افلاطون شاوخوا په ۴۲۷ ق.م د يونان اېتهنز ښار کښې زېږېدلې ؤ . د “افلاطون” معنا په يوناني کښې پلنې اوږې يا غټه تنه ده . اصلي نوم يې ارستوکلس ؤ، خو د بدن د جوړښت له امله ورته Plato ( افلاطون ) ويل کېده. دې د شتمنې اشرافيې کورنۍ څخه ؤ . د مور او پلار دواړو ټبرونه د يونان په سياسي او ټولنيزو چارو کښې مهم رول لرلو . د ھلکوانې عمر کښې چې ھر قسم ارام و اسائش يې لرل . لوبو کښې به يې برخه اخسته . کبډی به يې هم کوله . د شعروشاعرۍ شغل يې هم لرلو .
چې نظر ې په سقراط پريوتو . د ھغه داسې اسير شو چې ھر شغل ترې پاتې شو . د سقراط په شاګردۍ کښې يې ځان ورکړو . د خپل استاز په وينا يې شاعري پريښوه . خپله عشقيه شاعري يې وسوځوله او ژوند يې فلسفې ته وقف کړو . افلاطون به اکثر دا ويل چې زه د خدائے شکرګزار يم چې په يونان کښې پيدا يم نه چې په وحشيانو کښې ، ازاد پيدا يم نه چې غلام ، سړے يم چې ښځه نه يم پيدا او تر ټولو غوره دا چې د سقراط په وخت کښې پيدا يم .
افلاطون د لرغوني يونان تر ټولو ستر او مهم فلسفيانو کښې شمېرل کېږي. د هغه ژوند او فلسفه د لوېديځ فکر او علمي برخې بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي .سقراط ته چې عدالت له لورې د مرګ سزا ورکړې شوه د ھغه ټول شاګردان په دې پيښې ډير غمژن شو او اودړديدل. د دغې پيښې په وخت د افلاطون عمر اته ويش (28) کاله ؤ . ھغه د جمھوريت نه کرکه اوشوه چې عام خلق پکښې واکمنان وي . او غوښتل يې چې د شمير اوښيارو او عقلمندو تنانو حکومت جوړ شي . سقراط د مرګ د سزا نه بچ کولو ھلو ځلو کښې د ښار واکمنو افلاطون ته د شک په نظر کتل . ملګرو سره د مشورې پسته ھغه د اېتهنز ښار پريښودو فيصله يې وکړه او د سيلګرۍ په غرض د نورو ملکونو په سفر ؤوتو . د مصر، ايټاليا او سيسلي په ښارونو کښې يې وخت تېر کړو . ويلې شي چې ده د ھند سفر ھم کړے ؤ . دغه ځايونو کښې د مختلفو پوهانو، سياستوالو او ديني مشرانو سره يې وليدل . په ۳۸۷ ق.م کښې اېتهنز ته واپس راغلو . دغه وخت د ده عمر څلويښت کاله ؤ . دلته ده مشھوره اکادمي پرانستله. دا اکادمي د علم، رياضي، فلسفې او منطق د تدريس مرکز وګرځېدو . د رياضي علم ته افلاطون دومره اهميت ورکوؤ چې د دې درسګاه په دروازه يې ليکلي ؤ “چې چاته د رياضي علم نه وي زده دننه دې نه راځي “
د افلاطون تر ټولو مشهور نظر د مثالونو يا فورمونو تهيوري ده.
ده ويل چې په دې محصوصه نړۍ کښې چې هر څه وینو (لکه مېز، ؤنه، انسان)، دا يوازې د يو کامل او ابدي “فورم” سيوري دې.
د مثال په ډول هر مېز چې مونږ وينو، د کامل مېز نيمګړی عکس دی. هغه کامل مفکوره يا فورم په تلپاتې او نه بدلېدونکې نړۍ کښې شته . فورمونه د تلپاتې او ابدي حقيقتونو نوم دے . په اسانه توګه ، يوه دا نړۍ چې مونږ يې محسوس کوو ، پکښې ژوند کوو او بل عالم مثال دے . دا مادي نړۍ د عالم مثال عکس دے . عالم مثال افلاطون حقيقت ګڼي او دا مادي نړۍ غير حقيقي . خو دلته افلاطون بيا وايي چې دا حقيقت استدلالي عقل له لارې مونږ معلومولې شو . افلاطون وائي لکه دې نړۍ کښې چې څومره آسونه دي ھغه د مثالي آس چې عالم مثال کښې دے د ھغې عکس دې ښکلا چې مونږ په خلکو يا شيانو کښې وینو، په اصل کښې د کاملې ښکلا د فورم يو انعکاس دے . او داسې ھر څه د ازل نه عالم مثال کښې دي . ماده خام شيان دي چې په ھغې د امثالو چاپ لګيدلې . د مثال په توګه سنګ مرمر د مجسمې جوړولو واله په لاسو کېې خام مال دے چې دا ھنرمند ترې څه جوړوي په امثالو کښې ھغه د مخکې نه موجود دے . افلاطون دې فکر ته که اوکتې شي نو د پرميندس اثر پرې ښکاري . پرمينيدس هم دا ويل چې حواس دوکه ده او شتون يا ھستي حقيقت دے او حقيقت مونږ د عقل له لارې درک کولې شو . د افلاطون په نزد فلسفيان د عالم مثال ادراک لرلې شي چې حقيقي عالم دے .د عامو خلقو فکر په ظاھري دنيا کښې ګډوډ شي . په دې اړه يو مشھور تمثيل وړاندې کوي او وايي : څو تنان په تياره غار کښې بنديوان دي . پښې يې تړل شوی او مخونه د غار ديوال ته دي . شاته اور بل دې او د اور مخې ته خلق تګ راتګ کوي . دے قيد خلقو ته د سيوري انځورونه په ديوال ښکاري . دوی دا حقيقت ګڼي . يو قيدي په زور ځان ازاد کړي او بھر ووځي . ھغه د نمر رڼا ، ووينې ، اوبه او غرونه يې وليدل . د ژوند حقیقت يې وليدو . مخکې ھغه سيوري حقيقت ګڼلو . دغه تن غار ته راشي ملګرو ته حال ووائي . ھغوي ورپورې خندل چې سړے ليونے شو ځکه چې ھغوي کوم سيوري ويني ھغه ورته حقيقت ښکاري . د افلاطون په نظرياتو او فکرونو چې په نورو اړخونو يې وړاندې کړې د امسالو يا فورمونو فکر ژور اثر ليدې شي .
افلاطون په خپل کتاب دي ريپبلک( جمهوريه) کښې د يو مثالې رياست تصور وړاندې کوي . دا کتاب د ډايلاګ په شکل کښې ليکلې شوې چې پکښې ګڼ کردارونه دي او مختلف موضوعات لري . افلاطون جمھوريت ته په ښه نظر نه کتل . د دې غټه وجه د سپارټا نه شکست ؤ او بله دا چې سقراط ته د مرګ د سزا ورکولو زمه وار ھغه د اېتهنز جمھوريت ګڼلو . د ھغه سياسي افکار د سپارټا د ټولنېز ژوند نه متاثره ښکاري . سپارټا کښې ټولنه د سختو قوانينو لاندې وه او هر څوک د دولت د حکم تابع و . ھلته د فرد ژوند د خپل ځان لپاره نه ؤ بلکې د ټولنې او دولت لپاره ؤ .سپارټا د يونان تر ټولو تکړه پوځ لرلو . د اولس ژوند کښې عيش و عشرت نه ؤ بلکې ساده ژوند يې غوره ګڼلو . د سپارټا خلقو به سرو او سپينو زرو نه کرکه لرله او دغلته به د اوسپنې سيکې چليدې .چې ھلک به پيدا شو ھغه به د رياست په تحويل کښې شو او سخت عسکری تربيت به ورته ورکړې کيدو . دوي ته به د مور پلار سره د ملاويدو اجازت نه ورکړې کيدو . ښځو ته د ايتھنز په نسبت زياته ازادي وه . هغوی به هم ورزش کولو او تربيت يې اخستو. ښځو ته به احترام ورکيدو . چې د کوم تن به خيټه غټه وه ھغه به يې د ښار نه بهر کولو . چې څوک به مجرد يعني چې واده به يې نه ؤ کړې دا ټول به ھر کال د يخنۍ موسم کښې يې راغونډول ، جامې به يې ترې ويستې او د دوي به يې لغړ جلوس ويستو . په دغه موقع موجود خلقو به مجردانو ته بد رد ويل .