سوشل ميډيا نه انتخاب
په کوچني امريکا (اسرائيل) باندې د ايران وېره خپره شوې ده. د بنکرو د کموالي له امله پوځيانو دنده ترسره کولو څخه انکار کړی دی. د فوځ رضاکارو سرتېرو اعتراف کړی چې دوی د ايراني بريدونو له ويرې سخت وېرېدلي دي او هر وخت دعاګانې کوي.
د ايران د ممکنه ځوابي بريدونو او توغنديو وېرې د کوچني امريکا ٫٫اسرائيل ،،د فوځ اعصاب کمزوري کړي دي. د تل ابيب څخه ترلاسه شويو راپورونو له مخې، د ايراني راکټونو او توغنديو په وړاندې ځانونه غير محفوظ احساسولو له امله لسګونو سرتېرو د دندې ترسره کولو څخه ښکاره انکار کړی دی، چې له امله يې د اسرائيلو دفاعي صلاحيتونه بربنډ شوې دي.
د اسرائيلو پوځيانو د بنکرو د نشتوالي او د توغنديزو بريدونو پر وړاندې د کمزورو ترتيباتو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او د خپلو پوستونو ته له تلو انکار کړی دی. د لوجسټک ستونزو په رپورټ، اسرائيلي پوځ خپلو سرتېرو ته د بنکرو په برابرولو کې پاتې راغلی، چې له امله يې د پوځ په منځ کې ژوره مايوسي خپره شوې ده.
يو سرتېري د جګړې د ډګر وېروونکې تصوير وړاندې کولو سره وويل: “حالات ډېر خطرناک دی. کله چې سايرن غږېږي، مونږ د پټېدو لپاره ځای نه لرو، يوازې خولۍ (هيلمټ) اغوندو او د خپل ژوند لپاره دعا کوو.” بل سرتېري په تنده لهجه له خپلې مشرتابه پوښتنه وکړه: “که څوک ووژل شي، آيا يوازې افسوس کول کافی دی؟؟ “
وېره لرونکو سرتېرو پر خپلې مشرتابه ملنډې وهلې او ويې ويل چې هغه فوځ چې د ۲۰۰۰ کيلومتره لرې هدفونو د ويشتلو دعوې کوي، خپلو سرتېرو ته يو مناسب بنکر هم نه شي برابرولی. دفاعي کارپوهان وايي چې دا حالت ښايي چې د ايران د توغنديو ځواک د اسرائيلي فوځ مورال سخت راکم کړی او هغوی اوس له مستقيم ټکر څخه تېښته کوي.
دغه حالت دا هم ثابته کړه چې د ايران د دفاعي وسلو وېره د دښمن په مرکزونو کې خپره شوې ده، په داسې حال کې چې اسرائيلي پوځ يوازې يو کاغذي زمری ثابت شوی دی۔