ستاینه  پښتانه  ولې نه کوي.؟ نو دلته د کلتور توپیر او د اخلاقیاتو او شعور تر منځ هغې بیلتون نشو کولې دلته زه یو څه په دې حواله لیکل غواړم

شعور او اخلاق – د انساني مقام دوه رڼاګانې

په دې پراخ کاینات کښې، د انسان ارزښت له دې سوبه نه دے چې هغه څومره شتمن دے، یا څومره ځواک لري، بلکې د انسان اصلي عظمت په دې کښې دے  چې هغه څومره اخلاق لري او څومره شعور لري

اخلاق، هغه ښکلی ګل دی چې د انساني چلند په باغچه کې غوړیږي او شعور، هغه نرمه وچه هوا ده، چې دا ګل تازه ساتي، ساتنه یې کوي، او د نورو د پاملرنې وړ ګرځوي خو دا دواړه جلا نه دي
اخلاق، د عمل ښکلا ده، او شعور، د نیت صفاوالی
اخلاق ښيي چې انسان څنګه خبرې کوي، چلند یې څنګه دے
شعور ښيي چې ولې داسې خبرې کوي؟ ولې دا چلند غوره ګڼي؟
اخلاق – د انسان جامه

اخلاق له ماشوموالي سره زده کېږي — مور او پلار یې ښيي، ښوونکی یې پیاوړی کوي، دین او ټولنه کښې یې تکرار او ښه والے یې همېشه یادیږي رښتیا ویل، د مشر درناوی، د کمزوري ملاتړ، د خپلې وعدې وفا — دا ټول د اخلاقو ښایسته څېرې دي

اخلاق، داسې دي لکه د ګل رنګ، چې د لمر په وړانګو کې ځلېږي
خو که دا رنګ یوازې د ښودو لپاره وي؟ که څوک دا کارونه د خلکو د خوښۍ لپاره کوي؟ نو دا ښایسته عمل هم بوی له لاسه ورکوي، ځکه چې نیت پکې نه وي

شعور – د زړه سترګې
شعور، دا نه دے چې یو څوک کتابونه ډېر لولي، یا ستر سندرغاړی شي. شعور دا دے چې څوک د بل انسان درد احساس کړي
شعور دا دی چې څوک پوه شي، چې یو بې‌وسه سړی ته لاس ور اوږدول، یوازې خیرات نه، بلکې انسانیت دے
شعور دا دی چې څوک له خپل عمل نه مخکې فکر وکړي: چې
“زما دا خبره، زما دا کړنه، بل انسان ته څه احساس ورکوي؟”
شعور، د وجدان غږ دی. دا هغه غږ دی چې انسان ته وایي
“داسې ژوند وکړه، چې که  چاته ګټه نه شې رسولے، نو زیان ھم مه  ورکوه.”
کله چې شعور او اخلاق  دواړه سره یو شي نو  نو انسان د ژوند پر هغو لوړیو مقاماتو مرخېژوي، چېرته چې د ھغه د ذات عظمتونه پټ وي
هلته نه فخر وي، نه تکبر. هلته یواځې عاجزي وي، بیداري وي، او رڼا وي
هلته انسان یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم سوچ کوي، دعا کوي، مرسته کوي

اخلاق او شعور دواړه لکه دوه وزرونه دي، چې انسان پرې د عزت، پوهې او ښېګڼې پر لور الوت کولے شي یو انسان که ډېر بااخلاقه وي، خو د شعور ژوروالی ونه لري، نو ښايي کله کله له غیر ارادي تېروتنو سره مخ کیږي او که یو څوک شعور ولري، خو اخلاق ونه لري، نو پوهه به یې یواځې د ځان لپاره وي، د نورو لپاره نه راځئ،  چې د خپلې ټولنې، خپل نسل، او خپل راتلونکي لپاره، هم اخلاقو ته وده ورکړو، او هم شعور ته ځکه چې دا دواړه د رڼا هغه څراغونه دي، چې موږ له تیارو څخه راوباسي، د انسانیت لارې ته مو بیایي، او د خدای رضا ته مو نزدې کوي


error: Content is protected !!