تاریخي معاملو کښې د چا د کردار پحقله رائې جوړول ډېر ګران وي ځکه چې سیاسي فیصلې د معروضي حالاتو په تله د تللو نه پس چاڼيږی چې د هغې پوره اندازه اتیا سل کاله پس کول اسان کار نه دی ـ د پښتونخوا د تاریخ مستندو پوهانو ماته ووئیل چې د پښتونستان د بنو قرارداد وړاندې کېدو نو د ايپي فقیر راتو سیمو ته نه شو راتللی او عبدالصمدخان اچکزۍ بلوچستان کښې و خو دې قرارداد سره دواړه متفق ووـ او دې موقع باندې د دوو سوو نه زیات مشران موجود وو چې د اسمبلۍ غړي، قبائیلي مشران او د زلمي پښتون مشران پکښې شامل ووـ د باچاخان په حقله دوي وائي چې هغه دغه وخت دغه ځای موجود و خو د دغه وخت حالاتو دومره خفه کړی و او د داسې ذهني دباو ښکار و چې د غونډې صدارت ئې امیرمحمدخان ته وسپارلوـ یو بل مشر وائي چې باچاخان دغه وخت شمله کښې وـ دغه زمانه کښې د انګرېز مخالفو طاقتونو لکه اټلي او المان هم د ايپي فقیر سره د پټو مرستو (وسلې) خبرونه هم خپرېدل او د افغانستان مرستې خبرې هم کېدې او د ایپي فقیر وزیرستان کښې د ازاد پښتونستان اعلان هم کړی و او هم دی ئې وړمبی امیر ټاکلی شوی وـ
ډاکټر خان صېب د ريفرنډم فېصلې په دې نه منلې چې دا پښتانه په يوه لار هم باوری نه وو بله غوښتنه د ډاکټر خان صیب د جناح صېب نه داوه چې صوبې له د پاکستان نه د بئيلېدو ور پرانستې پريږدی چې سبا پښتانه بئيلېدل غواړی چې بئيلېدې شی
بلخوا په راتو سیمو کښې د پښتونستان د ازادۍ د اعلان د ویرې، لیاقت عليخان ماؤنټ بېټن ته ووئیل چې د دې صوبې اسمبلي ماته کړي او ګورنر راج راولي ـ ډاکټرخان د ریفرنډم نتیجې په دې نه منلې چې دا ټول پښتانه په یوه لار هم باوري نه وه ـ بله غوښتنه د ډاکټر خان د جناح صېب نه دا وه چې صوبې له د پاکستان نه د بیلېدو ور پرانستی پرېږدي که سبا پښتانه غواړي چې بیلېدی شي او بله دا چې صوبې سره تړلې سیمې صوبې سره یوځای کړي خو جناح صېب ورته وئیل چې دا رنګ فیصلې د منتخب اسمبلي اختیار دی ـ عقل وائي چې ستا د صوبې اسمبلي شته نو دا ولې دا رنګ فیصلې نشي کولی او د ازادۍ قرارداد ولې نه منظوروي؟ بیا چې مسلم لیګ د صوبې د سرکار د ختمولو غوښتنه وکړه نو انګرېز، نهرو او پټېل اجازت ورنکړو او جناح صېب ته ئې مشوره ورکړه چې پاکستان جوړ شي نو بیا دې اسمبلي ماته کړي ـ جناح صېب بیا ګورنر کننګهم ته د ګورنر راج لګولو ووئیل خو هغه ورته (د ډاکټرخان صېب د لیدو نه پس) ووئیل چې ډاکټر خان د پښتونستان د ازادۍ د اعلان اراده نه لري او څنګ چې پاکستان جوړ شي ډاکټر خان به د کانګرس جهنډه راکوزه کړي ـ او ډاکټرخان سره دا خبره هم شوې وه چې که د استعفا غوښتنه ترې وشي نو هغه به سره د کابینې استعفا ورکوي او که عدم اعتماد پرې وشي نو هم به مزاحمت نه کوي ـ
د پاکستان د جوړېدو نه پس، په یويشتم اګست د لیاقت عليخان صدارت کښې مرکزي کابینې د ډاکټر خان سرکار ختم کړو او عبدالقیوم خان ئې مشر وزیر کړوـ دا خبره هم وشوه چې تر مارچ ۱۹۴۸ به د اسمبلۍ اجلاس نه راغواړي ځکه چې دغه وخت اسمبلۍ کښې اکثریت د کانګرس وـ دا یو بله عجوبه وه ـ د جناح صېب او مرکز په مرسته د قیوم خان د سرکار مسئلې (چې کومې د کانګرس سرکار ته جوړی کړی شوې وې) لکه د خوراک او نورو څيزونو مصنوعي قلت، ختم کړی شوې ـ غور پکار دی چې د لستوڼو ماران خو هم ډېر وو خو مصنوعي قلتونه او قحطونه هم وو چې ناخوښی سرکار بدنام کړي ـ دغه وخت باچاخان او خدائي خدمتګارو د پښتونستان جهنډه اوچته کړه خو قیوم خان پرې وطن سره د غدارۍ تورونه پورې کړل او د دوي خوځښت ئې سره د سردریاب د مرکزه تباه برباد کړو ـ
باچا خان پاکستانی اسمبلئ ته لاړو پاکستان ې ومنلو، چې لياقت عليخان ترې د پښتونستان پوښتنه وکړه نو ورته ې ووې، دا خو د نوم خبره وه چې د صوبې صحيح نامه وی
د کننګهم په خیال او د جناح صېب هم دا خیال و چې خدائي خدمتګار خوځښت کښې اوس هغه زور نه و پاتې او د قیوم خان سرکار ئې د دوي خلاف د زور زیاتي نه منعې کولو او د دغې سوبه خدائي خدمتګارو هم رویه نرمه کړه ـ باچاخان سره د خدائي خدمتګارو پاکستان ومنو او د دې خلاف ئې د څه نه کولو باور ورکړوـ خو قیوم خان دا سوچ نه لرلو او دا ډله ئې د پاکستان دشمنه مشهوره کړه چې د دوي ختمول قانون ته سم کړي ـ ۱۹۴۸ کښې چې د بجټ مسئله راغله نو قیوم خان ته ووئیلی شول چې که بجټ پاس نه شو نو اسمبلي به ماته کړو او نوي ووټونه به وکړو خو په قسماقسم طریقو ئې د خپل اقلیت باوجود په اکثریت سره بجټ پاس کړو نو هغه متل ریشتیا شو چې د چا زور وی د هغه کور وی د دې نه پس، خدائي خدمتګارو د پاکستان سیاست شورو کړو او باچاخان پاکستانۍ اسمبلۍ ته لاړو، پاکستان ئې ومنلو او د مرستې تقریر ئې وکړو او چې لیاقت عليخان ترې د پښتونستان پوښتنه وکړه نو ورته ئې ووئیل چې دا خو د نوم خبره وه چې د صوبې صحیح نامه وي لکه د پنجاب، سندهـ یا بنګال پشان ـ د دې نه پس، د جناح صېب او باچاخان یو بل سره لیدل کتل شورو شول او پېښور کښې ورته جناح صېب د خدائي خدمتګار خوځښت مسلم لیګ کښې د ضم کولو بلنه هم ورکړه خو باچاخان ونه منله ـ دې وخت کښې باچاخان هرڅه بخښل غوښتل او د تېرهېر او باقي روزګار په فلسفه ئې تلل غوښتل خو کامیاب نه شوـ قیوم خان دا نه غوښتل،هغهٔ ته یو دښمن پکار وـ څنګ چې اجمل بابا وائي
ولې دې زما په مرګ د بل سره منلي دي ستا د جفا لوبه که تا غواړي نو ما هم غواړي یه پښتنو هېر نکړئ دا ستاسو ملنګی خټک وخت به درنه داسې لېونے ګوری بیا هم غواړي
افغانستان هم په صوبه سرحد دعوه لرله چې په تاریخي توګه دا د افغانستان برخه وه او پاکستان سره دې یوځای نشي او د دغه سوبه ئې بېن الاقوام کښې د پاکستان د رکنیت خلاف ووټ ورکړو خو وروستو ئې دا منفي ووټ واپس کړوـ