د چینوا اچیبے او د هغه د ناول تعارف  

آخری برخه

۱. پلاټ مربوط دی؟

هو، د ناول پلاټ مربوط دی. دا د اوکونکو د ژوند کیسه ده، چې له شخصي وده، ټولنیزو اړیکو، سقوط، او بیا د ده د کلتور له سقوط سره ختمېږي
پلاټ درې واضح مرحلی لري

1. Introduction
د اوکونکو بریا، شخصیت، ټولنیز پيښې ، د ایبو کلتور پراخ انځور

2. Rising action
د ده تېروتنې، د خپلې کورنۍ کس وژل،  سزا، د کلتوري دباو زیاتېدل

3. Climax and Fall
د استعمار راتګ، مذهبي او سیاسي نظام ګډوډېدل، اوکونکو یواځې پاتې کېږي، او بالاخره ځان وژني
داده  tragic structure  مثال دی، او تر ډېره د کلاسیکو یوناني تراجیډیانو د جوړښت پیروي کوي

۲. په دې ناول کښې خلا (plot hole) شته؟
په تکنیکي لحاظ کېدے شي یو څه لږه خلا  (minor gaps) یا غیر‌تفصیلي ځایونه ولیدل شي، خو دا د داستان د ریالیستیک اسلوب برخه ده، نه چې فني نیمګړتیا ده

الف) د استعمار راتګ ډېر ناڅاپي ښکاري
دلته تنقيد کيدے شي چې ولې د برطانوي استعمار راتګ دومره ناڅاپي انځور شو؟ خو دا د استعمار له واقعي طبیعت سره سمون لري، ځکه په ډېرو افريقايي سیمو کښې هم استعمار همداسې یو “خاموش انقلاب” راوست

ښځینه کردارونو ژور انځور نشته
که څه هم ښځې د ایبو ټولنې یوه مهمه برخه ده خو ناول کښې د دوی کردار ثانوي پاتې شوے دے دا انتقاد ممکن فمنيستي نقد ته ځای ورکوي لکه څنګه چې وروسته به راشي چې د آسټراليا د نايجيرين ادب نقاده او اديبه فلورېنس سټريټن هم په دې موضوع قلم پورته کړے دے چې په دې ناول کښې د ښخو کردارونه ثانوي حيثيت لري. خو د ناول موضوع د اوکونکو له زاویې ده، نو ځکه دا یوه انتخابي طریقه ده، خلا نه بلل کېږي

ج) د اوکونکو بدلول یا اصلاح نه راځي
ځینې لوستونکي ګیله کوي چې اوکونکو ته هېڅ “redemptive arc  نه ورکول کېږي. خو دا قصداً یوه تراجیډي ده، او دا د ناول د فلسفي بنيادي برخه ده، نه چې تکنیکي سهوه ده
لنډه دا چې د
“Things Fall Apart”
پلاټ مربوط او له معنوي تسلسل سره سم جوړ شوے دے  که څه هم پکښې ځینې نرمې او انتخابي خلا شته، خو دا د ناول د “رياليستي، تراجيک او کلتوري” اسلوب برخه ده، نه چې فني خلا ده

د چېن وا اچېبے د ناول  Things Fall Apart  محدوديتونه
د چېن وا اچېبے دا ناول د استعمار په ضد يو ادبي رد عمل ګڼلے شي . دا ناول د اګوبو قبيلې کلتور ، دوديز ارزښتونه او د استعماري يرغل تر منځه ټکرونه ښائي . دا ناول د افريقايي ادبياتو بنيادي اثر ګڼل کېږي ولے بيا هم په دې ناول کښې ځيني محدوديتونه شته چې د هغې ذکر نه کول نا مناسب دي

د ښځو کردارونه
په دې ناول کښې د ښځو کردارونه په کور دننه محدود دي او د اوکونکو د خوي خصلت نه هم دا څرګنديږي چې ښځې کمزورې ګڼل کيږي او دا چې د هغوي يادونه دلته ډيره کمه شوي ده او که څه شوي هم ده نو د خپل جنس په اعتبار سره نه بلکې د هغې رول د سړيو د کردارونو په اساس يا د مذهب په اساس ښودل شوے دے
د آسټراليا د نايجيرين نقاده او اديبه فلورېنس سټريټن چې د افريقايي ادبياتو د فېمېنسټ نقادې په طور ډير شهرت موندلے دے ، هغې د چېن وا اچېبے په ناول کښې دې اړخ ته خلکو پام راګرځولے دے
هغه وائي چې افريقايي نارينه ليکوالان لکه چېن وا اچېبے د ښځو کردارونه ډير روايتي ، ضعيف او خاموشه خوله شخصيتونو په توګه انځور کړے دے. دلته په دې ناول کښې د ښځو کردارونه ثانوي حيثيت لري او مرکزي کيسه د نارينه و کردارونو نه ګير چاپيره تاويږي . د اوکونکو د کردار نه ښه واضحه ده چې ښځو ته د کمزوري طبقی حيثيت ورکړل شوے دے . هغه ليکي چې

He was afraid of being thought weak live a woman

هغه په دې خبره زور راوړي چې افريقايي اديبانو له پکار دي چې د ښځو ريښتيني رول هم وښايي او د تعصب نه کار نه اخلي . ښځې يواځې د کورني ژوند ، واده ښادي او صرف د مور لور او د خور په توګه نه دي کارول پکار . بلکې د هغې په ټولنه کښې اهم رول هم وښايي . هغه ليکي چې افريقايي نارينه ليکوالانو د استعماري مزاحمت تر نامه لاندې ښځې خاموشه ، بنده خوله او د نارينو تابع ښودلي دي . هغه نور استدلال کوي چې د ښځو کردارونه په عمومي توګه نظر انداز کولے شي او هيڅ ډول خپلواکه ژبه يا شعور نه لري او دغسې د نارينه کردارونو په وسيله تعريفيږي
د اوکونکو دوهمه ښځه ايکيوفي (Ekwefi) د خپل رول نه بهر بل غږ نه کوي . ازېنما (Ezinma) د پلار اوکونکو ډيره خوښه ده خو خپله هيڅ اراده نه لري . دلته ددې خبرې په ضمن کښې دا خبره را جوته کيږي چې فلورينس سټريټن دا نقد ځاے ځکه نه نيسي چې د چېن وا اچېبے د خپلې ټولنې د قدرونو ډير خيال ساتلے دے او هغه هغۀ ته په خپل ناول کښې وړاندې کړي دي ته چې د هغه د زمانې دود دستور او رسم رواج وه نو هم د هغه په زمانه کښې د ښځو کردار هم دغه وه کوم چې هغه په خپل ناول کښې بيان کړے دے. د انګلستان قومي شاعر او د ملکه وېکټوريه د زمانې ملک الشعرا الفرېډ لارډ ټيني سن هم دغسې يو خيال په خپلو شعرونو کښې وړاندې کوي

Man for the field and women for the hearth
Man for the sword and for the needle she
Man to command and women to obey
All else confusion

ټيني سن د ښځو مقام په هغه زمانه کښې ټاکي په کومه زمانه کښې چې د يورپي قومونو او په اولس کښې دا خيال را بيدار شه چې ښځې دې د نارينه و سره څنګ په څنګ کار کوي او د ملک او قوم په پرمختګ کښې دې خپله ونډه واچوي . خو په دغه زمانه کښې په افريقايي او ايشيايي قومونو د خلکو کښې د ښځو متعلق هم هغه زوړ سوچ او فکر مضبوط وه او هغوي لره تر کوره محدوده ساتل د هغوي د ټولنې د رسم او رواج مطابق  د خلکو  دغه لويه مجبوري وه چې هغوي ددې نه بهر چرې هم نه شو وتلے  چې ښځو ته دومره ازادي ورکړي چې د کور نه بهر قدم کيږدي يا نارينه و ته خپله مشوره ورکړي او يا د خپل ژوند پرېکړه پخپله وکړي . هم دې کردارونو سره خو د ناول پلاټ کښې مضبوط والے پيدا شوے دے او پلاټ ښه مربوط دے چې څه قسمه خلا نه لري

د ښځو توهین
اوکونکو وائي چې

He was afraid of being thought weak like a woman  

فلورينس سټريټن وائي چې دا جمله يواځې د اوکونکو نه ده بلکې دا جمله د ټول ناول تر شا جنسي (جنډر) کلتوري جوړښت انځوروي لکه چې ښځه کمزوري ګڼل کيږي. . هغه ليکي چې په دې تمدن کښې ښځه خپل موجوديت له لاسه ورکوي . دا د نارينه و د مرکزيت نړۍ ده . هغې نوره هم واضحه کړي ده چې چېن وا اچېبے په دې ناول کښې د ښځو نومونه تر هغه وخت نه اخلي ترڅو کيسه وړاندې تللي نه وي . دا عمل د ښځو د ټولنيزې بې اهميتي منعکس کوي . په ناول کښې د ښځو تاريخي رول نظر انداز کړې شوې دے سره ددې چې چې په افريقايي ټولنه کښې ښځو د سړيو سره څنګ په څنګ د مزاحمت او مبارزې اهم رول لوبولے دے . چېن وا اچېبے د استعمااريت په ضد خپل غږ ضرور پورته کړے دے خو ولے د جنسي (جنډر) تعصب په وړاندې خاموشه پاتي شوے دے

د چيلو (Chielo) کردار
هغه ليکي چې په ناول کښې د ښځې د سړيو تابع ښودلي شوي دي خو صرف يوه چيلو نومې ښځه داسې ده چې څه لږ ډير ځواک لري او هغه هم د مذهبي چوکاټونو په حدود کښې دننه محدوده ده . د مذهب ويره واحد داسې لوړه د ويره ده چې د سخت نه سخت زړه لرونکي انسانان او د ښځو حقونه پاماله کولو والا انسانان هم د مذهبي ځواکمنو تر اغېز لاندي راځي . دا مظهر او دا عمل تقريبا په هره ټولنه کښې موجوديت لري . د مذهب د ويرې له کبله ډير خلک د مذهب د څښتنانو په وړاندې په ناحقه خبره هم خاموشه پاتي کيدل غوره ګڼي عن تر دې چې روحاني اثر په ښو ښو دنيا پرستو او غير مذهبي خلکو باندې هم کيږي . پيران مرشدان ددې ناپوهه خلکو د جهالت نه ګټه پورته کوي

چيلو (Chielo) کردار
هغه ليکي چې په ناول کښې د ښځې د سړيو تابع ښودلي شوي دي خو صرف يوه چيلو نومې ښځه داسې ده چې څه لږ ډير ځواک لري او هغه هم د مذهبي چوکاټونو په حدود کښې دننه محدوده ده . د مذهب ويره واحد داسې لوړه د ويره ده چې د سخت نه سخت زړه لرونکي انسانان او د ښځو حقونه پاماله کولو والا انسانان هم د مذهبي ځواکمنو تر اغېز لاندي راځي . دا مظهر او دا عمل تقريبا په هره ټولنه کښې موجوديت لري . د مذهب د ويرې له کبله ډير خلک د مذهب د څښتنانو په وړاندې په ناحقه خبره هم خاموشه پاتي کيدل غوره ګڼي عن تر دې چې روحاني اثر په ښو ښو دنيا پرستو او غير مذهبي خلکو باندې هم کيږي . پيران مرشدان ددې ناپوهه خلکو د جهالت نه ګټه پورته کوي
دغسې په دې ناول کښې د اوکونکو او د ايکوفي لور ازېنما د اخيستو په مهال سره د سخت زړه لرونکي اوکونکو هيڅ څوک د چيلو مخه نه نیسي ځکه چې دا واک د هغې د روحاني مقام له امله دے نه چې د هغې د ښځې کيدو له امله . فلورينس سټريټن وائي چې د چيلو دا واک دلته ساختياتي دے نه چې سمبولي دے او دا ځکه چې د هغې ته دا واک د يو نر خدای د نمايندګۍ له امله ميلاو شوے دے نه چې د هغې د جنس له امله . دا هغه ښځه ده چې خداې د هغې په واسطه د خلکو فيصلې او پريکړې کوي او دا د افريقايي کلتور هغه نظم ښکاره کوي چې دين طبیعات او ټولنې سره يو ځاې شي . لنډه دا چې چيلو د يوې داسې ښځې کردار دے واک ، احترام او ويره روحاني مقام لري کوم چې د روحاني نمايندګۍ په بنياد دے . دلته دا خبره را څرګنديږي چې لکه د زمونږ د ايشيايي ملکونو د اولس په شان په افريقايي ټولنه کښې هم ښځه که هر څومره نظر انداز کولے شي ولے په مذهبي چوکاټونو کښې واک تر لاسه کولے شي
زمونږ په ټولنه کښې هم عام خلک خو لا پریږده چې ښه ښه نوموړي او اعلا شخصيات عن تر دې چې لوړ لوړ سياسي شخصيات د ښځينو روحانیانو تر اثر لاندې راغلي دي او د ملک لويي لويي فيصلې ئي د هغوي په دائره اثر کښې کړي دي . د مذهبي او روحاني او د پيشوايت د اثر نه هيڅ څوک نه دي پاتي شوي که په زمانه د ماضي کښې وګورو او که په حال کښې دغسې ډير مثالونه زمونږ د وړاندې دي

Stratton Florence, Contemporary African Literature and the politics of Genders , London Routledge 1994

کلتوري ناسټالجيا
دا ناول د اګوبو دودونه او کلتور د مثبتو قدرونو له زاويي وړاندې کيږي خو ځينې ظالمانه دودونه لکه د انسان قرباني ، حق تلفي او د جادو ټونې ويره هم دلته ښه په آب و تاب سره را څرګنديږي. دا د کلتوري ناسټالجيا نخښه ده چې ليکوال هم په دې کوشش کښې دے چې هغه خپل کلتور د مغرب سره د مقايسې په بنياد لوړ ښودل غواړي . کورټينر ليکي څ د چېن وا اچېبے بيانيه بعضی وخت ډير رومانوي شي او پري کولونيل اګوبو کلتور پورې بيرته لاړ شي

Kortenaar , Neilten , Debt , law , realism : Nigerian Writers imagine the state at independence 2005, page no 112 John Hopkins university volume 54, 2023

د افريقايي کلتور د تنوع کمے
په ناول کښې يواځې د اګوبو د کلتور انځورګري شوي ده . ايريل وائي چې د يو قوم اګوبو تجربې او ارزښتونه د افريقې د ټولو قومونو نمايندګي نه شي کولے . دا ناول اګر که نړيوال ارزښت او قدر و قيمت ضرور لري ولے صرف د يوې سيمې کلتوري تجربه وړاندې کوي چې د ناول محدوديت ښائي

Irele F. Abiola , The Crisis of Cultural Memory in Chinua Achebe ‘s Things Fall Apart, African Studies Quarterly Volume 04 , issue 03 / Fall 2000 AD

د استعماري کردارونو سطحيت
ګيکانډے وائي چې د ناول استعماري کردارونه زياتره يې احساسه وګړي ښودلي شوي دي چرته چې فکري ژورتيا نشته لکه چې يو اړخيز انځورګري پکښې شوي ده . لنډه دا چې استعمار هم د بل جوړول (Othering) په توګه پيژندے شي نه چې د يو ژور او پيچيده سسټم په توګه

Simon Gikandi , J Curry  Reading Chinua Achebe, Language and ideology in Fiction , 1991 The University of Michigan. USA .

داخلي تضادونه
جيفو وائي چې په دې ناول کښې اکثر استعماري لاس وهنې او د تباهۍ کيسې بيان شوي دي خو د اګوبو د ټولنې دننه تضادونه ، طبقاتي او نسلي کشمکش پله اشارې نشته

Jeyifo Biodun , The Truthful Lie : Essays in a radical tradition ,  page no 153 , New Beacon Books 1985

د چېن وا اچېبے په ناول کښې جدليت نيمګړے پاتي کيږي او د هغې وجه دا ده چې چېن وا اچېبے په خپل قوم پالنې او د کلتوري احيا غوښتنې تر سيوري لاندې دے او د استعماري ځواک په ضد يو رښتوني انقلابي رد عمل نه غواړي . ايضا صفحه 72

اوکونکو يواځې د خپلو دودونو په ړنګيدو وو غمجن هيرو نه دے بلکې د يو داسې کلتور نمايندګي کوي چې د خپل شناخت ، دود او د استعماري دباو تر منځه را ګير شوے دے. دا تضادونه د ټولنې قبيلوي نړۍ د ماتيدو نمايندګي کوي . ايضا صفحه 74

د جيفو مطابق چېن وا اچېبے د افريقې د ازادۍ د پاره ريښتيني انقلابي لاره نه نيسي ځکه چې هغه د منځني طبقی يو نيشنلسټ ليکوال دے څوک چې د استعماري نظم جزوي اصلاح کول غواړي نه کې مکمل بدلون غواړي . ايضا صفحه 76




error: Content is protected !!