د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

لسمه برخه

د اېپي فقیر تر مرګه هره هڅه وکړه، د پښتونستان اسمبلي ئې جوړه کړه، د رائفلو یو کارخانه ئې هم جوړه کړه، 1949کښې ئې د ټولو قبائیلو لویه جرګه راوبلله ـ د اېپي فقیر ئې وړومبی صدر وټاکلو او د پاکستان نه ئې د پښتونستان د یو ازاد ریاست په حېث د منلو غوښتنه وکړه خو یوخوا ئې بهرنو ملکونو مرسته پرېښوده، بلخوا پرې پاکستان حملې شورو کړې او ورسره ورسره مجاهدینو چې د انګرېز خلاف کومه جهادي جذبه لرله هغه هم د پاکستان خلاف هغسې زوروره پاتې نه شوه او دا خوځښت ورو ورو کمزوری کېدو او دا رنګ د پښتونستان سوچ په وروکېدو شوـ

د دې صوبې په حقله د افغانستان وړومبۍ غوښتنه دا وه چې ټولپوښتنه کښې دې د افغانستان تپوس هم وشي چې آیا دا پښتانه هندوستان، پاکستان او یا افغانستان کښې چاسره یوځای کېدل غواړي؟ چې دا انګرېز ونه منله نو بیا ئې د ازاد پښتونستان مرسته شورو کړه ـ چې دا خبره هم ونشوه نو پاکستان جوړېدو سره سم افغانستان د ډيورنډ د کرخې د بېن المللي پولې په حېث د منلو نه انکار وکړوـ په نومبر 1947 کښې د بادشاه ظاهرشاه نمائنده سردار نجیب الله کراچۍ (د پاکستان د هغه زمانې سرښار) ته راغی او درې غوښتنې ئې وکړې ـ وړومبۍ دا چې هغه ټولې قبائیلي سیمې دې، چرته چې پښتانه اوسي، د یو ازادې صوبې په حېث اعلان کړی شي، دوېمه دا چې افغانستان له دې بحیره عرب ته لار ورکړی شي او درېمه دا چې پاکستان او افغانستان دې پرېکړه وکړي چې که چرې د بهره په مونږ دواړو کښې په یو ملک برید وشي نو دا بل ملک به غېر جانبدار وي ـ بعضې تاریخ پوهان ګڼي چې دا نورې هسې قیصې وې خو افغانستان د پښتونستان په نوم بحیره عرب ته د رسېدو سودا کوله ـ  د دې قیصو ختمولو له پاره، 1955 کښې چې څلور صوبې په مغربي پاکستان کښې ضم کړی شوې نو افغانستان پرې سخت احتجاج وکړو خو د ګاونډي مسلمانانو ملکونو په ثالثۍ دا تریخوالی یوخواته کړی شوـ

د 1956 نه تر 1960 پورې دور د اسکندر مرزا، شاه ظاهرشاه او سردار داؤد خان د یو بل ملکونو ته د دورو د برکته، تعلقاتو کښې ډېر د قلارۍ وخت یادېږي، د دې برکته ګڼ شمېر مواصلاتي او تجارتي پرېکړې هم وشوې ـ خو بیا هم افغانستان د پښتونستان په مسئله کلک ولاړ وـ

د دې نه پس حالات کله ښه او کله خراب وو خو کله چې سردار داؤد د پښتونستان مسئله باندې نور کلک ودرېد او د پاکستان دننه قامدوسته خوځښت چې بهټو صېب ورله شا د مخکښې نه دېوال سره لګولي وه نو افغانستان ته جلاوطنۍ شورو شوې او د لر او بر پښتنو منځ کښې رابطې او مینه نوره زیاته شوه ـ پاکستان کښې د سرکار خلاف نافرمانۍ هم زیاتې شوې ـ بلوچ خو غرونو ته وختل او د سرحد پښتانه د قسماقسم اذیتونو ښکار شول ـ بیا پښتنو هم په رنګ رنګ لارو د خپلو بدلو اغستو هسې کولې ـ دې دور کښې بیا قامدوسته پښتنو د پښتونستان نعرې شورو کړې او دا نعره قیوم خان ښه په نره د پښتنو خلاف پکار راوسته ـ دې وخت کښې پښتانه د عدم تشدد نه اوړېدلي وو او دا ځکه چې بهټو صېب ورته بله لار پرېښې نه وه او د دې سوبه پښتانه او بلوچ زلمي راپاسېدلي ووـ ليډران یا جېلونو کښې وو او یا جلاوطنۍ کښې ـ سردار داؤد د پښتونستان مینه کښې د پښتو ادب او موسیقۍ د پاره ډېر په اخلاص کار وکړوـ د ملنګ جان د پښتونستان نغمې او ګڼ شمېر سندرغاړي او د افغانستان تعلیمي ادارو کښې د لرې پښتونخوا د ماشومانو داخلې د دغې فکر پېداوار ؤ

هم دا هغه وخت و چې بهټو صېب د کابل پوهنتون ذده کوونکي پاکستان ته راوبلل او د سردار داؤد خلاف ئې تربیه کول چې هلته مسئلې جوړې کړي ـ د داؤد خان تخته خو کمیونېسټو واړوله خو د روس خلاف دغه ذده کوونکي د ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود په شکل کښې جهادي مشران شول ـ سردار داؤد چې د ظاهرشاه تخته کله واړوله نو د عوامي مرستو ګټلو لپاره ئې د ډېرو اولسوالو مشرۍ کمېونسټو له ورکړې وې ـ سردار داؤد نېشنلسټ ؤ او کېپيټلسټو سره نيزدې ؤ خو کميونسټو له ئې اختیار په دې سوچ ورکړی ؤ چې که چرې هم دوي اپوټه کېږي نو د افغانستان په بنیادپرسته طبقه به ئې ووهي خو چې کله کمیونسټ اپوټه شول نو واګې د سردار داؤد د ګوتو ووتې او دا هغه ورځ وه چې د ميراکبر خيبر د وژلو نه پينځه شپږ ورځې پس سردار داؤد ووژلی شو او د افغانستان نه ختمېدونکی هغه جنګ شورو شو چې علامه اقبال ورته یو فارسي شعر کښې اشاره کړې وه چې مطلب ئې څه داسې دی

افغانستان د اېشیا زړه دی او زړه چې بېقراره وي نو وجود چرې قرار نشي موندی ـ او هم هغه وشوه چې دې جنګ یواځې اېشیا نا، ټوله نړۍ بدله کړه ـ د افغان جنګ د برکته د نړۍ ګڼ وطنونه ازاد شول، مشرقي او مغربي جرمني یوځای شول خو د بده مرغه افغانستان او پاکستان کښې ئې د پښتنو سیمې تباه کړې ـ امن ورک شوـ نو نن د پښتنو د ټولو نه غټه مسئله د امن نشتوالی دی ـ امن به دلته څوک راولي؟ امن راوستل د چا ذمه واري ده؟ دې معامله کښې د قام او معاشرې څه کردار دی، د سیاسي مشرانو او سرکار څه کردار دی؟ دا بحث به اخري قسط کښې کووـ

دوېمه غټه مسئله اقتصاد دی ـ اقتصادي پرمختګ غټ موټر، مهین سړک، سپینې بنګلې، سپینې جامې او ډېرې ډوډۍ ته نه وائي بلکه دا یو داسې ټولنیز عمل دی چې د سرکار، سیاسي مشرانو او قام  درېواړو خپل خپل مثبت کردار ته اړتیا لري ـ آیا زمونږ تعلیم زمونږ وسائلو سره سم دی؟ وسائلو سره سم تعلیم څنګه وي؟ دا به ورستو بیانوو خو وړومبی دا بحث ضروري دی چې زمونږ د قامدوسته سیاست نتیجه څه شوه او پکار څه وه؟

 (نور بیا)

error: Content is protected !!