شاه عبدالطيف بهټائي او   رحمان بابا 

تصوف ، عشق   او مقبوليت

اخری برخه

شا لطيف او  رحمان بابا   د تصوف شاعران دي او د وحدت الوجود نظريه لري خو د دوئي دواړو د سلسلې پته نۀ لګي  او دواړه پۀ عوامو کښې ډېر مقبول دي تر دي چې پۀ پښتونخوا کښې بۀ داسې ښځه يا نرينه نۀ وي چې  رحمان بابا نه خبر نۀ وي او د هغۀ  څۀ شعرونه ورته ياد نۀ وي بادار دے که نادار دے شپون دے که ملا دے ښحې چې غوا لېشي هم نو د رحمان بابا شعرونه ورو ورو ځان سره وائي    د رحمان بابا غوندې محبوب شاعر  پۀ پښتو کښې نيشته پۀ خوا به وئيل کېدو چې د رحمان بابا دېوان چې څوک ولولي نو لېونې کېږي ولې چې د رحمان بابا پۀ دېوان کښې دومره سوز پند  اخلاقي او عشقيه مضامين دي  چې خوا مخوا پۀ لوستونکې اثر انداز کېږي چې عشق کله تصوفي رنګ خپل کړي نو بيا پۀ خپله مذهبي او اخلاقي رنګ پېدا کوي کۀ علامه امداد علي قاضي  دا وئيلي وي چې کومه خبره پۀ قران او حديث کښې نۀ وي نو هغه بۀ  د شا صيب پۀ کلام کښې هم  نۀ وي او که بيا وي نو هغه د شا صيب کلام نۀ دے نو سېدو بابا د  سوات  چې ډېر لوئې ولي الله تېر شوے دے  دومره پورے وييلي وو چې که اجازت وے نو ما بۀ  د قران پۀ ځائې د رحمان بابا پۀ شعرونو مونځ کولو د دوئې دواړو پۀ کلام کښې عشقيه مضامين د روحانيت پۀ پرده کښې وئيلي شوي دي ځکه پۀ هر چا ښۀ لگي دا وجه ده چې دوئې ته پۀ اولس کښې د وليانو درجه حاصله ده د رحمان بابا يو شعر ل

د خارمعنى ده ازغې خو د پښتو پۀ بنواله لهجه کښې خار خرۀ ته وائي نو يو بچې پلار نه تپوس کوي چې بابا دا شعر رحمان بابا څنګه وييلي دي خار  خر په سترګه کښې څنګه راځي نو پلار ورته اووې چې رحمان بابا چې څۀ وئيلي دي هغه رښتيا دي يا بۀ د رحمان بابا پۀ وخت کښې سترګې غټې وې خر بۀ پۀ کښې راتلې شو يا بۀ خر ورکوټې وو خو د رحمان بابا خبره دروغ نۀ شي کېدې

او همدا حال د شا لطيف هم دے چې پۀ سنده کښې ئې هر څوک خوښوي د دوئي دواړو ژبه ساده ده د عوامو ژبه ده خواږه ژبه ده د شاه صيب ټول کلام د موسېقۍ پۀ سرونو کښې دے رحمان بابا هم پۀ يوۀ سر کښې شاعري کړي ده او هغه د رباعي سر دے چې بغېر د موسېقۍ هم غږېږي او خلق ورنه خوند اخلي د رحمان بابا وائي

څوک چې پۀ پښتو پوهېږي هغه مسلم دے او که غېر مسلم د رحمان بابا کلام لولي او د مثال پۀ توګه ئې پېش کوي او همدغسې د شا لطيف کلام هم هندوان وائي بلکې پۀ مذهبي ځايونو کښې ئې هم وائ  نن هم د شا لطيف او د رحمان بابا پۀ مزارونو هره اونۍ مېلې لګي

شا لطيف وائي چې 

د پښتو ټپه ده چې                        

شاه لطيف د سند خاٶرې سره مينه وه وٸيل به ٸې چې قدرت زما سا زما عوامو سره په باريکې ستنې سره ګنډلي ده

خوشال بابا وائې

شاه لطيف په بادشاهانو هم تنقيد کړے دے ـ د معاشرې د طبقې نماٸندګي ٸې کړي ده ۔  وٸىل کېږي چې صوفي په جهان کښې اوسي خو جهان نه ، نه وي خبر خو شا لطيف داسې نه دے

سر سري  يمن کليان پانچوين داستان شعر ١

هغه صوفيان دنيا نه صحي سلامت لاړل چا چې خپل ځانونه هنګامو نه لرې اوساتل

سر يمن کليان پانچوين داستان شعر ٣٤

ځان نه مې جمات جوړ کړو زړه نه مې د جمات حجره جوړه کړه ـ څلوېښت مې چلې وکړې ۔  ته هر وخت د الله ذکر ولے نه کوے ـ چې ته هر ځاٸے کښې حق اوېنې۔ 

په راګونو کښې ٸې د سمندر په حوالې سره مضامين بيان کړي دي چې په هغو کښې د کشتيو د جهازونو ذکر دے ـ واٸي چې سمندر نه مرغلرې راوباسٸ خو د درياب تېزو چپو چلاٶ نه به خبردار اوسې

د سمندر په لارې د کاروبار ذکر کوي ـ سوداګرو ته دعاګانې کوي

  تېسري داستان شعر ١١ مېن کهتا هے 

کشتۍ په سمندر کښې په ډوپکو شوه ـ کارېګر چې کوم مېخونه لګولي وو هغه کمزوري شوي دي ـ معلم په خپل ځاٸے موجود نه دے ځکه خو فرنګيان راغلل

سر سامونډي کښې ٸې د سمندر متعلق مضامين بيان کړي دي ۔  چې په کښې ٸې د ملاحانو د کورېنيو په ډېر دردناک انداز کښې بيان کړي دي کوم کسان چې سمندرونو ته ځي او بيا د هغو متعلق هې څه د کېدو امکان وي

 شعر ٢٦ کښې کارغې ته واٸي

چې کله کارغه په بلۍ وچغېږي نو په کور ناسته مېمن ٸې اواٸي چې اې کارغې زما محبوب به کله راځي ما خو د هغه د راتګ دپاره ډې کوششونه وکړل

د شا صيب پۀ کلام کښې زبردسته منظرکشي ده سمندر دے او که صحرا ده 

 موضوعات هم ډېر لري او د ژورې مشاهدے څښتن دے ونې او بوټې ٸې په نومونو ياد کړي دي د شا صيب د کلام خصوصيت دا دے چې هر شعر ئې عشقيه عارفانه او قېصے سره تړلے رنګ لري او بيا دومره زيات مواد لريچې اندازه ٸې نه شم کولے  خو د شعر هيت ئې نۀ بدلېږي زما دا خيال دے چې د شا صيب هر داستان ځان ته بېل بېل موضوع دے هر داستان باندے بيل بيل د کار ضرورت دے 

١ رساله قسېريه ذکر مشائخ

٢ وکي پېډيا صوفي ازم٦٦٦٦٦٦

شاه جو رسالو ترجمعه څلور جلده که د ستا سو په معيار پوره وي دا مې اردو کښې لېکلي وه شايد پښتو کښې چا نه وي چاپ کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!